Mon Aug 18 2014 12:08:05


             اســـــــــد زمری

 

 

د زمري د میاشتی د ۲۸ د وطن د سیاسی آزاد ۍ د پاڅون په اړوند:

له خدایه زما غوښتنه

نه می دننه د جهاد د رهبرانو په څیر
دا  د پیړۍ د لوټمارانو په څیر،
او د وطن د استقلال د دلالانو  په څیر،
او یا د نورو خاینانو په څیر
د ځان، وطن او د وجدان په بیه
او د ایمان په بیه
دغه ناولي او، په وینو لړل شوی ...
مال او دولت دی په کار.
او دسیاسی لولیو تور کرغیړن مخونه،  هم راته مه راښیه.
***
او په بهر کی د یانکیانو ځنی،
یا د انسان د دښمانو انګریزانو ځینی،
او یا د نورو ښکيلاک ګرو او وحشیانو ځینی،
چی په دنیا باندی د تا پر ځای خدايي لپاره،  د شيطان فکر او قدرت خوښوي ....
یم له اوله بیزار.
***
د نیکمرغۍ او سوکالۍ هیله د ځان لپاره،
له تانه نه غواړمه....
که می وطن کی سوله
او په نړۍ کی امن،
په نس ماړه انسانان ...
په کور میشته مهاجر...
نابوده ظلم او ظالم....
ورکه ژړا، ورک ماتم...
په ژوند کی وليدله، 
زه به شم ډیر خوشحاله
او د رښتيني نیکمرغۍ احساس به په ټول وجود کی ښه احساس کړمه زه.
ایمان پوره دی زما
له تا یی نه غواړمه
چی شم د نورو په سرو وینو او په غوښو څربه،
داسی غاښ مه راکوه.
***
د مرګ او ژوند خاونده
د ډیر اوږده عمر غوښتونکی نه یم
خو دا یوه هیله می کړه تر سره
"درنه صرف سل ځلی ژوندون غواړمه (
۱)
چی  د وطن په مینه سل ځلی مړ شمه "
۱/ پښتو لنډۍ
۲۰۱۴/۸/۱۷

 

  

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org