عبدالهــادی آبدیــده
 

وخت دومره ګړندی تیریږي، د هر هغه شی څخه دومره ګړندی چې موږ یې تصور هم نه شو کولای. هو دا رښتیا ده وخت وزرونه لري.

ورځ په ورځ، اونۍ په اونۍ، میاشت په میاشت، کال په کال، موږ زاړه کیږو. یوه شیبه وروسته زموږ عمرونه لوړیږي. موږ هره ګړۍ د زړیدو په حال کی یو.البته موږ به هیڅکله د خپل ځان زوړ کیدو مخه ونشو نیولای، دا یو نا ممکن کار دئ، حتی د دي په اړه خبری کول مسخره ښکاري، آیا داسي نه ده؟ مګر یو دلیل شتون لری چې زه یې په اړه خبری کوم، د څو دقیقو د پاره زما د لیکنې لوستل بند کړئ. زه غواړم تاسو فکر وکړئ چې تاسو اوس په خپل ژوند کی چیرته یاست؟ او زه غواړم تاسو د خپل ژوند سره روښانه او صادق و اوسئ. په یاد ولرئ هر څومره چئ صادق یاست، د خپل ژوند په اړه به ډیره پوهه ولرئ، د ژوند هر اړخ ته د ښه پرمختګ او پراختیا لپاره ډیري لاری او نظرونه تر لاسه کولای شيء. هر څومره چې د ژوند په بیلابیلو اړخونو کې وده کوئ، هغومره ښه ژوند کولای شيء. په ۱۳۵۴ هجری شمسی کال کې د جیودوزی کارتوګرافي عمومی ریاست ادارې د کدستر ریاست د هرات منطقوی مدیریت چې اوس ریاست دئ ډنده تر سره کوله، کدستر ریاست کې کار کول د ما د پاره خورا په زړه پوري وو، ځکه دموږ کار د دهقان او د زراعتي شخصي ځمکو، باغونو، دولتی زراعتي او غیر زراعتی دولتی ځمکو، دښتو او بیابانونو او مقدسه اماکینو د ملکیتونو سروي او نقشه اخیستنه، ترتیب، تنظیم او توحیدونه وه، د کدستر رئیس محترم نعمت الله خان که وفات شوی وي ګور یې د نوره ډک اوسه، خورا زړه سوانده په کار پوه په داخل او بهر کې د لوړو زدکړو خاوند، مسلک او اصولو ته پابند د قدر وړ ستره شتمنې او پانګه وه. زه همیشه د نوموړی پوهاوی او درانه شخصیت ته د احترام سر ټیټوم. په همدی کال کی د هرات نه هلمند ته تبدیل شوم، هغه وخت کی لیني موټرو مستقیم د هرات نه هلمند ته تګ او راتګ نه درلود، زه د هرات نه کندهار ته لاړم په کندهار کې مې وغوښتل ارواښاد محترم سربلند صاحب چې یو بی بدیله مهربانه شخصیت وو وګورم،کورته ورغلم د جوړ په خیر وروسته مې هلمند ته د خپلي تبدیلئ وویل، نوموړی په هلمند لشکرګاه او ولسوالیو کي ګڼ شمیر کسان پیژندل، په لشکرګاه کې یې د ارواښاد محترم فضلی صاحب او څو نورو دوستانو نمونه ذکر کړل، کله چې لشکرګاه ته لاړم د خدای بخښلی محترم فضلی صاحب سره مې د ده په کور کې پیژندګلوی ترسره شوه، ارواښاد هغه وخت ډیر ځوان، با أراده اود لوړ مورال درلودونکی، ټولنیز او سیاسي پوهاوئ او تحلیل یې ډیر برجسته او په ځان متکي او ژمن ټولنیز سیاستوال شخصیت مې وموند. او دا راته جوته شوله چې نوموړی د خپل ذهني تفکر زیرمې پیاوړي کړي دئ او د نورو انسانانو په وړاندي د قدردانۍ او منندوبۍ ښکاره کولو غوره لاري یې زده دئ. د هغه وخت را وروسته مې په بیلابیلو شرایطو، لوړو څوکیو، وزګارتیا او تقاعد په حالت کې لیدنه او کتنه ور سره شوی، په دي ټولو حالاتوکي د نوموړي برخورد، صمیمیت، زړه سواندی، وقار، حوصله، متانت، خیر اندیشي، تواضع او د ویاړه ډک کرکتر یې یو شانې وه. هدف ته د رسیدو مزل یې هیڅکله هم ونه دراوه، د ژوند تر اخری لمحي یې په ثابتو او متینو قدمونو او آګاهانه افکارو د تعیین شوی هدف په لور یې واټن لنډا وه. د نوموړی شخصیت د ده دي پوهاوي د سطحي سره سم طبیعي وده کړی وه، ځکه په سختی او سوکالی کی یو شان او هیڅکله مغرور او ناهیلی نه وو.

محترم فضلی صاحب د یو روښانه، زړور او ژمن شخصیت درلودونکی وو، د فساد ضد او عدالت پلوه روحیه یې ډیره پیاوړي وه، او دي اصل ته پابند وو چې که چیري د یو ملک نه عدالت کډه وکړی هغه څه چی پاته کیږی هغه د غلو ډله ده. نوموړی نه یوازی دا چې ریښتینولي یې خوښوله بلکي د چل ول نه یې کرکه درلوده، او په دي پوهیدئ چې د چل ول او غلطی پایلي او کړاو له ریښتینولی سره ملو ستونزو په پرتله ډیر خطرناک دی. مسئولیت منلو ته همیشه چمتو وو، د دي پرځای چې نورو ته په تمه شي چې مسئولیت ور وسپاری خپله یې د مسئولیت منلو نوښت درلود، ویره او زړه نازړه توب یې عادت نه وو، د موقف په پرتله د عمل کولو په لټه کی وو، د مایوسی پرځای د یري په پیچمو کې یې د تګ توان درلود. په خپل کاری ماحول کې یې محدودیتونه پیژندل او په خپلو امکاناتو یې تمرکز کاوه، او ننګونې یې په فرصتونو بدلولی شول.

تر ټولو اهمه دا چې ارواښاد فضلی صاحب د خپلو همکارانو ځانګړتیاوو ته په درنه سترګه کتل، او له انسانیت سره یې د خپلي ملتیا درناوی کاوه، او له ځان سره يې د منندوی اوسیدلو کلتور خپل کړی وو. د همکارانو په روزلو او ملاتړ کې یې ځانګړی مهارت درلود، هغوی یې تل کتاب ویلو او د پوهاوي سطحي لوړولو ته هڅول، د هغوی خبرو ته یې په دقت غوږ نیوه، او د ښو اړیکو د جوړولو هنر یې ډیر روښانه وو، تل یې د نورو سره د مرستي کولو فکر له ځان سره درلود. کرکتر یې ثابت او د رښتینو ارزښتونو منعکس کوونکی وو، تل نرم او زړه سوانده وو، او نرمې کلیمې کارولي خو کلک استدلال یې کولو. د ارواښاد فضلی صاحب نظم او دسپلین په مادي قوت باندي بدل شوی وو، او دا توانمندی یې درلوده چې د ژوند په ټولو برخو کې انډول را منځ ته کړی.

ارواښاد فضلی صاحب د خپل ژوند سره ریښتېنی او صادق وو په دي پوهیدی چې خپل او د ټولني ژوند یې په کومه برخه کی موقعیت لری، د چالشونو بدلیدل په فرصتونو او د فرصتونو په کارولو سره د پرمختګ بیلابیلی لاری او نظرونه ورسره وو. خو متاسفانه بیا هم متاسفانه چی یو کال د مخه په ناڅاپې توګه د حق سره دیو ځای کیدو له امله هر څه نا مراده پاته شول. او د زمانې په یوه تور رنګه دوړه کې را نه غایب شو. او زه لا تر اوسه په د ستړی سفر چې په لویشت لویشت کې یې اغزي پاشل شوي په ټوټه ټوټه تن، په وران ذهن د یو نا معلوم او ستونزمن برخلیک په نا باوری او ناهیلی د فاصلي د لنډیدو په تمه نا مستقیم مزل ته دوام ورکوم.

اروایی ښاده، په ګور یې نور، یادونه یې تل پاته، ټولي قدرمني کورنۍ په ځانګړی توګه ګران قدیر، ګران قادر ته د ډاډګیرنې مراتب وړاندی کوم. زه او زما کورنۍ د تاسو د اوښکو تویولو کې شریک یو.

درنښت،

عبدالهادی او کورنۍ مې

 

15-05-2022 17:51

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org