Bismillah Talash

 

محترم ارواح شاد خداى بخشلى فضلى صاحب زما د څلورم ټولګۍ د چاه انجير د ابتدايه ښوونځي همصنفى وو. کوم وخت چه زه د ناقل آباد د دهاتى ښوونځي څخه فارغ شوم نو د چاه انجير ابتدايه شوونځي کى شامل شوم اولين څوک چه زما سره په يوه چوکۍ ناست وو، مرحوم فضلى صاحب و، چې تر شپږم ټولګۍ سره همصنفيان وو. کله نا کله به زموږ کلي ته خپل پلار سره راتى ځکه موږ هم خروټي وو او دوى هم خروټي وو. زموږ خداى بخشلو پلرونه د دوى مرحوم پلاره سره شناخت لارو، مرحوم پلار يي- انجنیر فضل الرحیم خان- د چاه انجير په ساختمانى دستګاه کى-دستگاه ساختمانی هلمند- د محاسبى لوى مدير وو. مرحوم فضلى صاحب زموږ د واليبال د ټيم ملګرى هم وو، خداى بخشلى ډير آرام ځوان او د لوړ حوصيلى خاوند وو، کله چه د شپږم ټولګۍ څخه فارغ شوو د نادعلى په ابتدايه شونځي کشى مو د ليسى امتحان ورکى مو د لشکرګاه ليسى دارالمعلمين ته کامياب شوو او محترم فضلى صاحب د لشکرګاه ليسى ته کامياب شوو، هلته مو هم سره ليدل، زه بيا د کندهار عالى دارلمعلمين ته ولاړم بيا به مى کله چه رخصتى وه کور ته ورتلم او دى مى يو وار حتماً ليدى. زه ښوونکى شوم او سنګين د علاقدارى کى د کټو زايو په ابتدايه ښوونځي کى مقرر شوم. ۱۳۴۹ کال وو څخه مى بيا دى نه ليدى، ۱۳۵۹ کال مى د لشکرګاه کى وليدى، د زمانى ناخوالو او بعضى حرکتونو سره بيل کړو. ما يي احوال درلود چه په ۱۳۷۰ کال کې په کراچۍ کې د پښتني بانک د څانګې مسوول دى. حالات خراب شول، حکومت د مجاهيدونو لاس ته ورغى بالکل اړیکى سره وشکيدى.

۱۳۹۶ کال کی می د پښتنى بانک کى د مکروريانو د کور قسط تحويلاوه، نه پوهيږم په کومه څانګه د پښتنى تجارتى بانک پيسى مى تحويل کړى، یو مامور راغی او ویې ویل: "وروره، تاسو دلته زموږ د آمر پکار يي، ورغلم چه ګورم خداى بخشلى فضلى صاحب دى، روغبړ مو وکى ويل اوس غرمه ده، زما دلته په بانک کی ميلمه يي، ما د رخصت هڅه وکړه، ويل هيڅ امکان نلرى، د شعبى کارکونکو ته يي وويل د څلورم ټولګى د يوى چوکى همصنفى دى تر شپږم ټولګى پورى". ډٶډۍ مو وخوړله د رخصت په اخستلو ځنى رخصت شوم.

بيا زه بهر ملک ته مهاجر شوم، د فيسبوک له لارې دده په مرګ خبر شوم، نيک سړى او په وطن مين انسان وو حليم او د شى تقوا خاوند، الله (ج) دې وبخښي، کورنۍ او مينه والو ته يي د زړو صبر غواړم.

روح دې شاده او د ژوند يادونه دى په زړونو کى تل پاته وي!

بسم الله تــــــلاش

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org