یکشنبه، ۲۹ جنوری ۲۰۱۷

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

انجینر داؤد اڅک

 

                       ۲۸- ۱ - ۲۰۱۷

 

ګلوبالیزم او یویشتمه پیړۍ

 

ګلوبالیزم هم د ډیموکراسۍ، سیکولریزم، روشن فکري، هنر، شعر، ادب او داسي نورو مفاهیمو په شان په علمي بانډارو او بین اللملي ګرداؤو کي بیل بیل تعریف سویدی او تر اوسه ئې داسي یو واحد تعریف او تصویر ندی را منځته سوی چي د ټولو سیاسینو، ښکارهنګیانو (فرهنګیانو)، اقتصاد پوهانو او فیلسوفانو لخوا دي منل سوی وي .

که څه هم Globalism، Globalization او Cosmopolitanism درې ورته مفاهیم دي او تقریبآ د نړۍ په ډیرو سیاسي او علمي محافلو کي یو ډول توجیه کیږي خو په مضمؤن کي یو شان ندي او تر منځ ئې د پیاز د پردې په شان باریکي موجوده ده چي باید ټینګه توجه ورته وسي څو یو د بل پر ځای اشتباه فکر نسي .

باریکي دا چي ګلوبالزیشن (نړیوال کیدل)، ګلوبالیزم (نړیوال کول) او کسموپلیتانسم (نړیوال هیواد) درې هغه مفاهیم دي چي جلا جلا مقصدونه او ډول ډول تعریفونه لري چي زه ئې په لنډ ډول داسي در پیژنم.

کسموپولیتانسم (نړیوال هیواد):

د نړیوال هیواد یا ګډ هیواد مکتبیان بیله دې چي قومي او ملي پیوندونه په نظر کي ونیسي عقیده لري چي نړۍ د ټولو انسانانو ګډ هیواد دی. ددغه مکتب پلویان نداچي د خپل هیواد په هکله مادي او معنوي ځانګړي تعلقات نه ساتي بلکه د خپل هیواد ښکارهنګي، سنتي او سیاسي ځانګړتیاوؤ ته هم علاقه نه ښیي او نړۍ د ټول بشریت ګډ کور بولي .

 دغه مکتب په ټوله نړۍ کي ګډ او یو حکومت غواړي، معنا دا چي پر فیزیکي سرحداتو سربیره د ښکارهنګي، سیاسي او ټولنیزو سرحداتو څخه هم ډډه کوي . پر اسلام او مسیحیت سربیره «امانویل کانت» او «ګوته» الماني فیلسوفان هم ددغه عقیدې پلویان وه خو «مارکوس سیرون» ئې لومړی پلوي وؤ چي پدې هکله ئې درې لاندي اصله معرفي کړیدي :

۱- طبعي عدالت

۲- نړیوال تابیعت

۳- نړیوال دولت

مارکوس سیرون باور درلود چي په نړۍ کي یو واقیعي حکومت حاکم دی او هغه حکومت خدای تعالی دی. سیرون زیاتوي چي د خدای او بنده ګانو تر منځ رابطه د پلار او اولاد په شان ده، ځکه نو غلام او بادار، ښځه او نر ټول یو شان دي .

ګلوبالیزیشن (نړیوال کیدل):

ځني پلټونکي پدې اند دي چي ګلوبالیزیشن په ۱۷ او ۱۸ پیړۍ کي را ښکاره سویدی خو ځني څیړونکي بیا عقیده لري چي د ګلوبالیزیشن اصطلاح لومړی ځل د کارل مارکس لخوا د نړیوال بازار په رامنځته کیدو سره مطرح سول .

 د ګلوبالیزیشن د پرمختګ او پراختیا لپاره پنځه عوامل (اقتصادي، سیاسي، فرهنګی، علمي او تخنیکي) په نښه سویدي چي اقتصادی عامل ئې تر ټولو تاثیرناکه دی. کله چي د تکنالوژي په برخه کي مهیم او غټ پرمختګونه او بدلونونه را منځته سول نو دغه پرمختګونو په خپل ذات کي یو جریان را منځته کړ او جریان ددې سبب سو چي (نړیوال ازاد بازار) را منځته سي .

نړیوال آزاد بازار د ګلوبالیزیشن زړه بلل سویدی چي وروسته د همدغه آزاد بازار پر اساس ملي حکومتونه ورو ورو په پراخه پیمانه سره نژدې سویدي.

که څه هم بیلي بین اللملي راکړي ورکړي، د ټوریزم پراختیا، د غټو څو ملتي شرکتو جوړښت، د بیلو مملکتونو عضویت په منطقوي او بین المللي سازمانو کي، د سرمایداري چټک پرمختګ، په نړیواله کچه د کاري قوې هجرت او د ایدیالوژیو، اندونو او ښکارهنګی (فرهنګي) شاخیصونو تبادله په نړیواله کچه د ګلوبالیزیشن ځانګړتیاوي دي خو بنسټیز اړخ ئې د مالي او اقتصادی چارو ازادي ده چي د تجارت پواسطه تر سره کیږي.

ګلوبالیزیشن بیل بیل تعریف سویدی، د بیلګي په ډول انګلیسی رونالد رابرتسن چي تکړه ټولنپوه هم دی داسي وایي:

(ګلوبالیزیشن یو مفهوم دی چي د نړۍ د راټولیدو او د نړیوالي پوهي پر ډیریدو باندي ټینګار کوي ) .

امانویل ریشتر پدې هکله داسي وایي :

(ګلوبالیزیشن وقفه یی او شبکه یی نژدیوالی او تشکُل دی چي د مځکي د کُرې لیري ټولني یو د بل په ټینګښت او یوالي کي ادغام کیږي ) .

د بین المللي امورو د کارپوهانو په نظر بیا (ګلوبالیزیشن د یوالي جریان دی په ګډه ټولنه کي) .

همداسي د پیسو نړیوال صندوق هم یو پراخ او عمیق ادغام ته ګلوبالیزیشن وایي او زیاتوي چي ګلوبالیزیشن په نړۍ کي د تجارتي، خدماتي او تکنالوژيکي راکړو ورکړو په پایله کي د اقتصادی اړیکو متقابل ټینګښت دی.

د امریکا د اکسفورد په قاموس کي ګلوبالیزیشن د هغه کړنلاري څخه دفاع کوي چي د نړۍ په ارتباطاتو او بدلونونو کي پر خارجي سیاست او خارجي اقتصاد ولاړه وي.

زه ګلوبالیزیشن داسي تعریفوم:

ګلوبالیزیشن په نړۍ کي د ټولنو د بقا او خوشبختۍ لپاره طبعي ضرورت او د تکامل خصوصیت دی .

پدې معنا چي: ګلوبالیزیشن نړیوال جریان دی چي په طبیعي ډول او د هر نوع ځانګړي ارادې نه پرته په آزاد ډول خپله لار طی کوي. دغه جریان هیڅ ډول مانع او دیوالونه نه مني او په پوره سرکښي سره خپل واټن وهي، پدغه جریان کي ټول هغه څه نړیوال کیږي کوم چي بشري ټولني ضرورت ورته لري او د خپلو سهولتو، ساتني او پرمختګ لپاره ګټه ځني اخلي، دغه جریان په ځانګړو ټولنیزو فورمونو او د تکامل په بیلو پړاونو کي د تکنالوجي، اقتصاد، سیاست او ښکارهنګ (فرهنګ) په شان پدیدې د نړۍ و ګوټ ګوټ ته رسوي او د بیلو ملتو په منځ کي ئې د ضرورت او علاقې پر بنسټ د تخم په شان پاشي.

یعني ګلوبالزیشن د هغه نوښتونو پیوند دی چي د نړیوالي همږغۍ پر بنسټ د بیلو ټولنو په ښکارهنګ او اقتصاد کي د تجارت، تکنالوجۍ او نورو راکړه ورکړو د پرمختګ په پایله کي رامنځته کیږي چي (آزاد اقتصادي بازار) ئې زړه دی .

 ګلوبالیزم (نړیوال کول):

لکه مخکي چي د باریکي اشاره وسوه پر ګلوبالیزم باید مکث وسي چي څه شی او څنګه نړیوال سي؟

 یعني د نړیوال کیدو لپاره باید ځانګړی مفهوم یا شئ په نښه سي چي ښې او مثبتي پدیدې جهاني کړو او که خرابي او ورانونکي پدیدې و بشریت ته تحفه کړو؟

دا عملي ده چي د تکنالوجۍ استعمال، د بانکدارۍ سیستم، د مواد مخدر او تروریزم پر ضد مبارزه او د ماشومانو د حقوقو په شان مسائل نړیوال کړو مګر هر څه باید جهاني نسي.

د بیلګي په ډول موږ نباید یو ځانګړی دین، ښکارهنګ یا ځانګړی اقتصادي فورم پر نړۍ باندي حاکم کړو حتی موږ نسو کولای چي د دیموکراسي یو ځانګړی فورم په ټوله نړۍ کي رواج کړو. یعني بیله ځانګړو پدیدو او مفاهیمو څخه د ګلوبالیزم په هکله عام او کلي اظهارات ستره اشتباه او غیر عملي ایدیا ده .

موږ او تاسو وینو چي نن ورځ په یویشتمه پیړۍ کي یو شمیر زوروري نړیوالي کړۍ د خپلو ګټو په خاطر د ګلوبالیزم په نامه کوښښ کوي چي یو ځانګړی اقتصادي، سیاسي، ښکارهنګي یا دیني فورم په زور سره پر نړۍ باندي حاکم کړي او دغه هدف ته د رسیدو لپاره غواړي چي د ښکیلاک، جنګ، تروریزم او مواد مخدر په شان پدیدې چي په ریښه کي باید د منځه یوړل سي جهاني کړي، چي دا کار نه عملي دی او نه باید نړیوال کیدو ته پریښودل سي.

اما برعکس صلحه چي د بشریت لومړی او مهم ضرورت دی، د ټولني شکل او مضمون دی ولي هیڅ یو نړیوال سازمان یا د نړۍ غټ قدرتونه ئې نه د تآمین په هکله صادقانه عمل کوي او نه ئې د جهاني کیدو کوښښ کوي. زما په اند که دغه ځان غوښتنه او ځای غوښتنه دوام وکړي، د صلحي پر ځای د جنګ نړیوال کیدل پراختیا ومومي او ناتوانه اولسونه د نیابتي جنګ د سونګ مواد وي بیله شکه به ددغه واړه او نیابتي جنګو بڅرکي د جنګ جوړونکو پراخو لمنو ته هم ورسیږي او بالاخره به جنګ ګرم او جهاني سي چي د هیچا په ګټه ندی.

معنا داچي نننی ګلوبالیزم د ګډي نړۍ د ښکاره کولو په پلمه یو ناکامه او مستبد تمایل دی چي د ټولنو مهم رول د خپلو ملي ارزښتونو د ساتلو او د هغوی څخه د ګټي اخیستل ردوي. یعني ګلوبالیزم د انترناسیونالیزم په شان یوه غیر عملي ایدیالوژي ده چي د ملي واکمنۍ او ناسیونالیزم په مقابل کي پر خلاصو سرحداتو، مداخله، آزاد تجارت او خارجي کومکو باندي بنا ده .

ګلوبالیزم د غټو قدرتو لخوا پر نړۍ باندي د کنترول لپاره ډیره ساده او آسانه وسیله ده نسبت و هغه ته چي په یوه متمرکز حکومت کي د فشار یا کودتاوؤ پذریعه خپل دستور او حضور پر خلګو تحمیل کړي، ځکه نو نیؤلبرالیزم د ګلوبالیزم څخه کلک ملاتړ کوي څو وکړای سي چي ورو ورو د نړۍ په مرکزي قوت او د میدان په اتل باندي واوړي.

زه ګلوبالیزم داسي تعریفوم:

ګلوبالیزم په ګډو او سالمو نړیوالو مناسباتو کي اوسیدل او د ملي ګټو پربنسټ و نړیوالو اړیکو او ارزښتونو ته احترام دی .

نړیوال سالم مناسبات داچي په ګلوبالیزم کي یو د بل حقوقو، ملي ګټو، ملي نوامیسو او حریم ته احترام باید اساسي شرط وي.

نړیوال اړیکي او ارزښتونه پدې معنا چي په نړیواله کچه د خطرناکه پدیدو د محارولو او د نیکو انساني ارزښتونو د شریکولو لپاره د دولتونو تر منځ ګډه او بې غرضه همکاري اړینه ده چي پر سالم تجارت او راکړه ورکړه بنآ وي نه د ښکیلاک پر بنسټ.

 که داسي نه وي بیا نو ګلوبالیزم ندی بلکه غیر مستقیم استعمار دی چي پخپل ذات کي د ملي او قومي تمایلاتو د غښتلوالي او د بین المللي دوستانه اړیکو د خرابوالي سبب کیږي.

د ملي او قومي تمایلاتو غښتلوالی او پراخیدل نه یوازي ټولنه او نړۍ ویشي، د اصولو او قوانینو پر ځای اشخاص او سنت حاکمیت اخلي بلکه په نړیواله کچه هم سرحدونه مظبوط او اوسپنیز کیږي چي د اروپایي اتحادیې څخه د انګلستان وتل، د ناتو او شانګهای د تړونونو موجودیت، پر روسیه باندي تحریمونه او په سرحداتو کي ئې د ناتو د عسکرو ځای پر ځای کیدل، په منځني ختیځ او منځنۍ آسیا کي کړکیچن او غیر انساني حالت ئې ښه بیلګه ده، دغه حالت پخپل ذات کي ګلوبالیزم نفي کوي او ګناه ئې د نا اهلو ګلوبالستانو په غاړه ده. 

 بل مهم ټکی دادی چي ګلوبالیزیشن په ۱۷ یا ۱۸ مه پیړۍ کي نه بلکه زما په اند په دیارلسمه پیړۍ کي د رنسانس (نوښت) په غېږ کي را پیدا سویدی.

 پدې معنا: کله چي په ۱۳مه میلادي پیړۍ کي د (ترجمې غورځنګ) پیل سو نو یوناني مقالې په عربي ژبه ترجمه سوې او عربي کتابونه په تیره بیا طبي کتابونه لکه: دائرتآلمعارف بزرګ طب، طب آلملکي، کتاب آلحاوي او د ابن سینا بلخي کتاب (قانون په طب کي) په عبري او لاتیني ژبو ترجمه سول، ددغه غورځنګ تعامل ندا چي د رنسانس بنسټ کښیښود بلکه د ګلوبالیزم لومړی سلول ئې هم په حرکت راوړ.

 د رنسانس په وروستۍ پیړۍ کي د الوتونکي ماشین طرحه رامنځته سول او معکوس خط ولیکل سو چي په هینداره کي به لوستل کیدی. د رنسانس د بشپړیدو وروسته صنعتي انقلاب پیل سو او بالاخره د ګلوبالیزیشن اقتصادي او تجارتي چهره را ښکاره سوه .

 

 

 

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي

 نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)