جمعه، ۱۸ نوامبر ۲۰۱۶

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در دیدگاه ها به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

انجینر داؤد اڅک

 

۲۷-۱۰-۲۰۱۶

 

ایدیالوژي او په هکله یی بیل تعبیرونه

 

د تاریخ په بیلو پړاوو کي په علمي او سیاسي بانډارو کي بیلو فیلسوفانو او د نظر خاوندانو د ایدیالوژي په هکله بیل بیل نظریات وړاندي کړي او په جلا جلا ډول ئې تعریف کړی ده. د ایدیالوژي په هکله د فیلسوفانو او د نظر د خاوندانو یوه ډله پدې باور ده یا پدې باور وه چي ایډیالوژي انسان تیر باسي، محاصره کوي ئې او نه پریږدي چي د نړیوال ورځني نوښت سره پر مخ ولاړ سي او د نوو شرایطو سره د نوي فکر خاوند و اوسي.

د نظر د خاوندانو او فیلسوفانو دغه ډله ټینګار کوي چي ایدیالوژي ټولنه پر غلطه لاره بیایي ځکه نو انسان باید د یوه روڼ اندي (روشنفکره) په توګه د هر ډول غالب څخه د باندي بیله ځانګړي ایډیالوژي څخه د ژوند د ټولو پرمختګونو، بدلونونو، او نوښتونو سره آزاد او په ځانګړي ډول عملي راکړه ورکړه وکړي، یعني ټولنیز او طبعي مسایل باید بیله کوم قید او لېوالتیا څخه په بې پرې ډول و څیړي او قضاوت پر وکړي. ځکه چي د دغه ډلي په اند ایدیالوژي ځانګړې دایره، ځانګړي اصول او تعیین سوي سرحدات لري چي انسان نه پریږدي د دغه چاپیریال څخه د باندي په آزاد ډول فکر، عمل او قضاوت وکړي.

مخکي ددې چي د ایدیالوژي په هکله خپل نظر ستاسو درنو لوستونکو سره شریک کړم بې ځایه به نوي چي لومړی پر ایدیالوژي باندي یو مکث وکړم.

ایده ιδέα یوناني کلمه ده چي د شکل، ظاهر او نمونې په معنا ده. ایدیالوژي په لغوي لحاظ د فکر د شکل، یا د فکر د طرز او تظاهر په مفهوم ده، خو په اصطلاح کي بیل بیل تعریف سوی ده چي زه ئې څو تعریفه په لنډ ډول درته وړاندي کوم.

ارسطو وایي: (ایدیالوژي پر حقیقت باندي انحصار دی).

 

مارکس او انګلس پدې باور وه چي: (ایدیالوژي د فکر انحرافي، دراوغجنه او غیر واقعي نوع ده. یا په بل عبارت ایدیالوژي هغه کاذبه او غیر واقعي آګاهي ده چي انسان د هغه پر بنسټ عمل کوي خو خپله نه پوهیږي چي دغه اګاهي غلطه ده. یعني انسانان فکر کوي چي په هر څه پوه دي خو دغه پوهي واقعي نده بلکه د سرمایدارانو لخوا دوی ته تزریق سوی ده).

هیګل هم ناآګاهي یا بې خبري لومړی ځل (د ځان څخه پردیتوب) یا از خود بیگانگی Alienation تر عنوان لاندی تشریح کړیده او وایي چي د ځان څخه پردی کیدل یعني د واقیعت او حقیقت څخه پردیتوب دی .

ذهن پلوه فیلسوف هګل زیاتوي: هره تاریخی مرحله چي ددغه حقیقت بیله ذهن څخه بل شی وجود نلري بې خبره اوسي هغه د ځان څخه د پردیتوب یا بیګانګي په حالت کي کرار لري. خو د الینشن اصطلاح بیا وروسته مارکس د کارګرانو د پاره پکار وړیده چي د خپلو تولیداتو څخه بې خبره او بیګانه دي.

 د ایدیالوژي یو تعریف دادی چي: ایدیالوژي ټول ترتیب سوي احکام په یوه ځانګړي او نه بدلیدونکي چوکاټ کي پرمخ وړي.

بل تعریف دا چي: ایدیالوژي مکمل ناآګاهانه نه بلکه لږ و ډیر آګاهانه فکري نظام دی.

ځني علما بیا وایي چي: ایدیالوژي د نظریاتو، باورونو او عقایدو ټولګه ده.

خو په ځینو علمي محفلونو کي بیا د تاکتیک او ستراتیژي مجموعه ایدیالوژي بلل سوی ده.

مګر نن ورځ نوی تعریف دا چي: ایدیالوژي یوه ذهني طرحه ده چي انسان ئې د یوې مسئلې د حل د پاره کاروي.

زه پدې هکله د هغه تعریفونو سره همږغی یم چي ایدیالوژي د باورونو، عقایدو او اندونو ټولګه او ذهني طرحه بولي. او د موضوع په هکله تر ټولو لومړی د متفکر او سیلاني انسان تر منځ توپیر ته قائله یم.

- سیلانی شخص هغه څوک دی چي د ټولنې د بدلون او پرمختګ په هکله فکري نوښتونه، تولیدات، ځانګړی لید لوری او فعالیت نلري فقط او فقط ئې د ژوند کولو، ټولنیزو او طبعي نعمتونو څخه د خوند په اخیستلو اکتفا کړې وي چي دغه شخص معلوم داره د ځانګړي ذهني طرحي او ځانګړي طرز تفکر یعني ایدیالوژي څخه لیري دی.

- هغه انسان چي د خپلي ټولنې او بشریت د پرمختګ، سوکالۍ او روښانتیا لپاره د خپلو امکاناتو او وسایلو په کچه کار او مبارزه کوي طبعي ده چي هغه شخص ټولنه او نړۍ په بدلون او حرکت کي ویني او د خپلي مبارزې لپاره پخپل ذهن کي د ټولنیزو او نړیوالو پدیدو د پیژند، جوړښت او بدلون په هکله طرحه، اصول او میکانیزم لري. چي زما په اند د انسان دغه فکري نظام چي د ټولنې، نړۍ او د خپلي کړنلارې په هکله ئې لري د انسان ایدیالوژي ده. خو بیله شکه چي ایدیالوژي به هم د نورو مفاهیمو په شان په نسبي ډول بډایه وي یا غریبه، پراخه وي یا محدوده.

بډایه او پراخه ایدیالوژي هغه ایدیالوژي ده چي شاوخوا ئې د اوسپنې دیوالونه نه وي راګرځیدلي، علمي نوؤ کشفیاتو او بدلونونو ته ئې تل غیږه خلاصه وي او د ورځني پرمختګ سره ځان سینګاروي.

غریبه او محدوده ایدیالوژي هغه ایدیالوژي ده چي ټولي دروازې ئې په ځان پسي تړلي وي او په هیڅ صورت او هیڅ حالت کي نوښت او تغییر ته غاړه نه ایږدي (چرګ ئې یوه پښه لري).

ایدیالوژي کیدای سي فردي وي یا ډله یزه، د یو شخص خپل تولید وي یا دا چي یو شخص د بل ایدیالوژي د ځان کړيوي خو پدې شرط چي نوموړی شخص باید عقلاني رضایت ولري.

عقلاني رضایت پدې معنا: مخکې د دې چي یو شخص یوه ایدیالوژي ومني لومړی باید هغه ایدیالوژي د ورځنیو شرایطو او علمي معیارونو سره په څنګ کي په خپل منطق او استدلال باندي و سپڼي او تر نقد لاندي ئې ونیسي، یعنې ښه او بد اړخونه ئې پر تله کړي او بیا ئې په شعوري ډول تر هغه وخته قبوله کړي تر څو چي د ټولنې غوښتنو ته جواب او د تکامل د پړاونو سره رفتار وکړای سي. هر وخت چي یوه ایدیالوژي د وخت غوښتنو ته جواب ورنکړای سي او عملي بڼه ونلري معنا دا چي هغه ایدیالوژي زړه سوی ده او خپل ځای باید د ډیالیکتیکي قانون پر اساس و نوي ایډیالوژي ته پریږدي.

یعنې یو شخص نباید د بل ایدیالوژي په سنتی ډول داسي پر ځان وتپي چي نه په نوؤ شرایطو کي د هغې ایدیالوژۍ څخه دفاع کولای سي او نه هم هغه ایدیالوژي د ټولنې او جهان د عینیتو سره موازي حرکت کولای سي. پدغه صورت کي ایدیالوژي انسان نه محاصره کوي بلکه انسان خپله د ایدیالوژۍ په زندان ننوزي.

 زما په اند مډرن انسان باید خپل ځان زنداني نکړي او نه هم خپله ایدیالوژي پر نورو ټولنو او ملتونو تحمیل کړي بلکه اوسنی انسان یا اوسني تئوریسنان باید ایدیالوژي د نوو شرایطو سره، د بشر د حقوقو پر بنسټ عیار کړي نه دا چي د منځنيو پیړیو په شان ایدیالوژي د خپلو سیاسي ګټو او ښکېلاک پر بنیاد پرداس کړي.

لکه ارسطویي ایدیالوژي چي هم د دیموکراسۍ منتقده وه او هم ئې فیزیکي فلسفه زړه سوي وه. هغه دا چي ارسطو باور درلود چي د ډیر وزن اجسام د لوړي څخه و مځکي ته ژر سقوط کوي نظر د لږ وزن و اجسامو ته، همدغه ایدیالوژۍ ټینګار کاوه چي مځکه ولاړه ده لمر او نور کهکشان ئې پر شا او خوا راڅرخي.

 خو کله چي ګالیله په ۱۷ پیړۍ کي د پيزا د برج په تجربه او د خپل تلسکوپ او پولنډي کوپرنیک د ایدیالوژۍ په تائید سره دا دواړي دعواوي غلطي ثابتي کړې نو د ایتالیا محکمې ځکه ګالیله په اعدام تهدید کړ چي د ارسطو ایدیالوژي د مسیحیانو دمقدس کتاب سره همږغې وه او د ګالیله نوې ایدیالوژي ئې د خپل آئین مخالفه بلل، څو په پای کي ګالیله مجبور سو چي توبه و کاږي او خپلي نوي تجربې جعلي او باطلي اعلان کړي.

که چیري ایدیالوژۍ بشري بنسټ ولري بیله شکه به انسانان په ګډ جهان کي د محبت او صمیمیت په فضا کي ګډ ژوند ولري، که نه نو د نن په شان به نړۍ په جنګ اخته وي او انسانیت به تر پښو لاندي وي.

بل دا هم حتمي نده چي د ایډیالوژي خاوند دي په یوه سیاسي بنسټ کي تنظیم وي او یا دي د یوه دین پیروه وي لکه نن ورځ چي فکر کېږي. په تاریخ کي ډیر داسي عالمان او فیلسوفان سته چي نه ئې په کوم دین پوري اړه درلوده او نه هم په کوم سیاسي اورګان کي شامل وه.

 

د بېلګي په ډول د میلاد نه مخکې د یونان د بتانو او افسانوي خدایانو په وخت کي ګوندونو وجود ندرلود مګر هیروکلیت، سقراط، دیموکریت او د دوی په شان نور فیلسوفان نه دا چي په کوم سیاسي ګوند کي نه وه بلکه د یونان پر خدایانو ئې هم ایمان نه درلود .

همداسي په ۱۹ پېړۍ کي کارل مارکس او فریدریچ انګلز هم نه په کوم ګوند کي وه او نه د کوم دین یا مذهب پیروه وه. ولي موږ هیڅکله دا حکم نسو کولای چي نوموړو فیلسوفانو ایدیالوجي نه درلوده، بر عکس د نوموړو فیلسوفانو فلسفه د دوی ایدیالوژي ده چي په نیغه ئې د نن پر مډرنه فلسفه او ایدیالوژیو باندي خپل اثرات ایښي او پلویان ئې درلودلي دي.

زه ایدیالوژي داسي در پیژنم:

(ایدیالوژی د ټولنې او نړۍ په هکله د انسان نسبي پوهه او د عمل تاکتیک دی). معنا دا چي انسان د ټولنې او نړۍ په هکله څومره پوه دی او پر کوم سبک عمل کوي، زه پدې هکله د لوړو ځینو تعریفونو سره په درو ټکو کي هم نظره نه یم.

۱- زه باور لرم چي ایدیالوژي غیر شعوري او تحمیلي پدیده نده بلکه ایدیالوژي د فکر ځانګړی ډول او آګاهانه ذهني طرحه ده چي د نړۍ او ټولني د پیژندلو، غوښتنو او د ټولنې د شکل او مضمون د بدلون دپاره پکاریږي چي سیاست ئې مرکزي کرکټر دی. ایدیالوژي د انسان سیاسي عمل او ټولنیز حرکت ته مسیر ورکوي او هر انساني یا ټولنیز عمل چي د ایدیالوژۍ پر بنسټ نه وي هدایت سوی د هغه عمل وړاندوینه موږ نسو کولای.

چي آیا زموږ عمل به ښه پایله ولري او که خرابه؟

 ۲- د حقیقت مفهوم چي هیګل او نورو فیلسوفانو ټینګار پر کړیدی یا اوس بانډارونه پر کیږي پخپل ذات کي یو نسبي مفهوم دی او د ټولو انسانانو په باور یو ډول ندی .

(هر هغه څه چي یو شخص ته قناعت ورکړي هغه شخص ته حقیقت دی). ځکه نو ایدیالوژۍ هم فرق کوي او هیڅ داسي ایدیالوژي شتون نسي لرلای چي پر ټولو انسانانو دي حاکمیت وکړي.

۳- زه پدي اند یم چي د یوې پدیدې، مفهوم او د یوې پیښي په هکله د انسان درک، احساس او باور دده په شناخت پوري اړه لري او د شناخت یا پیژند معیار پوهه ده چي اندازه ئې په هر انسان کي توپیر کوي. پیژند پدې معنا چي انسان د علم، تجربې او هنر د بحرونو څخه په کومه پیمانه ګټه اخیستې ده.

آیا د کرستال جام ئې ځني ډک کړیدی او کې ډک کلاسیک ژی پر اوږو اړولی دی؟

د افغانانو په سیاسي بانډارو کي دغه جمله ډیر رواج لري چي (فلانی شخص ایدیالوژیک عمل کوي). بلي هر متفکر انسان ایدیالوژیک عمل کوي، خو ځني ایدیالوژۍ د نوښت سره بدلیږي او ځني ئې پر زاړه حال پاته وي چي دغه زړه ایدیالوژي مثال سي.

پدې هکله بله مهمه خبره دا چي ایدیالوژي د مفاهیمو او پدیدو فکري جوړښت او نظام دی، بنآ هر څه د تفکر او حدث تر حده پوري دي او هر هغه څه چي تجربه سي هغه نور د علم ملکیت دی او د ایدیالوژي سره خپله اړیکه پرې کوي. یعني انسان چي د ژوند په هره ساحه کي د شک څخه و یقین ته ورسېږي د ایدیالوژي دنده ختمیږي او انسان نور د هغه په باره فکر نکوي بلکه د هغه د نوښت، ښایست او ساتلو په هکله نوی فکر کوي چي دغه مرحله پخپل ذات کي جلا او نوې ایدیالوژي ده.

 

 

 

 

(اصالت در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي

 نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)