د جـانبـــاز شـــــــرافت لیکنه

 

. . . که د شاعر زوی، د عمومي محکمې ډېر شایق وي، نو اول دي خپل پلار ور وړاندي کړي. ولي خپل پلار د مړیني څخه د ژغورني په خاطر، تر هندوستان او جرمني ځغلوي او بیا د نورو لپاره محکمه غواړي، همدا دده پلار نه ویل، چي . . .

 

توره فاشسیسټي ښه ده، که سره کمونسټي ښه ده؟

نظام پانګوالي، که طریقه سوسیالیسټي ښه ده؟

د دغه شعر د «شاعر» زوی*، پرون په خپله لیکنه کي امیر نیک آئین، احسان طبري، افاناسیف او د دوی د آثارو لوستونکي ریشخند کړي دي او لیکلي يې دي چي دا لیکني اوس هم [ځلمیانو ته سیاسي بازار او قناعت] لري او ډېر خلګ تر اوسه شخوند باندي وهي. دده د لیکني څخه تاسي داسي نتیجه اخیستلای سئ چي ګواکي د افاناسیف، احسان طبري او امیر نیک آئین آثار، د سیاسي اړخه ډېر زاړه او ناکارآمده دي او هغه څوک چي تراوسه دا آثار لولي، ځلمیان [فکري - سیاسي نا بالغه] دي. په دې مانا چي د شاعر زوی پخوا افاناسیف، احسان طبري او امیر نیک آئین لوستي ول او وروسته له هغه چي د نجیب حکومت سقوط سو؛ بیا یې نو د سیاست نوي تیوریاني او د لویدیځ د سیاستپوهانو پنډ – پنډ، ډبل – ډبل او پړسېدلي کتابونه ولوستل. هلته یې د نوي زمانې(؟) د لیبرال معیار سره ځان برابر کړی. د شاعر زوی چي اوس د خپلي سیاسي پوهي په تر ټولو لوړه درجه کي دئ او د سیاست د نوي تیوریانو سره بیخي ټینګ آشنا دئ او زړې يي لیري کړي دي؛ پس له ډېر تحقیق او څېړني څخه، د سیاست نوي تیوریانو - دې پایلي ته ورسوئ چي باید د اشرف غني د دولت ساز ټیم او ټامیانو او اشرارو د ګډ حکومت سره چي د افغانستان په تاریخ کي تر ټولو شرمېدلی، بې ولسه، بې اتوریتې او منفور او مزدور حکومت دئ، یو ځای او د هغو په مدافع بدل سي!!! وګورئ، دغه ده هغه پایله چي [نوي تیوریانو والا] او د طبري، نیک آئین او افاناسیف د آثارو مستهلکین ورته رسېدلي دي!

نو د شاعر زو، د طبري، نیک آئین او افاناسیف آثار چي تاته تر وخت تېر مالومېږي، د خلګو د سیاسي شعور، سیاسي روزني او علمي نړۍ لید لپاره ستا د پلار شاعري کافي ده؟ د اشرف غني ګفتمانونه، لکچرونه، شعارونه، چیغي او نارې بسنه ورته کوي؟ که ته د لویدیځ څخه د سیاستپوهني اړوند پنډ – پنډ کتابونه چي محتوا یې د سیاست څخه د لیبرالي تېښتي پرته بل څه نه دي، تجویزوې؟

چي ستا غني بابا، د خپلو امریکايي پوهنتونونو د استادانو، ماسټرانو او دوکتورانو سره یو ځای سي، د طبري او نیک آئین غوندي د علمي نړۍ لید د اصولو سره سم، دومره ساده، عام فهمه او اغیزه پرېښودونکي کتابونه نه سي لیکلای، ځکه هر توری یې په صداقت لیکل سوی او د هري جملې ماهیت یې آزادۍ، برابرۍ او انسانیت ته د ور بلني لپاره د ټولني او طبیعت شناخت او پېژندنه ده. هغه سیاسي شعور چي د دغو آثارو د سم فهم او هضم څخه ترلاسه کېدلای سي؛ په ټولنه کي تر ټولو زیات د کمي او کیفي بدلونونه را منځته کولای سي. ټول هغه مسایل چي هغه مهال د دوی درو په آثارو کي ذکر سوي دي؛ نن هم سته او حتی تر پخوا په بد او شدید حالت کي دي.

بل که د شاعر زوی، د عمومي محکمې ډېر شایق وي، نو اول دي خپل پلار ور وړاندي کړي. ولي خپل پلار د مړیني څخه د ژغورني په خاطر، تر هندوستان او جرمني ځغلوي او بیا د نورو لپاره محکمه غواړي، همدا دده پلار نه ویل، چي داود پدرنالته ووژنئ؟

د یادوني وړ ده چي موږ د افاناسیف او نیک آئین د آثارو په ځینو برخو باندي خپل انتقادونه هم لرو!

*  د «شاعر» زوی- غرزی لایق د سلیمان لایق زوی.

 

 

11-02-2020

 

 

 

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

 

 

www.esalat.org