مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در دیدگاه ها به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

انجینر داؤد اڅک

 

۱۷ ۱۰ - ۲۰۱۷

افغانستان او امریکا ستراتیژیک ملګري ندي

 

که موږ پر ستراتیژي باندي یو مکث وکړو وینو چي د ستراتیژي کلیمه د یوناني ستراتیګوس στρατηγός څخه اخیستل سوی ده. ستراتیګوس په لرغوني یونان په تیره بیا په اتن کي نظامي لارښود یا قوماندان ته ویل کيدل.

 کله چي د یونان حاکم او د اتن د دیموکراسۍ بنسټ ایښودونکي کلایستنس  Kleistenes په کال ۵۷۰ ۵۰۷ مخکي تر میلاد په اتن کي دیموکراتیک اصلاحات رامنځته کړل د هم هغه وخت څخه په اتن کي د پوځ مشرتابه ډله ایز سول. یعني هر کال به د اتن د نظامي ځواکونو د ښې لارښووني او ښې قوماندې په خاطر لس کسیزه ګډه رهبري ټاکل کیدل چي د هري نظامي قطعې څخه به یو ستراتیګوس یا قوماندان ټاکل کیدی، دغه لس کسیزه کمیټه بیا د (ارخون پلوم مارخوس) ἄρχοντες ἄρχων یعني د یوه انتصابي سر قوماندان لخوا رهبري کیدل، څو چي په کال ۴۸۷ مخکي تر میلاد د دغه سر قومانداني ټاکنه هم د پچي (کُره کشی) پر بنسټ سول او مهمه دا چي دغه مقام ته د کاندید ستراتیګوس لپاره نظامي لارښونه، نظامي مهارت او نظامي پوهه شرط و ګڼل سول چي نن ئې موږ ستراتیژي بولو.

ستراتیژي اوس هم په لغوي لحاظ د نظامي فن، تدبیر او برنامې په معنا ده ولي په اصطلاح کي بیل بیل تعریف سول او په بیلو علومو ګډه سول. د بیلګي په ډول مشهور امریکایي اقتصاد پوه (مایکل پورتر) چي د ستراتیژي د ټاکلو په پیغمبر هم مشهوره دی لومړي ځل ئې ستراتیژي په اقتصاد کي مطرح کړل، د ستراتیژي او اقتصاد تر منځ ئې اړیکي رامنځته کړې او پدې هکله ئې د رقابتي ستراتیژي (Competitive Strategy) په نامه کتاب ولیکۍ چي په نړۍ کي ډیر مشهور او په څو ځله په بیلو ژبو چاپ سوی دی.

مایکل پورتر په خپله مشهوره مقاله (What is Strategy) کي ستراتیژي داسي تعریفوي:

ستراتیژي یعني کوم کار چي نور خلک تر سره کوي هغه کار باید موږ په لږو سرچینو په ښه ډول تر سره کړو، او داسي کارونه وکړو چي نور خلګ ئې نه کوي.

میرمن (شارون اوسټر) چي د امریکا په ییل پوهنتون Yale University ) ( کي د ستراتیژي درس ورکوي وایي چي: ستراتیژي د تصمیم نیولو او انتخاب د جنس څخه ده.

ځکه نو نن ورځ یو عام تعریف د ستراتیژي څخه دادی چي:

ستراتیژي عمومي تصامیم دي چي یو حکومت یا مؤسسه خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره ځانګړي پروژې او سرچینې په ګوته کوي.

زه ستراتیژي داسي در پیژنم: ستراتیژي ملي هدف ته د رسیدو لپاره هغه کړنلاره ده چي پر علمي او هنري بنسټونو ولاړه وي.

هدف کیدای سي سیاسي وي، نظامي وي او یا هم اقتصادي. د هر هدف لپاره چي کړنلاره یا ستراتیژي جوړیږي د هغه هدف په نامه باید ونومول سي. د ساري په ډول نظامي ستراتیژي، اقتصادي ستراتیژي یا هم سیاسي ستراتیژي.

 ستراتیژي نه هدف دی نه تاکتیک. ستراتیژي یو تئوریک او رهبري سوی کړند، عمل یا جریان دی چي د ځانګړو اهدافو لپاره پلان کیږي او بیل تاکتیکونه لري. بیل تاکتیکونه دا چي د وخت، هدف او جغرافیې په بدلون سره باید تاکتیک هم بدلون و مومي که نه ستراتیژي به ناکامه وي.

ستراتیژي یا کړنلاره د سیاسي یا حکومتي ایدیالوژي سره نیغ په نیغ اړیکي لري یا په بل عبارت د سیاسي ایدیالوژي ممثله ده. که حکومتي ایدیالوژي تړلې او محدوده یا پراخه او بدلون منونکې وه یا هم ظالمه او ښکیلاک پلوه وه بیله شکه چي ستراتیژي به هم د ایدیالوژۍ په شان وي.

د ستراتیژي یوه او غښتلې ځانګړتیا داده چي باید ملي وي او په هر نامه چي وي فقط او فقط باید د خپل هیواد د ملي ګټو ساتلو، پراختیا او د هیواد د پرمختګ او سمسورتیا لپاره وي. که داسي نه وي نو ستراتیژي به هم نه وي.

اوس به راسو د افغانستان او امریکې ستراتیژیکي ملګرتیا ته چي آیا افغانستان او امریکا ریښتیا هم ستراتیژیک ملګري دي؟ آیا په امریکایي ستراتیژي کي د افغانستان ملي ګټي نغښتي دي که نه، که نغښتي دي کومي ګټي دي؟

نن ورځ ځواک مند هیوادونه ځواکمندي او پراخي ستراتیژۍ ټاکي چي متآسفانه د خپلو ستراتیژیو د پلي کولو لپاره د هیڅ ډول ظلم او ستم څخه ډډه نکوي او د کوچنيو کمزورو ملتونو پر تمدنونو، ښکارهنګونو (فرهنګونو)، امیدونو او جسدونو باندي پښه ایږدي او په پوره بې رحمي سره مخته ځي چي د امریکا د اولس مشر دونالد ترامپ اوسنۍ ناکامه ستراتیژي ئې ښه بیلګه ده.

د امریکا روانه ستراتیژي د افغانستان د ملي ګټو سره هیڅ ډول همږغي نلري. بلکه افغانستان د امریکا د ستراتیژي یوه برخه یا وسیله ده.

پدې معنا چي:

نن ورځ ډیر افغانان او نړیوال پدې اند دي چي د امریکا اوسنۍ ستراتیژي و منځنۍ آسیا ته د رسیدو لپاره ده خو امریکا دا نه مني او دعوا لري چي هدف ئې د تروریزم د منځه وړل دي. امریکا تروریزم هم په روښانه ډول نه تعریفوي چي ددوی په اند څوک تروریستان دي، د طالبانو په هکله ئې څوځله ویلي دي چي طالبان د امریکا ګټو ته خطر ندی. د ۲۰۰۶ کال د جولای پر څلرمه نیټه C.I.A هغه شعبه هم وتړل کوم چي د بن لادن او القاعدې په هکله ئې څیړني کولې.

 اوس که د امریکا د متحده ایالاتو مقصد په رشتیا سره القاعده او داعش وي بیا نو تر لمر روښانه ده چي د القاعده او داعش حتا د طالبانو مرکزونه په افغانستان کي شتون نلري او که امریکا په ټینګه سره د تروریزم پر ضد مبارزه کوي باید ژر تر ژره د افغانستان په شان د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا په موافقه په پاکستان کي د نوموړو تروریستي ډلو پر ضد خپل نظامي عملیات پیل کړي ځکه چي د القاعدي رهبر د پاکستان په یوه نظامي ګارنیزیون کي ووژل سو.

که څه هم ښاغلي ټرامپ په خپله نوې ستراتیژي کي پاکستان ته ګوت څنډنه وکړل چي نور د ترهګرو پوټنځي په پاکستان کي نه سي زغملای ولي تر اوسه ئې هیڅ کوم عملي اقدام ندی لیدل سوی.

پرهمدې بنسټ په اوسنۍ ستراتیژي کي د امریکا او افغانستان ملي ګټي په هیڅ ډول ملګرتوب نسي کولای او که دقیق او بې پرې تحلیل وسي یو بل سره نفي کوي، ځکه چي د افغانستان عزت، پرمختګ او ملي ګټي د افغانستان په صلحه، ثبات او امنیت کي نغښتي دي چي متاسفانه امریکا د افغانستان صلحي او ثبات ته هیڅ ډول علاقه، ږمنتیا او مسؤلیت نه ښیي او لیدل کیږي چي د تروریزم سره هم قاطع چلند نلري.

موږ او تاسي شاهدان یو چي د جنګ لمنه ورځ په ورځ پراخیږي او د ا فغانستان ملي، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي بنسټونه یو په بل پسي د ورانیدو په حال کي دي. لحاظا په اوسنۍ ستراتیژي یعني د جنګ په دوام کي نه دا چي د افغانستان هیڅ ډول ګټه نسته بلکه زه په پوره باور سره ویلای سم چي امریکا به هم په هیڅ توګه د روانو شخړو څخه ګټه وانخلي ځکه چي روسیه، چین او ایران په سیمه کي ویښ او د امریکا حرکات او پلانونه په دقت سره څاري.

پایله دا چي د امریکا اوسنۍ ستراتیژي که بدلون ونکړي بیله دې چي جنګ ځپلی افغانستان د سوریې په شان د زبرځواکونو د رقابت میدان وګرځي بله هیڅ کومه ګټه به ونلري. ددې خبري پخلی امریکایي پخواني اولس مشر ښاغلي بارک اوباما څو ځله کړیدی او دا خبره ئې په ډانګ پې یلې کړیده چي موږ د خپلو ملي ګټو د ساتلو او د امریکا دامنیت په خاطر افغانستان ته تللي یو نه د افغانستان د ملي ګټو په خاطر.

اوس د افغانستان د ټولو دولتي، سیاسي، ملي او ښکارهنګي (فرهنګي) ځواکونو او شخصیتونو ملي او اخلاقي دنده ده چي د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ خپل منځي اختلافات شاته پریږدي او ژر تر ژره په جرئت باندي د امریکا او ناتو سره روانه ستونزه مطرح او په افغانستان کي د عادلانه او تل پاتي صلحي د ټینګښت لپاره په جدیت سره لاس په کار سي.

د صلحي د ټینګښت لپاره باید دافغانستان د ټولو سیمو څخه ریښتني قومي، سیاسي، ښکارهنګي، نظامي مشران او استازي په یوه لویه جرګه کي راوبلل سي او په ګډه سره د عادلانه صلحي لپاره یو ګډ عملي او ملي میکانیزم را منځته کړي.

که چیري د افغانستان ټول سیاسي، ښکارهنګي، او ملي شخصیتونه د عادلانه صلحي د ټینګښت لپاره د خپلو امکاناتو او وسایلو په کچه لاس پکار نه سو معنا دا چي موږ اوسنی روان تراژیدي حالت پر مظلوم او جنګ ځپلي افغان اولس باندي روا بولو.

 

 

 

 

 

 

(اصالت در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي

 نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)