د ارواح ښاد محمود بريالي د تلين د لمړي كليزي په مناسبت

ر  امینیاز ایالت منی سوتای امریکا

 

 

 

 

ارواح ښاد محمود بريالي تير كال زموږ څخه جلا او د ابد لپاره ئي خپلي هيلي زموږ دلاري سرمشق وگرزولي !

ستر سياسي او ټولنيز شخصيت او نوميالي ژورناليست ملگري محمود بريالي چه خپل گران عمرئي اضافه له ۴۰ كلونونه په مبارزي او په هيواد كي د حق او عدالت دپاره اوچت بيرغ پلاس كي او له هغه ستر كاروان سره روان او چه زموږ هيواد په تاريخ كي ددير لږ كسانو دا ارمان ته تن ايښود ولي ملګري محمود بريالي د زيار ايستونكو د لاري كامياب لاروي وٌ . او په خپلو درنو قدمونو ئي د استبداد ماڼي لړزولي.

محمود بريالي د خپل ژوند په دوران كي په هيواد او د هيواد نه بهر او د مهاجرت په كلونو كي د افغانستان د زيار ايستونكو د خلاصون او د روښنائي د څراغ بله ډيوه پلاس او د هر وطن پال افغان سره د مشوري په درشل كي كوښښ كاوه چه په هيواد كي ملي، مترقي او آزاديخواه ځواكونه سره يو او د تياري او بد بختي نه د خلاصون لار شريكه پيدا او په هغه باندي حركت وكړي. تر څو چه وئي كولاي شول د هيواد د نجات لپاره پراخ عزم پراخه غيږ او د نظرياتو پراخ ملي مترقي غورځنگ طرح او وړانديز وكړي. او هغه ارواح ښاد عقيده درلوده چه د رواني غمناكي څخه د خلاصون راز د ملي دموكرتيكو او مترقي ځواكونه په يووالي ملي تفاهم پخلايني او بين الافغاني ديالوگ كي نغښتي وي هغه له قومي ژبنيو او سمتي او منطقوي تمايلاتو څخه نفرت درلود. او هغه چا چه ودي كارته لمن وهل هغوي ئي د افغانستان د گټو او ملي يووالي  دښمنان بلل.

گرانو دوستانو ! پداسي حال كي چه اوس په افغانستان كي د حق او عدالت پړي شكيدلي او د ستم او تجاوز په تورتم كي هيواد نغښتي او بريالي محمود چه د هغه درد او ماتم زموږ په زړونوكي  لمبي وهي زموږ څخه تللي  روح دي ښاد وي.

بايد ووايو چه د محمود بريالي ياد زموږ سره د تل لپاره پاته او يو ځل بيا دده درندي كورني او دوستانو ته د زړه له كومي ډاد او تسليت وړاندي كوو. او هيله لرو چه په افغانستان كي د ده آرمان او هيلي چه د هيواد د چپ دموكراتيك ملي او مترقي جنبش او تولو وطنپالو – زيار ايستونكو خلكو وحدت او هيواد ته نجات وركول و بسيا او ميسر شي او ټولو دوستانو ته د زړه صبر هيله لرو.

 

انجنير حفيظ الله  "حبيبي"   

 شهر مسكو