یکشنبه، ۹ اکتوبر ۲۰۱۱

د هیواد د خوږ ژبې او پیژندل شوې ویاندې
 آغلې سهیلا اصغري وردک (حسرت نظیمي) سره ادبي مرکه

 مرکه کوونکی: انجنیرعبدالقادرمسعود

 

د نړۍ په پرمختللوهیوادونو کې د ښځې تاریخي نقش، انساني ارزښت او مقام ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. په داسې ټولنو کې د یوې ښځې شخصیت د علم، لیاقت، استعداد، وړتیا، پاکي، صداقت، لوړو اخلاقو او اوصافو په وسیله دسیاسي، اجتماعي، ادبي اوفرهنګي پوهې پر اساس ارزیابي کیږي، تر څو ښځې وکولای شي، چې خپل ځای او مقام په ټولنه کې د نارینه وو سره یو ځای پیدا کړي. ښځه او نارینه د دغو علمي، اخلاقي او فرهنګي خصایلو او اوصافو په وسیله کولای شي، چې د ټولنې د ودې او پرمختګ په ټولنیزو چارو کې دخپلو حقوقو او آزادۍ د لاسته راوړنو لپاره یو ځای خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.

زموږ په افغاني ټولنه کې ښځه هغه ټولنیز ځواک دی، چې د تاریخ په اوږدو کې د نارینه وو ترڅنګ یې نه یوازی د خپلې بشري ټولنې د ودې او پرمختیا لپاره خپل اغیزمند ګامونه اوچت کړي دي، همداراز یې زموږ په ټولنه کې د یوې درنې اوقدرمنې مور په توګه دخپلې مهربانې، خواخوږې، پیرزوینې، پاک اوسپیڅلي احساساتوپه درلودلو سره دخپلو اولادونوپه روزنو او پالنوکې یې ستر رول لوبولی دی.

د تاریخ په اوږدو کې زموږ په هیواد کې قهرمانو ښځو د خپل ذاتي استعداد، لیاقت، پوهې، علم اوشجاعت په وسیله یې د ظلم، ستم، بی عدالتي اوتوتریخوالي پرضد اودخپلوحقوقود لاسته راوړنولپاره یې عادلانه او برحقه مبارزې ته ادامه ورکړې ده، او دټولنې په منځ کې یې خپل موقف اومقام په ډیر عالي کچه ساتلی دی.

له بده مرغه زموږ دهیوادپه وروسته پاتې ټولنه کې میرمنې د خپلو اساسي حقوقونه بی برخې دي، خو بیا هم زموږ دهیواد زیاترومیرمنو په اجتماعي، اقتصادي، سیاسي، علمي، ادبي او فرهنګي برخوکې په خپل توان، استعداد اولیاقت سره دخپلو خلکو او وطنوالو لپاره د ستاینې وړ خدمتونه ترسره کړي دي.

یوه له دغو فعالو بااستعدادو ادبي اوفرهنګي میرمنو څخه آغلې سهیلا اصغري ده. نوموړې زموږ دپښتو ادب هغه خوږ ژبې، تکړه اوبا احساسه ویانده ده، چې د خپل استعداد، لیاقت، ادبي او فرهنګي هلو ځلو په وسیله یې زموږ دپښتو ادب ښکلی او رنګین ساتلی دی. سهیلا اصغري نه یوازې دپښتو ادب یوه خوږ ژبې ویانده ده بلکې په دري ژبه هم نطاقي کوي. په هغه وخت کې، چې دې په رادیو تلویزون کې کار کاوه او په بیلابیلو برنامو کې یې نطاقي کوله، او د یو شمیروتلیواو نامتوشاعرانو شعرونه یې دکلمې کول، او اوس هم، چې په یو شمیر خپرونو کې نطاقي او دکلمې کوي، زموږ د هیوادوالو او اوریدونکو په زړونو او ذهنونو کې مینه، محبت، شور، هیجان او احساسات راپاروي. هغه علمي او ادبي مطالب، چې د دې په خوږه ژبه بیانیږي د قدر او ستاینې وړ دي، او د اوریدونکو په ذهني او رواني حالاتو کې یو معنوي کیفیت، تصور او خیال راپاروي.

د آغلې سهیلا اصغري د پوره پیژندګلوی لپاره ما د دې سره یوه ادبي مرکه جوړه کړې ده، هیله مند یم، چې زموږ درانه لوستونکي او د ادب مینه وال دا مرکه له پامه ونه غورځوي.

آغلې سهیلا اصغري زما سلامونه او نیکې هیلې ومنې، اجازه راکړی، چې خپلې پوښتنې پیل کړم.

پوښتنه: مهرباني وکړی د خپلو زده کړو او ادبي هڅو په هکله معلومات راکړی؟

ځواب: لومړنۍ زده کړې مې د پکتیا په غرونو، د ګردیز د نجونو په ښوونځي کې پیل کړې. بیا مې د خوست د نجونو په ښوونځي او د عایشې دراني په لیسه کې پر مخ بوتلې او د زرغونې په لیسه کې می پایته ورسولې. د ښوونځي د زده کړو سره جوخت مې ژورنالیستیک کار ته هم مخه کړه او بیا د ژورنالیزم پوهنځي هم زما په مسلکی کولو کې راته قباله لاسلیک کړه. زه لا هم په حیرانی کې یم، چې دا د خوښۍ کلونه څومره زر له لاسه ولاړل. زه لا په تیرو وختونو کې ساه باسم. له هغو دوستانو سره د خوښېو په ورځو کې یم، چې زړونه یې په زرګونو هیلو پسی وو، که څه هم امکانات ډیر لږ وو، خو یوه دنیا سپیڅلتوب وو او حرمت. د هغو کلونو په یاد لکه آمو اوښکې بهوم.

پوښتنه: ستاسونوم دیوې خوږ ژبې، تکړه اوبااستعداده ویاندې په لقب مزین دی. مهرباني وکړی راته ووایاست، له کومه وخته مو په نطاقې پیل وکړ، او کومې مینې او علاقې  تاسو دغې مسلک ته وهڅولې؟

ځواب: که په ساده ډول ووایم، مینه مې پیدا شوه، جرأت مې وکړ او مراجعه مې وکړه، په ویاندۍ کې مې نیمګړتیاوې اصلاح کړی. هماغه وو، چې ومنل شوم. کیسه داسې وه، چې مسؤلین په لومړنۍ آزموینه کې په دې قانع نه شول، چې وکولای شم ویاندویي وکړم. راته وویل شول، چې لهجه لرم. زه په کور کې په یوه لهجه غږیدم، دا، چی په ښوونځي کې مو هم د بیلابیلو لهجو ښوونکي لرل، نو ګډه وډه لهجه مې درلوده. هماغه وو، چې ځان مې ځانته آیینه کړ او هڅه می وکړه څو اوبه شم او روانه شم، غر شم او تیږه شم. په یاد مې دي، چې په ورځو ورځو مې اخبارونه په جګ آواز لوستل او په تیپ ریکاردر کې مې ثبتول او بیا مې اوریدل او د نورو ویاندویانو د لوستلو له بڼې سره مې پرتله کول، او د نیمګړتیاوو سمون ته مې ملا تړله. هماغه وو، چې په ځینو خپرونو کې مې د وړې برخې اخیستنې چانس وموند تر څو، چې څانګه ګل شوه او لږه موده وروسته مې د آواز د مجلې په یوه نظر غوښتنه کې د تکړه نطاقې لقب د ترلاسه کړ.

پوښتنه: کیدای شی وپوښتم، چې چا دې لاره ته وهڅولې او لومړنۍ چانس موپه کومه خپرونه کې تر لاسه کړ؟

ځواب: که رښتیا ووایم، لومړنۍ هڅوونکې په خپله وم. خو کله، چې مې په کار پیل وکړ نو لومړنۍ هڅوونکې مې پلار وو او بیا ټول دوستان او همکاران. په تیره بیا پخوانیو همکارانو هڅولم او خپله تجربه او پوهه یې له ما نه سپموله.

پوښتنه: هغه وخت، چې تاسو په نطاقې پیل وکړ، آیا تاسو ته په خپل چم او ګاونډ

کې دشرایطو امکانات موجود وه او که نه؟

ځواب: له راډیو او تلویزیون سره زما کار په داسې وخت کې پیل شو، چې تلویزیون او تلویزیونی خپرونو نوی افغانستان ته لاره موندلې وه. تلویزیون خلکو ته نوی وو او نطاقان غوره څیرې. ماحول لا له تلویزیون سره آشنا نه وو. ډیري کسانو ته په تلویزیون کې کار کول غوره نه بریښیدل. امکانات په بی تجربه ګۍ کې وو. په راډیو کې د همکارانو پوهه ډیره وه خو تلویزیون په افغانستان کې یوه لا نه پیژندل شوې پدیده وه. په دی لحاظ موږ، د هغه وخت د تلویزیون نطاقان، د بیدیا د بوټو په څیر شنه شوو، وده مو وکړه او وغوړیدو.

پوښتنه: ستاسو د هغه وخت کار د راډیو او تلویزیون له کومو خپرونو سره تړاو درلود؟ آیا خپرونې مو په خپله غوره کولې او که څنګه؟

ځواب: زما کار له تلویزیون څخه پیل شو. معمول داسې وو، چې لومړی باید یو نطاق په راډیو کې پوخوالي ته رسیدلی وای یا یې لږ تر لږه په میکروفون حاکمیت موندلی وای. زما کار په تلویزیون کې له کوچنیو انانسونو څخه پیل شو او د روزنې د ادارې لخوا به راته ویل کیدل، چې څه وخت د کومې خپرونې لپاره تیاری ونیسم. خو د نطاقانو د مدیر محترم، درانه «ګلشاه محرابي» په لارښوونه او ټينګتیو مې د راډيو په خپرونو کې هم برخه واخیسته او لومړنۍ خپرونې مې د «ستاسې خوښې کړې سندرې» وې، چې په ژوندۍ بڼه خپریدې. او وروسته مې بیا ځانګړې خپرونې درلودې لکه: «ذهنی مسابقه»، د «هنر بلې ډیوې»، د «ځوانانو خپرونه»، د «ترانه ها و سخن ها» خپرونه، د «ساعتی با شما» خپرونه، د «شومدم انګازې» د شپې او ورځې خبرونه او په خاصو مناسبتونو خپرونې لکه اخترونه او نوی کال او بیلابیلې نورې خپرونې.

پوښتنه: د لومړي ځل لپاره، چې تاسو نطاقي پیل کړه او خپل آواز مو له رادیواو

تلویزون په څپو کې واوریده، کوم احساس تاسو ته پیدا شو؟

ځواب: که رښتیا رانه وپوښتې نو باور می رانغی، چې زه به وم. له دې امله د پردیتوب احساس وو. زما ترډیره دی ته پام اوښتی وو، چې سم مې لوستی که نه. تر څو په دی پوهیدم نو خپرونه تیره وه.

پوښتنه: ستاسو په آند د لومړي ځل لپاره دکومې ښځینه ویاندې په غږ د رادیو افغانستان خپرونې ښایسته شوې؟ او دکوموویاندویانو نطاقي مو خوښیږي؟

ځواب: کله چې ما په راډیو او تلویزیون کې په کار پیل وکړ، ډیرې تکړه نطاقانې، چې مايي لیدو ته تلوسه درلوده، نور په راډيو کې نه وې. خوڅومره، چې زه معلومات لرم، «لطیفه کبیر سراج» زموږ تر ټولو پخوانۍ نطاقه ده. هغه وخت، چې زما د کار له پیل نه لا ډیره موده نه کیده، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ښځو خپرونې ته غوره میرمنې رابلل شوې وې. د هغو په ډله کې میرمن «لطیفه کبیر سراج» هم وه. ما او «شفیقې حبیبی»، (چی یوه تکړه نطاقه ده)، خپرونه پر مخ بیوله. او ما په ډیر ویاړ له میرمن «سراج» سره خبری او مرکې وکړې. دې راته د کار د پیل خاطرې یادې کړې، چې راته ډيرې په زړه پورې وې.

زموږ د هغه وخت ټول نطاقان په رښتیا، چې تکړه او د استعداد خاوندان وو. دوی لکه د خود رویه ګلانو په څیر د خپل استعداد په عطر اوریدونکو ته مشک او عنبر وړاندې کول. د هر نطاق کار، چې لږ او ډیر په هنر ښکلی شوی وي، زما خوښ دی. لکه: «سیف الرحمن سهی ابراهیم خیل»، «جان الکوزی» او نور. . . . . .

پوښتنه: نطاقي، چې د ښځو او نجونو لپاره یوه ښکلې او درنه دنده ده، تاسو د یوې ویاندې په توګه د ښځو او نجونو ونډه په نطاقې کې څرنګه ارزوې؟

ځواب: تاسو خپله ورته ځواب ووایه. نطاقی ښځه او نارینه نه لری د دواړو لپاره یو شان ده. یو غږ به په راډیو کې ډیر وچ وي او زړه تنګوونکی.

پوښتنه: ستاسو غږ، شعرونو ته لا ښکلا بښي، دیوې خوږ ژبې دیکلیماتورې په توګه مو دکومو شاعرانو شعرونه دکلمه کړي دي، او په دې کې خپل کمال په څه کې وینې؟ دا هم ووایاست، چې ولې په دې وروستیو کلونو کې ستاسو آواز د رادیو او تلویزون له څپو څخه نه اوریدل کیږي؟

ځواب: ما د مختلفو شاعرانو شعرونه دیکلمه کړي، خو زیات مې د خوشحال بابا، رحمان بابا،  غنی خان، امیر حمزه شینواري، وهاب سرتیر، عبدالباري جهانی، اسحق ننګیال او نورو شاعرانو شعرونه په مینه دیکلمه کړي دي. خو کمال زما نه، بلکې د دیکلماتورۍ، په دې کې دی، چې، شعر د شاعر په احساس دیکلمه شي او دا هغه وخت امکان لري، چې شعر او د شاعر احساس لومړی درک شي.

وروستی کلونه زما له کارونو ډک کلونه دي. په بیلابیلو راډیوګانو لکه: د آزادۍ راډیو او دویچې ویلې راډیو، په آلمان کې د آریانا نړیوال تلویزیون، له امریکې نه د آریانا افغانستان تلویزیون او په افغانی ټولنو کې بیلابیل پروګرامونه او په ملي تلویزیون کې په ځانګړو مناسبتونو خپرونې او انترنیتی پاڼې. یواځې د مهاجرت لومړي کلونه وو، چې د ماشومانو په روزنه اخته وم او لاس مې کار ته نه رسیده. که څه هم، چې په هغه وختونو کې مې هم په بیلابیلو افغاني کنسرتونو کې انانسري کړیده.

پوښتنه: دخپلو همکارانو په هکله څه فکر کوی، او په ځانګړي توګه د کومو ویاندویانو دکلمه غوره او په زړه پوری بولې؟

ځواب: د همکارانو په اړه مې نظر وړاندی کړ. زموږ وتلي دیکلماتوران هغه دي، چې شعر او د شاعر احساس درک کړي او په خپل فن، هنر او غږ ورته نوره ښکلا هم وبښي، او د شاعر احساس، په دې ډول اوریدونکي او د شعر خوښوونکي ته ورسوي. د دغو دیکلماتورانو شمیر ډیر دی، چې زه تری د ښاغلي ابراهیم خیل، جان الکوزي، تورپیکی سنګین، فریدې انوری، عبدالله شادان او ثریا صدیقی، نبیلې همایون، رشیدی آمو نومونه اخیستلی شم.

پوښتنه: ستاسو په نظر نطاقي ته کوم تعریف ټاکلی شو، د یوې خپرونې د چلوونکي او نطاق یا ویاند توپیر په څه کی دی؟ او دا هم ووایاست، چې په نطاقي کې له کومو سلیقو او مسلکي ځانګړنو څخه باید استفاده وشي؟

 ځواب: نطاقي د پیغام رسول دي. نطاقي، په عمومی تعریف، د استعداد، غږ، سواد، آفاقي معلوماتو او جرأت ټولګه ده. د دې ټولو څیزونو درلودل نطاق جوړوي. دا هم باید ووایم، چې د دې ټولو لرل یو خوا، خو د هغو موندل په خپل وجود کې له بلی خوا نطاق جوړوي. د استعداد صیقل او د پوهې وده کولای شي نطاق مقصد ته ورسوي.

نطاق هغه څوک دی، چې د یو مطلب او خبر د پاڼې له مخې اوریدونکي او لیدونکي ته لولي او د اړيکی د موندلو له لارې یې په لازمه بڼه ورته رسوي. چلوونکي یا مودراتور، اکثراً «شومن» دي، چې له کاغذ پرته د لیدونکي او اوریدونکي سره په تماس کې وي، او پیغام د مکالمې په ډول رسوي، چې دا خپله د یوه نطاق سلیقه او مسلکي ځانګړنه ده. یو ښوونکی هم یو مودراتور دی. دغه راز په بازارونو کې چې څوک متاع خرڅوي هم یو مودراتور دی او نور په یوه مسلکي کنفرانس کې هم مودراتور دی، چې کنفرانس چلوي. خو د ټلويزیوني او راډیویي مودراتور سلیقه تر ډیره هنري ده.

پوښتنه: ستاسو په نظر په نطاقي کې د مسلکي کورسونوتعقیبول دیو ویاند په توانمندي باندې څه اغیز لري؟

ځواب: په مسلکي کورسونو کې نطاق روزل کیږي، پخیږي په فنونو پوهیږي او د نطاقۍ تعریف په واقعي بڼه په ځان تطبیقولی شي. خودرویه ګل که ګل هم دی، په پالنه لا تازه کیږي. په مسلکي کورسونو کې د نطاق استعداد صیقل کیږي او ريښتينی ځلا یې زړونه روښانوي.

پوښتنه: یو ویاند یا نطاق باید کوموژورنالیستیکي اصولو او مقرراتو ته پاملرنه وکړي؟

ځواب: نطاق او یا ویاند باید هڅه وکړي، چې د پیغام له اخیستونکي سره اړیکی ټينګې کړي، او بی پلوه پاتی شي. پیغام په هغه ډول، چې دی، اخیستونکي ته ورسوي. په ژورنالیستیکو ژانرونو کې د خپل نظر شریکول، نه د نطاق او نه هم د ژورنالیست کار دی.

پوښتنه: په هیواد کې دننه او بهر یو شمیر رادیویي او تلویزوني خپرونې او پروګرامونه په ډیره ټیټه کچه خپریږي، او یو شمیر نطاقان او د پروګرامونو پر مخ وړونکي دمختلفو برنامو سره بوخت دي، چې د پوره سواد خاوندان نه دي، تاسو د یوې تکړې او با تجربې ویاندې په توګه دا نیمګړتیاوې څرنګه څیړې؟

ځواب: په ژورنالیزم کې یو شی له نورو مسلکونو توپير لري، هغه دا، چې که څوک وغواړي، په دې لاره کې له لوړو زده کړو پرته هم د ژورنالیستیک کار اجازه لري. خو دا په دې معنا نه ده، چې سړی دې له استعداد او پوهې پرته په دې لار ګام کیږدي. په نوي ژورنالیزم کې نطاق یوازی نطاق نه دی. پخوا به نطاق هغه څه لوستل، چې ورته ورکول کیدل او د هغه وخت نطاق زما له نظره تر ډیره یو هنرمند وو. د نن ورځې نطاق باید سل په سلو کې په ژورنالیستیکه پوهه سمبال وي. د نني ژورنالیزم نطاق، خپله موضوع جوړوي، لیکي یې، او اوریدونکي او یا لیدونکي ته یې وړاندې کوي. اکثراً یې تخنیکي چارې هم په خپله سر ته رسوي. په وروستیو کلونو کې د کمپيوتر او انترنیت له ودې سره د رسنیو کار آسانه شوی او د نړۍ په کچه امکانات زیات شویدي. له رسنیو سره مینه له پخوا څخه د خلکو په زړونو کې زیاته ده. په پیښو ځان خبرول او نورو ته د پيښو بیانول او دغه راز د کلتور او هنر سره مینه د انسان خاصه ده. په همدې لحاظ ډیر کسان په دې لاره کې په هڅو بوخت دي. زه، رسنۍ (راډیو، ټلویزیون، سینما، ورځپاڼې او مجلی او انترنیت) د ټولنې په پوهاوي کې د عمده وسلې په توګه شمیرم. نو له دې امله، کله، چې له مسلکي لحاظه نیمګړې خپرونې اورم او یا وینم او لولم، نوخواشینې کيږم. همدا رسنۍ دي، چې د خلکو د اذهانو په روښانولو او د نړۍ له نوښتونو څخه د دوی په خبرولو کې ستر رول لري. نو که دا کارپه مسلکي ډول تر سره نه شي، د ژورنالیزم اصلي دنده به هم نیمګړې پاتی شي.

پوښتنه: مهرباني وکړې د خپل ادبي اوفرهنګي ژوندخوږې او ترخې خاطرې راسره شریکې کړی؟

ځواب: زما د فرهنګي او ادبي ژوند خوږې خاطرې، زما پرمختګ دی، په دې لاره کې. په هر قدم کې د دوستانو تقدیر او هڅونې زما په کار مثبت اغیز کړی او هره شيبه زما د ژوند له دغو خاطرو څخه ډکه ده. ترخه خاطره مې هغه وه، چې د اوښکو د ستورو په بهولو مې وطن تیارې ته پریښود او په وس کې مې څه نه وو.

پوښتنه: تر هغه ځایه، چې زه خبر یم تاسو په دغو آخرو وختونو کې زموږ ګران هیواد ته سفر درلود، مهرباني وکړی دخپلوادبي اوفرهنګي مرستو اوفعالیتونو په هکله خپل نظر راسره شریک کړی؟

ځواب: بلی، زه تیر اوړی بیا په خپله مېنه کې وم. زه په خپلو خلکو نوره هم مینه شوم او د وطن خاوری، نوره مینه هم زما په روح او روان باندی وشیندله. ما له خپلو خلکو سره ولیدل، د رسنیو له استازو سره مې ولیدل، له ژورنالیستیکو کړیو سره مې ولیدل او له ځینو ټلویزیونونو څخه مې لیدنه وکړه، چې ور ویې بللم. ماله ملي راډیوټلویزیون څخه لیدنه وکړه او د دغی رسنۍ له نطاقانو سره مې ولیدل. په ملي راډیو ټلویزیون کې مې د نطاقانو لپاره یو ورکشاپ جوړ کړ او د مدرنې نطاقۍ او ویاندویۍ چارې مې په مسلکي ډول دوی ته وروښودی، چې د دوی لپاره ډیر په زړه پورې وو.

دغه راز مې له ځینو روغتونونو او کلینیکونو څخه هم لیدنه وکړه او یو تصویر مې واخیست، چې په راتلونکي کې څه ډول مرستی ورسره وشي.

پوښتنه: تر هغه ځایه، چې زه خبر یم ستاسو خاوند ډاکتر صاحب (سید احمد فرید حسرت نظیمی) په آلمان کې په طبي فعالیت بوخت دی او تاسو هم ورسره مرسته کوی، مهرباني وکړی په دې هکله یو څه مالومات راکړی؟

ځواب: زما د ژوند ملګری ډاکټر فرید د آلمان په هیواد کې د عمومي طب ډاکټر دی او خپل شخصي کلینیک لري، چې زه یې د منجمنت چارې پر مخ بیایم. دی په دې کلینیک کې، چې اکثر مراجعین یی آلمانان دي، د عمومي امراضو د ناروغانو درملنه کوي. دغه راز د چینایي طبابت یا ستنی وهلو څخه هم د ناروغانو په درملنه کې کار اخلي. ده په آلمان کې د عمومي طبابت تخصص تر لاسه کړی، په څنګ کې یې د ستنی وهلو، رواني ناروغیو، عاجلو پیښو او طبیعی طبابت په کوالیفیکشن هم ځان سمبال کړی دی. موږ د هغې مینې له مخې، چې له خپلو افغانو وطنوالو سره یې لرو، تر ډیره هڅه کوو، چې د دوی په خدمت کې واوسو. په دې منظور د «پیام افغان» د ټلویزیون له لارې هم د خپلو وطنوالو لپاره د «طبی مشورو» یوه خپرونه لرو، چی هره چارشنبی د دغه ټلویزیون له لاری خپریږي، او زموږ د وطنوالو پوښتنو ته ځوابونه پکې ویل کیږي او د دوی ستونزو ته سلامشوری ورکول کیږي.

پوښتنه: په هیواد کې دننه او بهر ستاسو پیغام دیوه ادبي او فرهنګي شخصیت په توګه دژورنالیستانو ټولنو ته څه دی؟

ځواب: له نیکه مرغه د هیواد په د ننه کې ګڼ شمیر مؤسسی د بهرنیو هیوادونو له خوا جوړې شوي، چې ځوانانو ته ژورنالیستیکي لارې چارې ښیي. دغه راز په افغانستان کې د ژورنالیستانو دوی سراسري اتحادیې په فعالیت بوختې دي. د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی او ځینی نور شخصي پوهنتونونه هم ژورنالیستان روزي. دغه ټول بنسټونه د ژورنالیستانو په روزلو کې برخه اخلي. له دوی ټولو څخه زما هیله داده، چې په پراخه وطني مینه د نوي او مدرن ژورنالیزم زده کړه دوی ته ورکړی. یعنی داسې ژورنالیست وروزي، چې د واقعیت ویل یې د ژورنالیزم پر اصولو ولاړ وي، په لیکنو او ژورنالیستیکو کارونو کې یې د چا تحقیر او سپکاوی دخیل نه وي، او د خلکو دردونه او ستونزې رابرسیره کړي او د حل د لارو چارو په لټونه کې یې هڅې وکړي.

دغه راز مې د ژورنالیستانو له اتحادیو څخه غوښتنه داده، چی د ژورنالیستانو د حقونو په ساتلو کې هیڅ راز هڅې ونه سپموي.

پوښتنه: په هیواد کې د ننه او بهر د جګړې او داوسنیو کړکیچنواو تراژیکو حالاتو اغیز پر ادبي او فرهنګي وضع څرنګه څیړې؟

 ځواب: د هرې ټولنی فرهنګ او کلتور د هغې له سیاسي بهیر سره جوخت حرکت کوي. د سولی او آرامۍ فضا، فرهنګ او ادب صیقلوي او د لا ښکلا لپاره یې زمینه برابروي، په داسې حال کې، چې کړکیچن حالات پری د وهم او الم پرده غوړوي، او د ودې مخه یې نیسي. که موږ د افغانستان تأریخ ته نظر واچوو، هرکله، چې افغانستان په جګړو کې ښکیل دی، او اقتصادي زیربنا یې ګډه وډه او یا له منځه تللی، نو روبنایي حالت یې هم تر سخت اغیز لاندی راغلی. له همدی امله په افغانستان کې بیسوادي تر څو کلونو مخکی عادی خبره وه. همدا، چې تاسو مخکی وپوښتل، په رسنیو کې د خپرونو د پرمخ بیوونکو د پوهې سطحه ټيټه ده، نو دا د همدې کړکیچنو حالاتو پایله ده.

پوښتنه: تاسودیوې روشنفکرې میرمنې په توګه زموږ په هیواد کې دژوند په سیاسي اجتماعي، اقتصادي، ادبي او فرهنګي ډګر کې دښځو مقام او منزلت څه ډول ارزوې؟

ځواب: افغانستان یوه جګړه ځپلی ټولنه ده، چې د جګړې پاتی شونی یې کونډې او یتیمان او معیوب نارینه دي. جګړې، له رواني لحاظه هم افغان وګړي له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

پوښتنه: دادبي اوفرهنګي ژانرونو او دډلیزو رسنیو اغیز او نقش دښځو په وړاندې دتاوتریخوالي او ترهګرې په له منځه وړلو کې څه ډول څیړې؟

ځواب: زما په نظر ډله ایزې رسنۍ د خلکو د اذهانو د روښانولو تر ټولو ښه وسیله ده. له دې لارې د انسان د کرامت او د انسان د حق ښودل هغو کسانو ته، چې لا ورسره په لازم ډول آشنایي نه لري، په ښه توګه په ګوته کیدلای شي. خو که له سمو اصولو څخه کار واخیستل شي. زه د دې پلوۍ نه یم، چې په داسې یو هیواد لکه افغانستان کې دی، په خاصه توګه د ښځو په وړاندې د تاو تریخوالي په باب خبرې وشي. زما په نظر که انساني حقونو ته پام وشي، نو د ښځو حق به هم ادا شوی وي او د ښځو په وړاندی تاو تریخوالی به هم له منځه تللی وي.

پوښتنه: ستاسو پیغام هغو ښځو ته، چې په هیوادکې دننه په ډیرو غمجنو، تراژیکواو کړکیچنو حالاتو کې ژوند کوي څه دی او دژغورلو لاره یې په څه کې وینې؟

ځواب: زه، هرانسان ته د زده کړی او تحصیل سپارښتنه کوم. د افغانستان په شرایطو کې دغه زمینه په پراخه توګه ټولو ته نه ده مساعده. یعنی، یو خو د جګړو او نآرامیو له کبله په موجودو ښونځیو کې زده کړې له خنډونو سره مخامخ کیږي، او بل بیا په ټولو سیمو کې د ښوونځیو نشتوالی د زده کړی پروسه نیمګړی کوي. خو که خپله غوښتنه پیاوړی وي، نو سواد او زده کړه تر لاسه کیدای شي. زما پیغام زما د وطن ګرانو خویندو ته تر ټولو مخکی دادی، چې دوی په هره ممکنه بڼه د سواد او زده کړې لاسته راوړو ته ملا وتړي. ځکه دا هغه معقوله لاره ده، چې د بچیانو په روزلو کې له دوی سره سمه مرسته کولای شي، او د ژوند په چارو کې دوی ته لارښوونه کولای شي. بی سواده انسان ړوند دی او زموږ خویندی باید ړندې ونه اوسي.

آغلې سهیلا اصغري ستاسو نه دزړه له کومې مننه کوم، چې زما پوښتنو ته مو د قناعت وړ ځوابونه وړاندې کړل، تاسو ته د لا ډیرو بریاووپه هیله.

له تاسو څخه هم مننه.

په ډیره ادبي مینه او درنښت: انجنیرعبدالقادرمسعود

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org