Sun, July 4, 2010 0:14:51

ښاغلي عبدالباري جهاني،

نوښتګر او مخکښ شاعر او لیکوال

(انجنیر عبدالقادر مسعود )


ښاغلي عبدالباري جهاني

 

شعر هغه هنري اثر دی چې ښکلي او په زړه پوري کلام ته او خوږو ترکیبونو او ظاهري فورم او شکل ته اړتیا لري. د شعر ښکلا د شعر په معنا، کلام او احساس کې او د شعر د فورم او شکل په وسیله انعکاس مومي. شاعر باید خپل شعري مطلب داسې تنظیم او ترتیب کړي چې شعر یې معنا ولري او یو ښکلې فورم او شکل پیدا کړي. دی باید له هغو ترکیبي عناصرو نه لکه: احساس، عاطفه، تخیل، وزن، کلام او د ټولنې داسی نورو پدیدو نه ګټه واخلي، چې شعر یې معنا پیدا کړي او د ده شعر ته یو ښکلې فورم او شکل ور په برخه شي، او د ده د شعر اساسي معنا، مفهوم او موضوع روښانه شي او دی خپل هدف، موخه او پیغام په خپل شعر کې خلکو او ټولنې ته بیان کړي. اساسي اصل د یو شعر په معنا کې نغښتې دی، جانبي موضوع یې فورم او شکل دی.

زموږ هیواد د لوړو شاعرانو، ادیبانو او لیکوالانو ټاټوبې دی، چې زموږ خلک او هیوادوال د شعر او ادب سره له پیړیو پیړیورا هیسې یوه ځانګړې مینه او علاقه لري.

زموږ په ټولنه کې د شعر هنر ته د شاعرانو، ادیبانو او لیکوالانو له خوا ډیره پاملرنه شوې ده. زموږ زیاتره شاعران د خپل ښکلي او په زړه پوري کلام، فهم او ادراک او سپیڅلي احساساتو او عواطفو په وسیله ټولنیز اهداف او دټولنې غوښتنې په ډیر انساني توګه بیان کړې دي. دوی په خپلو آثارو کې خپل دردونه او د ټولنې ناخوالې او د خلکو او هیواد سره خپله مینه او خلوص په ډیر عالي شکل انعکاسوي. دوی د خپل علم او پوهې په وسیله د خپلې ټولنې ستونزې او د هیوادوالو خوږې او ترخې ته پاملرنه کړې ده، او د حل لاره یې ورښوودلې ده.

د ښاغلي عبدالباري جهاني له نامه سره زموږ هیوادوال او په تیره بیا زموږ پښتانه آشنا دي، او ورباندې ویاړي او د قدر په سترګو ورته ګوري. دی د پښتنو د اوسنیو شاعرانو په منځ کې هغه ځلیدونکې ستورې دی، چې د خپلو شعرونو په وسیله یې پښتو ادب تود او ځلانده ساتلې دی.

جهاني صاحب زموږ د هیواد یو تکړه، وتلې، پیژندل شوې پیاوړې او خوږ ژبې شاعر، ادیب، لیکوال، ویاند، ژباړونکې او ژورنالیست دی.

دی د خدای بخښلي حاجي عبدالاحمد خان زوی دی چې په (۱۳۲۷) لمریز کال کې د کندهار په ښار کې زیږیدلې دی. لومړنۍ زده کړې یې د کندهار په ښار کې د میرویس نیکه په لیسه کې سر ته رسولې دي، او بیا په ۱۹۷۲ کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو له پوهنځې څخه فارغ شوې دی.

جهاني صاحب زموږ د هیواد د پښتو د ادب په تاریخ کې هغه ځلانده او غوره څیره ده، چې د ده شعرونو او آثارو زموږ پښتو ادب ښکلې، روښانه او پیاوړې ساتلې دی.

شعر ویل آسان کار نه دی، ځانته یو ځانګړې استعداد غواړي او په دی لاره کې تلل یو مشکل کار دی. خدای پاک جهاني صاحب ته دغه استعداد او ذوق ور په برخه کړې دی. ده د کوچینوالي څخه د مشهورو شاعرانو شعرونه لوستل او ورسره یې مینه درلوده، او د ښوونځې په دوره کې ده خپلې شعري انګازې خپرې کړې، خو هغه وخت چې پوهنتون ته راغې نو دا انګارې نوری هم پیاوړې او بشپړې شوې. د ده شاعري چې یو نازک او لطیف فن دی تر اوسه پورې دوام لري.

جهاني صاحب هغه وخت چی لوړې زده کړې یې پای ته ورسولې خپل کار یې په پښتو ټولنه کې پیل کړ. په پنځه ویشت کلنې کې د کابل مجلې د مسوؤل مدیر په توګه هم دنده تر سره کړې ده، او دوه کاله یې د پوهنې په وزارت کې کار کړې دی.

ده د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره دوه ځله بیروت ته سفر کړې دی. کله چې په هیواد کې حالات بدل شول، ده په ۱۹۸۱ کال کې پاکستان ته کډه وکړه، هلته دوه کاله پاتې شو د امریکا غږ رادیو کې یې آزموینه په بري پای ته ورسوله، او بیا وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ، او تر اوسه پورې هلته د مهاجرت شپې سبا کوي. دی د امریکا غږ رادیو په پښتو څانګه کې د ژورنالیست په توګه کار کوي.

جهاني صاحب د اوسنیو شاعرانو او لیکوالانو په منځ کې یو ځانګړې ځای او مقام لري.

دی نه یوازې د پښتو ادب یو پیاوړې شاعر او ادیب دی بلکې په نورو ژبو هم آثار لري.

ده د نړۍ د بیلا بیلوشاعرانو شعرونه او آثار په پښتو ژبه ژباړلي دي. د ده ادبي او فرهنګي شخصیت نړیوال شهرت او مقام لري، دی نه یوازی په هیواد کې دننه بلکې په بهر کې هم د سترو او لوړو لیکوالانو او ادیبانو له خوا ستایل شوې دی.

د جهاني صاحب شعرونه د ولس د ژوند او حالاتو اصلي او واقعي تصویرونه انعکاسوي.

د ده په شعرونو کې د پخواني، نن او سبا د حقیقي او عیني ژوند انساني هیلې، جسارت، مستي، یاغیتوب، عواطف او احساسات پراته دي، چې آوریدونکي، لوستونکي، او لیدونکي یې بې اختیاره د ژور اغیز لاندې راځي او احساسات یې راپاروي.

د ده په شعرونو کې د واقعي عشق، مینه او محبت، سوز او ګداز او د طبعیت د مناظرو او ښکلا نه رانیولې تر ملي، اجتماعي، علمي، تصوفي او اخلاقي کچه پورې تصویرونه او مفاهیم نغښتي دي.

د شعر هنر، د موسیقې هنر، شاعران، هنرمندان هغه فرهنګي شتمنې دي، چې د یو بل سره تړاو لري. د موسیقې هنر د شعر د هنر په وسیله بشپړ، ځلانده او تازه کیږي.

د جهاني صاحب شعرونه یو ځانګړې موسیقیت لري، خو کله چې د ده شعرونه د هنرمندانو په خوږو او ښکلو آوازونو، طرزونو او کمپوزونو کې د رادیو تلویزون له لارې د ساز په څپو کې مینه والو ته وړاندې کیږي، ښکلا یې لا پسې زیاتیږي.

د جهاني صاحب شعري کلام د ده د پاک او سپیڅلي زړه کلام دی، چې په نورو زړونو خپل اغیز لري. دی یو دروند شاعر دی، ځانګړې قلم او ځانګړې ژبه لري. دی د نرم او لطیف مزاج او ملي احساس او د روانې طبعی شاعر دی. دی د یو ممتاز او نازکخیال شاعر په توګه د نیکو اوصافو او لوړو اخلاقو خاوند دی. دی د خپل وطن او ملت سره ځانګړې مینه لري. د ده په ذهن او روان کې ملي نظر، ملي احساس خوندي دی.

دی آزادي، خپلواکي، دموکراسي، ملي عدالت او انصاف او ملي وحدت ته علاقمند دی، او په دی لاره کې یې د خپل سپیڅلي قلم او خوږ کلام په وسیله ستر فعالیتونه تر سره کړي دي. دی د پښتون، پښتونوالې او پښتو ژبې سره یوه ځانګړې مینه او خواخوږی لري. ده د پښتو ژبې او د پښتو ادب د ودې لپاره لوی خدمتونه کړې دي، چې د ده نوم او د ده ادبي هلې ځلې زموږ د پښتو ادب په تاریخ کې نه ورکیدونکي او نه هیریدونکي دي. لنډه دا چې که د جهاني صاحب پر شاعرۍ، او لیکوالۍ او پښتونوالۍ هر څومره وغږیږو بیا هم کم دي.

په راتلونکې کې د ښاغلي جهاني صاحب سره یو ځانګړې مرکه لرو چې په خپل وخت کې به خپره شي.

په ډیردرنښت : انجنیر عبدالقادر مسعود

 

د جهاني صاحب د شعرونو ځینې بیلګې:

 

 جـلـوه

زه رباب ته مي شـهـبـاز يي
زه نـغـمـه يـم تـه مي ساز يي
زه مـقـام يـم تـه مي سور يي
زه آهـنـگ يـم ته آواز يي
تـه لـمـبـه يي زه دي شـمـع
زه پـتـنـگ ته مي پرواز يي
زه مـجـنـون تــه مـي جـنـون يي
زه مـحـل تـه مـي مـمـتـاز يي
تـه مي سـر د لـيونـتـوب يي
ته زما د جـنـون راز يي

هم نـاظـم يي هم مي نـظـم
تــه هـم سـوز يـي هـم گـداز يي
زه لـه كــومـي فـنـا تـشتـم
چي انـجـام تـه مـي اّغـاز يي
دا د كـومـي پـيـالـي بـنـگ دى
چـي نــشـي پــكـي مـسـتـيـإي
دا د كـومـي نـغـمـي شـرنـگ دى
چــي شــهــبـاز پـكـي نــڅیږي
دا د كــومـــي ســلـگـې اور دى
چـي لـمـبـي پـكـي ويـلـيـإي
دومـره پـوه يــمـه چي تـه يـي
هـم وجـود يي هـم جـلـوه يي
تـصـويـــر سـتـا د جـمـال زور دى
مـحـفـل سـتـا د لـمـبـې شـور دى

غزل
په ژوند مي نصيب نه سوې جنازې ته دي درځم
د يــــــــار د وصل خياله هديرې ته دي درځم
يو تشــــــــــه وعده يې د ځوانۍ په بيه غواړم
سوالګر نه يــم آسمانه چي کاسي ته دي درځم
منم چي ترمــــــنزله يې سکروټي دي کرلي
دا لار په ما ودانـــه ده کوڅې ته دي درځم
يو لحظه دي مــــــــــخ له رقيبانو پټومه
لمبي خاموشه نه سې تماشې ته دي درځم
دا ستا د ميني اور دي چي محفل رنګينومه
پانوس رنګه بليږم بدرګې تــــه دي درځم

محشر

شېخه مه راځه محشر دی مځکه سوځي آسمان سوځي
خم له اوره سره چوي پياله سوځي پيمان سوځي
د سکروټو محجرونه د سینو ګرداب ته لوېږي
په دوزخ کې پایکوبي ده څپه سوځي توپان سوځي
د سوما له خمه اخلي نوش په نوش وروستي جامونه
د زردشت لحد اور واخیست خرقه پوش زاهدان سوزي
مهارت د علم غواړي په محفل چې ور ګډېږې
د پخو رندانو ځای دی سست مذهب او ایمان سوځي
دا مسلک د خرابات دی په هر خم کې خرابي ده
حریفان په کې غرقېږي ساقي سوځي رندان سوزي
بد مستان دي هیاهوی دی شوبې دم په دم ماتېږي
چیغې ورغلې محراب ته توبه سوځي شیخان سوځي
د مطرب ګوتې نڅېږي له شهبازه لمبې څاڅي
څوک تازه محفل ته راغی چې بورا ورته ځان سوزي
عقل لاره ورکه کړې د جنونو غېږې ته لوېږي
دجنونو حکم چلېږي دانا سوزي نادان سوزي
جهاني لارې يې څاره هسې نه چې سره ورک شي
زمانه په زړه کږه ده قول سوزي پيمان سوزي

غزل

د انتظار سترګې مې سرې وې ما دې ﻻر څــــــــــــارله
د هيلو ورځې مې تيارې وې مــــــــــا دې ﻻر څـــــارله


درته خيرات مې وزرونه نذرانـــــــــــــــه ايــــــــــښي وو
ستا به په کوم پانوي کې شپې وې مـــا دې ﻻر څارله


ژبې ګونګۍ وې ايشارو د تورو نکــــــــــــــل کــــــــاوه
پاتې نسکورې پيمانې وې ما دې ﻻر څــــــــــارلــــــــه


کلونه تېر وو ﻻرو نه وايه تصير د پــــــــــلونــــــــــــــو
هېرې د شپو څخه کيسې وې ما دې ﻻر څــــــــارلـــه


لکه يعقوب د کاروانو لارې مې ستړې کـــــــــړلــې
نصيب د مصر زولنې وې ما دې ﻻر څـــــــــــــارلـــه


زما د شهيدو ارمـــــــــــــانــــــــونو جنډې ونړېدې
ستا په مزار شناختې ويدې وې ما دې ﻻر څــارله


د (جهاني) قسمت رنظور انظـــــــــار ورســـيدی
د سترګو تور مې هديرې وې ما دې ﻻر څـــــــارله

غزل

د شــــمعې په څـــــېر سوځو له خپل ځانه سره ځو
که وصـــــل که هـــــجــــران وي د جانانه ســــره ځو
د تورو په حـــساب دي ورکــــــــې ﻻرې د ترږميو
منزل چاته مــــــــعلوم دی د اســــــــمانه سره ځو
تش نوم د ساحل اورو يــــو تصوير د بيړۍ وينو
په څاڅــــــــکو په ګامونو له تـــــــــــــوپانه سره ځو
سېراب يې نکړې شــــــونډې سل کلونو سرابونو
له چـــــــــــغو سره راغلو لـــــــــه ارمـــــــانه سره ځو
شبنم غونــــــدې مو ﻻرې له ګلونو شولې ورکې
د اوښــــــــــکو په زولۍ کې له ګــــرېوانه سره ځو
د غله ديدن شېبې يې لکه خوب هسې پناه شوې
په نيـــــمه شپه کــــــــې راغـــــــلو د اذانه سره ځو
توښه مو په تندي کې د صــــنم سجدې اخيستې
احــــــــــرام تړو پر ﻻرې له مـــــــــغــانه ســـــره ځو
زاهـــــــــــده په تيارو کـــــې د تسپو غږونه اورم
کوثر ته دې روان کړو له شــــــيطانه سره ځــــــــو
قــــــــــاصده زما سلام دی په ټـــــــولي د رقيبانو
مونږ داســـــــــــــې مېلمانه يو د مېزبانه سره ځو
اغاز دی که انجام دی راز په سل پردو کې نغښتی
هــــــــــــوښيار که لېوني يو د زندانه ســــــــــره ځو
د ژوند په راز پوه نه شو (جهاني) سبا به نه يو
يو څو بې نومه سيوري له کاروانه ســـــــــــره ځو

نه به ته يې نه به زه يم

يوه ورځ به دا جهان وي نه به ته يې نه زه يم
هم به مځکه هم آسمان وي نه به ته يې نه به زه يم

سيپن لاسونه د ساقي به ګرځوي پيالې د مُلو
سره جمع به ياران وي نه به ته يې نه به زه يم

د پانوس لمبې به سوځي بې فرياده وزرونه
بل محفل نور به رندان وي نه به ته يې نه به زه يم

تور لښکر به د اغيارو څوک په تور د مينې وژني
بل منصور بل به ايمان وي نه به ته يې نه به زه يم

د باطل نمرود به اور وي د حق چيغې شوروي
څوک خليل به ور روان وي نه به ته يې نه به زه يم

لا چښي به په خلوت کې غلي غلي شرابونه
ريا کار به زاهدان وي نه به ته يې نه به زه يم

څوک به ناڅي څوک به خاندي څوک به مات وي تر غم لاندې
هم ساحل هم به توپان وي نه به ته يې نه به زه يم

بازاري مينې به پلوري اشارې د بورو سترګو
ګناهکار به عاشقان وي نه به ته يې نه به زه يم

له شهبازه به را اوري "جهاني" ستا غزلونه
ستا د مينې به داستان وي نه به ته يې نه به زه يم

غزل

هغه ګرېوان چې د ازله د ګنډلو نه و
جنون يې هم د زولنو د ټينګېدلو نه و
 

د ارمانونو په ساحل مې بېړۍ ډوبه شوله
بيده قسمه دا ګودر د غرقېدلو نه و

چې بې خبره دې رخصت شوم له حضوره څخه
د عزرايل خاموش پيغام د اورېدلو نه و

د دار پر سر که مې نارې د انالحق وهلې
شيخه معذور يم هغه سُر ستا د ويلو نه و

يوازې ما د خپل جانان قولونه واخيستله
دا کوه طور د فرعونانو د ليدلو نه و

زه په لمبو کې سوځېدم جلوه مې وليدله
هغه مقام د هر خامبازه د ورتللو نه و

چې "جهاني" يې د پېړيو په وعده اوبيږي
خواره زاهده هغه جام ستا د چښلو نه و

دعوه

کندهار مې د بابا په قباله دی
که پنجشير دی که واخان دی وطن زما دی

هره لوېشت مې د نيکه او بابا ګور دی
په هر ګام باندې لحد او کفن زما دی

هر غاټول يې زما له وينو رنګ اخيستی
دا په وينو روزل سوی چمن زما دی

له نيکه راپاتې سوی په ميراث دی
دا د مشکو رباتونو خــــُــتن زما دی

سرداري يې زما په پچه ده ختلې
له آمو تر مست هلمنده مامن زما دی

که تاجک دی که اوزبک دی يو افغان دی
ددې خاورې هزاره ترکمن زما دی

چې فکرونه د نفاق پالي په سر کې
امتياز يې د وهلو کشتن زما دی

ښه يې زما دي، بد يې زما دي هر څه زما دي
ددې خاورې ارغوان او زغن زما دی

دلته هره تيږه کاڼی بدخشان دی
دا لالونه، غرونه غرونه دمن زما دی

د ازل تقسيم باغوان يم پيدا کړی
دا بهار دا لاله زار او ګلشن زما دی

دا مورچل مورچل پکتيا او دا شېربريتي
چې فلک به کوږ ورګوري دښمن زما دی

که ميرويس دی که اکبر که مسجدي دی
هره توره، هر ميدان او تورزن زما دی

فتحه زما ده، فخر زما دی، جشن زما دی
شهيد زما دی د ويرژلو شيون زما دی

چې په زړه کې څه درتېر نسي اسمانه
چې پرون مې د نيکونو و نن زما دی

غزل

جــــــانــــانـــــه پــــــه سجدو درته راغلئ يمه ځم

 څــــــو ورځي دي په غېږ کي اوسېدلئ يمه ځم

د اوښکو په ګامونـو اسوېلـــــو در څخه ولاړم

 لــــــه ستــــــرګـــــو تر بــــــاڼو را رسېدلئ يمه ځم

تـــــر اوسـه مي باقي دي پر کوڅود پلونو نښي

 يـــــــــو عمـــــــر پــــــــــــر دې لارو ژړېدلئ يمه ځم

پېغور چي د سيالۍ مي د رقيب را پاته نه سي

 ســــــل ځـــــله دي ســـــــــکروټـو ازمېيلئ يمه ځم

ته ناست وې لاس تر غــاړه له رقيب سره همراز

 پــــــر شمـــــع د مـــــحفل دي کړېــــــــدلئ يمه ځم

د عقل پـــــــر کوڅـــــو مي کاڼو سر دئ پېژندلئ

 پــــه ټـــــول د لـــــــــــېونو کي چي ښاغلئ يمه ځم

لــــــه شپـــــو څخه دي ولاړم جهاني رنګه په صبر

 لــــــه شــــرنــــــګه د نــــــغمې دي پرېوتلئ يمه ځم

شعر از خیام

گر باده خوری تو با خردمندان خور
یا با صنمی لاله رخ خندان خور
بسیار مخور ورد مکن فاش مساز
اندک خور و گه گاه خور و پنهان خور

ژباړونکې: عبدالباري جهاني

له هوښیارو سره نوش که د سرو میو ډک جامونه
یا ملګري که پۍ مخي ښایسته لکه ګلونه
نه چې وران دی له مستۍ سي د رندانو محفلونه
لږ یې نوش که کله کله او پټ وساته رازونه

شعر از خیام

من دامن زهد و توبه پی خواهم کرد

با موی سپید قصد ی می خواهم کرد

پیمانه عمر من به هفتاد رسید
این دم نکنم نشاط کی خواهم کرد

ژباړونکې : عبدالباري جهاني

له توبې او له پرهیزه ور تیریږم په زر ځله

په دا سپینو ویښتو ځمه ډکومه پیاله خپله

چې د عمر پیمانه مې بر اویا ده رسیدلی
چې دا نن لا مستي نه کړم دا مستي به کوم کله

 

 د جهاني صاحب یو ښکلې شعر چې دی کلیپ په شکل جوړ شوې دی، دی تاسو پاملرنه ورته راګرځوم.

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org