تاریخ ارسال به «اصالت»:

Mon, July 5, 2010 21:03

 
ډاکټر حنیف بکتاش

 

د جون د میاشتې په شپږویشتمه د سویدن هېواد د افغانستان د وتلي او نومیالي شاعر عبدالباري جهاني د ویاړلو انجمن و. پلازمېنې ستاکهلم ته د سویدن له بیلا بیلو ښارونو څخه یو شمیر میشتو راغلو افغانانو دیوې درنې غونډې په ترڅ کې د ښاغلي جهاني د ادبي مقام لمانځنه وکړه. د ویاړنې غونډه د سویدن د قلم د کلوب په نوښت چې مشري یی ډاکټراکرم عثمان کوي شوې وه. دې غونډې ته له کاناډا نه لیکوال او څېړونکۍ ډاکټر صبورالله سیاه سنګ او له برتانیی نه د دغو کرښو لیکونکۍ هم مېلمانه شوي وه.

 


عبدالباري جهاني له مېلمه لیکوالو اعظم سیستاني، ډاکټر حنیف بکتاش، ډاکټر صبورالله سیاه سنګ او د قلم د کلوب له همکارانو سره

 

غواړم چې د دغې بریالۍ او له محبته ډکې غونډې د جوړېدو په بهانه د دغه نومیالي شاعر هستونو او نوښتونو ته یو ځغلنده نظر واچوم تر څو له یوې خوا د دغه وتلي او منلي شاعر د لمانځنې ویاړ را په برخه وي او له بلې خوا د قلم د کلوب د تکړه فرهنګپالو نه د هغې مینې په خاطر چې له ما سره یی په سویډن کې زما د اوسېدو په وخت ښودلې مننه وکړم.

لکه څرنګه چې ما په غونډه کې هم وویل ښاغلۍ جهاني د ویاړنې او ستاینې پوره شایستګي او استحقاق لري.

د ده نوښتګرو هڅونه یواځې په خپل وار پښتو شعر ته نوۍ روح ورکړۍ بلکې دی یی د یوه مبارز شخصیت په حیث پېلوځۍ په لاس د تیارې پر ضد د سرجنګۍ د ډګر د سرکښو او مخکښو نوښتونو په یوې داسې څیرې اړولی چې د ډیرو سترګې وراوړي.

 

                          دوی په کوډلوکې وزرونه خلاص کړل

                          موږ ته زندان د الوتلو نه و

                          دوی له نري بارانه وتښتېدل

                          موږ ته سېلاب د ټینګیدلو نه و

 

                          موږ د آزادو الوتو په خاطر

                          دلته قفس کې وزرونه مات کړل

                          چا د زندان پنجرې ماتې کړلې

                          چا په سوکونو کې لاسونه مات کړل

 

ما لمړۍ ځل عبدالباري جهاني دیرش کاله وړاندې هغه وخت په کابل کې ولید چې لا یی په سر کې سپین نه وه لګېدلي. له همغه وخته مې د ده او د ده له شعر سره پیژندګلوي پیل شوه او تر اوسه د ده له ارزښتناکو هستونو نه خوند اخلم. له هغه وروسته څو کاله پخوا موږ په ګډه د BBC پښتو خپرونې د پېلوځي د مجلې د یوه بحث مېلمانه وو. دا بحث تړلې نړۍ او ادبیات نومول شوی و. دا بحث چې په ترڅ کې یی زه د ده د فکرونو او اندازونو له نوو اړخونو او میدانونو سره اشنا شوم زموږ تر منځ د اړیکو لاره له سره پرانیستله.

د ده د انځورګرې شاعرۍ نړۍ ډیره پراخه ده. د ده په شعر کې ژورې اند ښنې، نوښتګره فضا، پیژندل شوي او نه پېژندل شوي موجونه او تاوونه او یوه داسې موسیقي نغښتې ده چې د ده شعري تکلونو او هستونو ته ځانګړی روح وربښي.

د ده شعر د مضمون له اړخه ډیر پراخ دﺉ. د ده په شعر کې تاریخ، فلسفه، طبیعت، مبارزه، ښکلا، مینه، دودونه افسانې، نګېرنې او ډیر نور څیزونه خپله هنداره پرانیزي.

زما له نظره شعر د ژوند عکاسي ده، د ژوند انځور دی، د ژوند بیا هستونه ده خو په شعر کې دغه ټول څیزونه په هنري ډول تر سره کیږي. په شعر کې واقعیتونه د روح پر پردې کېني، ذهني حالت غوره کوي، د اخلاقي نورمونو له چاڼ نه وځي،غبرګون را پاروي، د عاطفي نړۍ وږمې پرې کیني او کله هم د نفرت پر لمبو سوځي وزن پیدا کوي، ژبنیزه بڼه نیسي او د موسیقۍ پر وږمو انسان ته رسیږي. د جهاني په شعر کې دا خوځښتونه له ورایه څرګند دي.

 

                          په ژوند مې نصیب نه شوې جنازې ته دې درځم

                          د یار د وصل خیاله هدیرې ته دې درځم

                          یوه تشه وعده یې د ځوانۍ په بیه غواړم

                          سوالګر نه یم اسمانه چې کاسې ته دې درځم

                          یوه لحظه دې مخ له رقیبانو پټومه

                          لمبې خاموشه نه سي تماشې ته دې درځم

 

د جهاني شعر یو مبارز او بغاوتګر شعر دی. دی د بدلون غوښتونکی دی، دی غواړي چې ژوند ته نوې دریڅې پرانیزي. د همدې لپاره یی نقد ته کیني. دی هغه درواغجنه او مکاره فضا چې ژوند یی په اسارت کې نیولی غندي، دی کله چې ویني هېواد او ورسره یو ځای خلک یی د خپلو او پردیو د دامونو، تزویرونو، غولونو، نګېرنو فرهنګي انجماد او اطلاعاتي ترور قرباني دي د هغوی پر ضد په مېړانه مبارزې او سرجنګۍ ته را ولاړیږي:

 

                         خالق مې ککرۍ سجدې ته نه ده پیدا کړې

                          تندیه ماتوم دې لګومه خو دې نه

                          یاغي یم د فریاد د پاره نه یمه راغلۍ

                         اسمانه کڼوم دې ژړومه خو دې نه

 

دی په شعر کې یو یاغي او بې پروا کرکتر دی. خو دی خپله ارماني نړۍ د شګو پر تهداب نه جوړوي.

دی هڅه کوي چې خپلو فکرونو ته تاریخي او دودیز بنسټ ورکړي. دی د خپلې سپېڅلې او بې امانه مبارزې اتلان له تاریخي روایتونو او هغو داستانونو او افسانو څخه را اخلی چې د پیړیو پیړیو په لړ کې د ده د تاریخي ټاتوبي د زړورو او غیرتي خلکو د اخلاقي نورمونو او نرخونو، روحي غوښتنو او ولسي دودونو ښکاره انځورونه او سمبولونه دي. په دې ډول دی غواړي د راتلونکي په لور داسې دریڅې پرانیزي چې ولس یې بې ابهامه ترې د لیدلو او کتلو اراده وکړي.

دی د یرغلګرو او ستمګرو پر ضد خلک پاڅون ته رابولي، د هغوی د تورې او مېړانې ستاینه کوي خو کله چې ویني هېواد یې د ځان ځانۍ او کورنۍ جګړې په ډګر اووښتی د ډزو د بندېدو غږ کوي او خلک سولې او ورورولۍ ته را بولي.

د جهاني په شعر کې موسیقي ځانګړی ځای لري. دا موسیقي د ده په شاعرانه دودیزو هستونو کې که غزل دی که قصیده او یا چاربیته دومره ژوره او پخه ده چې د هر اوریدونکي او لوستونکي پام ځان ته را اړوي. کله چې د ده شعر ته غوږ یې خیال درځي چی کومې سندرې ته غوږ یې. دا سندره دې له ځانه سره بیایی او د خیال په ټال کې دې زنګوي.

سندریزه فضا د جهاني د شعر فني اړخ نه دی بلکه زما له نظره دی په خپل طبیعت کې سندرغاړۍ دی خو د ده لوی کمال دادی چې دی د سندرې د طبیعت سپېڅلتیا داسې ساتي چې ته فکر کوې چې کومې غرنۍ وږمې ته ناست یې.

 

                          شېخه مه راځه محشر دی مځکه سوځي اسمان سوځي

                          خم له اوره سره چوي پیاله سوځي پیمان سوځي

                          د سکروټو محجرونه د سینو ګرداب ته لویږي

                          په دوزخ کې پایکوبي ده څپه سوځي توپان سوځي

 

د جهاني د هڅو بل ډګر منظوم داستانونه دي چې هم د زاړه او هم د واړه پام ځان ته را اړوي. کله چی زه د ده د منظومو داستانونو تماشا ته کېنم وینم چې دی هڅه کوي د یوې انځوریزې او سندریزې فضا په را منځته کولو سره د ډیرو ژورو اجتماعي، تاریخي او کله نا کله فلسفي ارزښتونو څېړنه او ارزونه وکړي او خپله نړۍ له لوستونکي سره ګډه کړي. فکر کوم چې بې ځایه به نه وي چې که د ده منظومو داستانی اثارو ته د فلم جوړونکو پام را وګرځوو.

جهاني د خپل ژوند اوږده کلونه د نورو ژبو په تېره له دري اردو او انګلیسي نه پښتو ته د شعرونو ژباړې ته وقف کړي دي. د ده د دغې هڅې ارزښت زه په دوو څیزونو کې وینم: یو دی په دې کار سره د نورو قومونو ادبي او هنري ارزښتونو ته د اشنایۍ بې تعصبه لار پرانیزي او له بله پلوه د یوې واحدې رواني فضا په را منځته کولو سره غواړي د خپل زورېدلي ولس د یووالي اراده ډاګیزه کړي.

دی په خپلو ژباړو کې د مضمون امانت په بشپړ ډول ساتي او سندریزه فضا ترې نه نه ورانیږي

 

      لا تر څو به هره ورځ یو بند د عقل زولانه کې

                          څه سل کاله څه یوه ورځ یو ژوندي په زمانه کې

                          تر هغه دمخه راوړه په کاسو کې شرابونه

                          چې کوزه شي را نه جوړه د کلال په کارخانه کې

 

جهاني تر دې دمه چې د افغانستان په یوه منلي، وتلي او ښاغلي شاعر بدل شي اوږده لاره وهلې، په لوړو او ژورو برابر شوی، ډیرې تجربی یې کړي او طبیعي ده چې د هر بل شاعر په ډول کارونه به یې بې له ستونځې او نیمګړتیا هم نه وي. کامل ا نسان وجود نه لري یواځې خدای دی چې کامل دی. د اوس لپاره همدومره ده ته د نوو بریاوو هیله کوم.

 

له سلامونو او نېکو هیلو سره.

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org