مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


.

 حکيم روان

 

 د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو تر منځ

د امنيتی تړون په هکله


Dec 17, 2012 22:18

 

په دې ورځو کې د افغانستان او امريکا د متحده ايالتونو تر منځ د امنيتی تړون، د نړيوالو ځواکونو د تدريجی وتلو او افغان ځواکونو ته د امنيتی مسؤليتونو د تدريجی سپارلو، د افغان امنيتی ځواکونو د وړتياؤ، همدارنګه د سؤلې د مذاکراتو په اړه تاوده بحثونه روان دی .

په داسې حال کې چې زمونږ هيواد د شرارت مرکزونو را چاپير کړی دی، نړيوال  غواړی چې خپل ځواکونه پر شا کړی او امنيتی مسؤليتونه افغان ځواکونو ته انتقال کړی. د بهرنيو ځواکونو د تدريجی په شا کيدو او افغان ځواکونو ته د مسؤليتونو د انتقال د پروسې سره موازی د شرارت، بنسټ پالنې او ترهګرۍ مرکزونه هم فعال شوی او د افغانستان د بيا ايل کيدو او لس کاله وړاندې دوران ته د بيرته ګرځيدو شوم پلانونه جوړوی .

د نړيوالو ځواکونو بېرته ګرځيدل له ډېرو اړخونو ښه کار دی، خو په ډېره خواشينۍ سره چې د امريکا متحده ايالاتو او د هغو متحدينو د ژمنو سره سم د بنيادګرايي او تروريسم په اصلی مرکزونو پرېکنده  بريدونه ونه کړل. د جنګ ابعاد او شکلونه د پخوا په څېر د پراخيدو په حال کې دی. د امريکا د متحده ايالتونو مشرانو او سياستوالو په وارو وارو څرګنده کړي وه چې دوی به بنيادګر او تروريستان، هر چېرې چې وي، تعقيب کړي او پرې به نږدی چې هغوی په ډاډه زړه پر افغانی او نړيوالو موخو بريدونه وکړي او په امن کې خپلو پټنځايونو ته ستانه شی. اوس د رنګارنګه  سياسی او نظامی ملحوظاتو سره سره د امريکا د متحده ايالاتو جګ پوړی چارواکی، په ځانګړي توګه د پنتاګون او سناء غوره څېرې په دې باور دی چې د تروريستانو د مرکزونو په هکله د افغانانو ټولې چېغې او نارې په حقه وې.  دوی وليدل چې د پاکستانی واکمنانو د اوتو بوتو پر خلاف د القاعدې اصلی مشران په ډاډ سره د پاکستان د نظامی مرکزونو په  ګاونډتوب او دهغه په سيوره کې ژوند کوي. دوی وليدل چې پاکستانی واکمنانو داکتر شکيل اپريدی د اسامه بن لادن د افشاء کولو په تور ځنځير او زولانه کړ او تر ننه د نا معلوم برخليک سره مخامخ دی. د افغانی طالبانو په منځ کې د سؤلې پر خوا متمايل کسان په پاکستانی زندانونو کې وژل کيږی. ددې او سلګونو نورو انکار نه منونکو واقعيتونو سره سره بيا هم پاکستان  ځان په سيمه کې د امريکا د متحده ايالتونو او لويديځ يواځينۍ او تعويض نه منونکی دوست او متحد بولي، خو نور د پاکستان دوه  ګوني لوبه او دوه مختوب، د بنسټ پالنې او ترهګرۍ  سره د سيمې او نړيوالې سؤلې پر ضد د هغه اړيکی کوم پټ   راز نه دی.

 له بلې خوا په سيمه کې د چين د ولسی جمهوريت، هند او روسيې زياتيدونکی نفوذ او د اتمی کيدو له پاره ايرانی هڅې، په دې سيمه کې د امريکا او لويديځ د حياتی ګټو د خونديتوب له پاره د هغو د دايمی حضور ايجاب کوي . له دی امله د امريکا متحده ايالات او د هغوی لويديز انډيوالان په دې هڅه کې دی تر څو پاکستان د بنسټ پالنې او ترهګرۍ له محوره خارج کړي او هغه په سيمه کې د خپل پخوانی متحد په څېر د ځان سره ولري. همدارنګه د پاکستان اتومی ارسينال  چې تروريستان يې په څو کيلومترۍ کې ګرځی او راګرځی امريکا او متحدين يې د يوه سخت انتخاب سره مخامخ کړی دي .

خو که امريکا د افغانستان سره د ستراتيژيکو همکاريو  تر څنګ، امنيتی تړون  هم لاسليک کړی، د پاکستان په اړه به  د امريکا او متحدينو د موجودې اړتيا عمده برخه  رفع شی او د پاکستان د آی –اس –آی د جنګی ماشين ماتولو ته به کوم چې په سيمه او نړۍ کې، بنسټ پالنه، ترهګری  او ترينګلتيا خپروی، زړه ښه کړی. خو که امريکا او لويديځ  په سيمه کې داسې يو متحد چې دوه مخی پاکستان ور باندې عوض کړی ونه لری، د لويديځ  محافظه کارانه سياستونه به د پاکستان په هکله دوام ولری. طبيعی ده چې د پاکستان امريکا او لويديځ د اړيکو دوام، په پخوانۍ  بڼه  په سيمه کې د ناامنۍ او جنګ د دوام په معنا دی. البته د امريکاد متحده ايالاتو او لويديځ له مرستو څخه پاکستان د خپلې  بقاء له پاره استفاده کوي او پاکستان خپله بقاء او برخليک د بنسټ پالنې او ترهګری سره تړلی دی.

 ټوله نړۍ بايدپوه شی چې  د يوې له هره اړخه پراخې، سنجول شوی او ژورې ستراتيژۍ پرته  د شرارت موخې په مختلفو کچو عملی کيدای شی. د شرارت مرکزونه  غواړی افغانستان بيا د په خوا په نسبت د لا سختو او وحشيانه کورنيو نښتو او نړيوال تروريسم په مرکز واړوی. اوس چې د بنسټ پالنې او ترهګرۍ ښامار ژوبل شوی دی خو لا ژوندی دی، لازمه ده تر څو له ټولو امکاناتو او وسايلو څخه ددې مصيبت د ختمولو او د افغان د ربړيدلی او کړيدونکی ملت د تراژيدۍ د پای ته رسولو د پاره ګټه پورته شی .

د مداخله ګرو ګاونډيانو اوږدو لاسونو، زمونږ د هيواد د امنيتی ځواکونو کمزورتيا، په هېواد کې د يوې ناکاره او فاسدې ادارې موجوديت او د يوه دموکراتيک الترناتيف نشتوالی ته په کتو سره، داسې انديښنې را پورته  کيږی چې د امريکا په شان د يوه ځواکمن متحد له حضوره پرته، مبادا زمونږ د هيواد څخه د نړيوالو ځواکونو تدريجی وتل د افغانستان د بيا تدريجی غرقيدو لامل نه شی .

له دې امله افغانان بايد له احساساتی او عاطفی قضاوتونو ډډه وکړی او د خپل هيواد د برخليک په هکله مسؤلانه او ژور فکر وکړی. افغانان دېرش کاله د جنګ په اور کې سوځی، هېواد مو وران  او خلک مو برباد شول. طالبانو د پاکستان په مرسته زمونږ هېواد په هديره واړاوه. افغان مېرمنې ژوندی په ګور وې. هېواد مو د تيږو د توږلو دوران ته ولېږدول شو. د هېڅ ډول راتلونکی په اړه فکر کېدای نه شو. زمونږ ماشومان له نېکمرغه راتلونکی بې برخې شوی وو.

دا د لمر په شان څرګنده ده چې افغانان په يواځې توګه د مداخله ګرو ګاونډيانو «زمونږ د مسلمانو ګاونډيانو» د پراختيا غوښتونکو سياستونو او تباهکارانه مداخلو مخه نيولای نه شی. همدارنګه زمونږ ولس په يواځې توګه د داخلی وسله والو ډلو ټپلو او په پردو پورې د تړليو کړيو د ورانوونکو هڅو او مافيايي جوړښتونو د تيريو د مخنيوی وس نه لری .

د نويمو کلونو د تنظيمی خونړيو نښتو او د « مسلمانو ګاونډيانو » د تباه کوونکو مداخلو د مخنيوی، د سولې او امن د استقرار او د هېواد د پرمختيا او بيا جوړونې د پاره افغانان ځواکمنو متحدينو ته اړتيا لري. زمونږ په کړکېچ کې يواځې افغانانو نه بلکې نړيوالې ټولنې نقش درلود، او د افغانانو او نړيوالې ټولنې د هر اړخيزو بې آلايشانه مرستو او ګډو هڅو په مټ دا کړکېچ حل موندلای شی. د امريکا په متحده ايالاتو د ترهګريزو بريدونو وروسته  په دې لاره کې لومړنۍ هڅې پيل شوی دی. افغانستان د سياسی، ټولنيز او اقتصادي ثبات پروسه پيل کړی ده او په دې برخو کې  نسبي پرمختګونه نصيب شوی دی، ددې لاس ته راوړنو د ټينګښت او دوام، تعميم او پراختيا چارې د افغان ملت او زمونږ د باوري متحدينو په وړاندې ګډ او لوی چلنج بلل  کيږي .

افغانانو تل ټولو ته د دوستۍ لاس اوږد کړی دی، خو د مختلفو عواملو له امله زمونږ لاس چا نه دی نيولی. که زمونږ د هيواد د برخليک د پاره په دې حساسو او ټاکونکو شيبو کې افغانان وکولای شی چې د خپل هيواد د امنيتی او اقتصادی بسياتوب او خودکفايي له پاره يو ډاډمن او ځواکمن متحد پيداکړی او د يوه داسې جامع امنيتی  تړون په چوکاټ کې چې زمونږ د ملی واکمنی د ټينګښت، د ټولنيزې  دايمی سولې او امن، دوامداره ټيکاؤ، اقتصادی زيربناؤ د چټکې ودې او دموکراتيکو بنسټونو د پراختيا سره مرسته وکړی، په حقيقت کې به مو د وطن د مور په وړاندې خپله فريضه اداء کړی وی .

د افغانستان سياسی ګوندونه  بايد د احساساتی او غير مسؤلانه پروپاګنډو د مخنيوی په موخه د (۲۵) مليونو څخه د زياتو بې ګناه افغانانو د برخليک سره برسېرن او سطحی برخورد ونه کړی. افغانی سياسی ګوندونو، دولتی او سياسی شخصيتونو ته لازمه ده چې په لومړی ګام کې د وطنی مسألو په هکله نه ماتيدونکی يووالی او اتحاد نندارې ته کېږدي او په دوهم ګام کې  د هېواد د سياسی استقلال، ملی واکمنۍ، ځمکنی بشپړتيا او ورته  مسألو ته د تېرو وختونو د ۱۷ او ۱۸ پيړيو په عينکو کې و نه ګوري. د وختونو او واقعيتونو بدلون زمونږ د قضاوتونو او نتيجه ګيريو، ارزونو او په ټوله کې د افکارو د بدلون غوښتنه کوي. آرمانی خبرې ښې او ښايسته ښکاری، خو دردونه نه شی دوا کولای. مونږ د آزاديو لاپې وهو خو بېلې موقتي او تېريدونکو شيبو مونږ تل د لوږو، بېکاريو، محتاجيو، قحطيو، مرضونو، جهالت، بې سوادۍ او خونړيو جګړو اسيران يو! مونږ آزادی ګټلی شو، خو ساتلی يې نه شو مونږ د پرمختګ د پاره اراده درلوده، خو په دايمی توقف کې بندپاتې شوی يو! آيا زمونږ ګران هېواد او همتی اولس کله د تاريخ په اوږدو کې د جاپان، جرمنی، جنوبی کوريا په څېر آزاد ؤو؟ 

د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو تر منځ امنيتی تړون بېلې شکه د متضادو دريځونو لامل کيږي. دا کاملا طبيعی ده. هغوی چې نن  په واک کې دي له يوې خوا، او هغوی چې غواړي واکمن شی له بلې خوا. خو د هېواد ښيو او کيڼو، همدارنګه معتدلو (سنتريست) ځواکونو ته  ښايی چې د سليم عقل لاره غوره کړي. هغه لاره په کومه کې چې ټولو ته د ګران هېواد افغانستان خير، د ربړيدلی افغان ولس نېکمرغی، د پيل شوی پروسې دوام او وده، د لاس ته راغلو برياليتوبونو حفظ او سلامتيا، د سؤلې د ټينګښت، قانون د واکمنۍ، دموکراسۍ د تحکيم او تعميم او ټولنيز عدالت د تأمين  چارې شوني وي. هر څوک پوهيږي چې په اوسنيو شرايطو کې نوموړو موخو ته رسيدل او همدارنګه  د هيواد د امنيتی ځواکونو پر ځان بسيا کيدل او د اقتصادی زيربناؤ د چټکې ودې او پراختيا ملی موخو ته رسيدل، د يوه ځواکمن او ډاډمن متحد او مرسته کوونکی څخه غير، امکان نه لری.

افغانانو د (۳۵) کالو په جريان کې د  « مسلمانو ګاونډيانو »  پاکستان او ايران دريځونه د افغانستان د مختلفو مسألو په باب ښه تجربه کړی دی. اوس چې د امريکا د متحده ايالاتو او افغانسان تر منځ د ستراتيژيک امنيتي اتحاد پوښتنه را پورته شوی ده، دواړه « مسلمان ګاونډيان » او په هغو پورې تړلی کړۍ  په دوو څپيړو مخونه وهی او هڅې کوی، تر څو د خپلو شؤوينيستی موخو لپاره د افغانستان سره د يوه ځواکمن هيواد د ستراتيژيک امنيتی  تړون د لاسليک کيدو مخه ونيسی. دوی پوهيږی چې ددوی پراختيا غوښتونکی موخې د يواځې او بې دفاع افغانستان په وجود کې حاصليدلای شی .

افغان امنيتی تړون پر هيچا د بريد او ګواښ په منظور نه، بلکې د افغانانو لخوا د خپلو ملی مصالحو په حکم د دفاعی موخو لپاره لاسليک کيږي .

هر څوک پوهيږی چې جنګ د ستونزو د حل لاره نه بلکې ستونزې نورې هم پيچلی کوی او دهغو حل لا زيات ستونزمن کوی . د طالبانو د واکمنۍ له تس نس کيدو وروسته ځينو کړيو په  عمدی ډول د بې ګناه خلکو په تورولو او آزارولو لاس پورې کړ، تر څو د طالبانو په واسطه د واک له ګدۍ نه تر طالبانو د مخه واکمنۍ د پرزولو انتقام واخلی  .

. ايران پلوه کړيو هم د طالبانو د ايرانی ضد دريځ او سعودی سره د دوستانه اړيکو له امله د طالبانو پر ضد د افراطی اقداماتو سره علاقه درلوده. دا او دې ورته نور عوامل ددې سبب شول چې د آی-اس – آی او طالبانو پر ژرنده اوبه ورخوشی شی .

 همدارنګه خلکو ته د جهادی ملوک الطوايفۍ پته لګيدلی وه چې په خواشينۍ سره دوهمه جهادی واکمنی د نړيوالو ځواکونو په سيوره کې پر خلکو وتپل شوه. دې او دې ته ورته چارو  د طالبانو او د هغو د ملاتړو سره مرسته وکړه، تر څو په د ننه او بهر کې د جهادی تالان څخه د متنفرو خلکو په منځ کې، ځواکونه د مقاومت له پاره سره راټول کړی .

اوس چې نړيوالو د جګړې کرغيړنې پايلې وليدې او غواړی چې په تدريجی ډول خپل ځواکونه وباسی او امنيتی مسؤليتونه افغان ځواکونو ته انتقال کړی. مونږ بايد ددې پروسې ملاتړ وکړو، خو داسې چې:

 لومړی ـ  د افغان د امنيتی ځواکونو ښوونه او روزنه، دفاعی وړتياوې او قابليت د ځواکونو تر وتو د مخه بايد خپل تکاملی پړاوونه ووهي، تر څو په خلکو کې د افغان امنيتی ځواکونو په اړه  ډاډ او اطمينان پيدا شی .

دوهم ـ   د ملی اردو ټولې تشکيلوونکی برخې لکه هوايی او د هوايي دفاع ځواکونه ، زغره وال  او پياده ځواکونه، توپچی، راکتی قطعات  او نور بايد ايجاد سمبال او وروزل شی .

 دريم ـ  افغان امنيتی ځواکونه بايد په لازمو سپکو او درنو عصري وسلو سمبال شی . پاکستان او طالبان، همدارنګه ايرانی اخوندی رژيم د نړيوالو ځواکونو داسې وتل چې شا ته يو ځواکمن افغانی  دفاعی سنګر پرې نږدي، د بنسټ پالنې او ترهګری  په وړاندې د نړيوالی  ټولنې ماته  بولی .

په داسې شرايطو کې د سولې د پاره خبرې آترې هم  بې ګټې دی او د نړيوالو او افغان دولت له اغفاله غير بله مانا نه لری. خو که مونږ ځواکمن او ډاډمن متحد د افغان امنيتی ځواکونو تر څنګ  ولرو او پر آی-اس-آی او ايران هم دوامدار ديپلوماتيک او اقتصادی فشارونه او همدارنګه ددې سره موازی نظامی فشار جاری وساتل شی، تر څو  پوه شی چې د مداخلو دوام د مداخله ګرانو لپاره په بې ساري بيه تماميږی، بيا نو د سولې د پاره مذاکرات او خبرې آترې عملی پايلې لرلای شی.

د سولې او امن تأمين له دې مسألې څخه پيل کيږی چې د ژوند په ټولنيزو، اقتصادی، سياسی او فرهنګی ډګرونو کې بدلونونه منل کيږی او کنه ؟  که د بدلونونو سره دښمنی او نه پخلاتوب دوام ولری، جنګ ممکن په اوسنی شکل کې ودريږی، خو مرموز او خاموش داسې جنګ په طبيعی توګه دوام پيدا کوی چې پايلی به يې تر نننی جنګ هم خطرناکی او بګنوونکی وی. د سولې سرنوشت د بدلونونو د برخليک سره تړلی دی. نننی جنګ د بدلونونو په وړاندې  د نږدې دوه سوو کالو را په دې خوا د دښمنی او مقاومت نتيجه ده. په اوسنيو شرايطو کې د ملی واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتيا، د افغان وروڼو قومونو د يووالی، د افغانستان  د اساسی قانون د دموکراتيکو ارزښتونو څخه دفاع، د افغان مېرمنو حقوقو او انسانی مقام ته درناوی، د فکر او بيان آزادی، د ښوونې او روزنې، همدارنګه په اقتصادی، اجتماعی او کلتوری برخو کې د بيا جوړونې له پروسې او موجودو لاس ته راوړنو څخه ملاتړ او ساتنه د افغان امنيتی ځواکونو او ټول ولس لپاره لوی چلنج بلل کيږي.  له دې امله په افغانستان کې د افغان امنيتی ځواکونو تر څنګ د داسې يوه مرستندوی امنيتی ځواک موجوديت اړين ښکاري چې په فوق العاده حالاتو کې د افغان ځواکونو مرستې ته ور ودانګي .

بله مهمه خبره داده چې د سولې خبرې بايد د جنګ له اصلی ادرس سره وشی. پاکستان دا جنګ پيل کړی او  تود کړی دی. پاکستان په ډاګه وايې چې د سولې مذاکرات د پاکستان له حضور نه پرته بريالی کيدای نه شی. الحق! ځکه پاکستان د جنګ طرف دی. د جنګ د پای ته رسيدو له پاره مذاکرات د جنګ د يوه طرف په غياب کې اصلا مذاکرات نشی بلل کيدای. که پاکستان  له جنګ او مداخلې نه لاس واخلی، طالبان د پاکستان له ملاتړ نه غير جنګ ته ادامه ورکولای نه شی .

د امريکايی سناتور کارک کريک څرګندونې چې د نوموړی دفتر خپرې کړی وې او له هغه جملې نه د فرانس پرس اژانس ويلی وو چې ((سناتور د پاکستان د چارواکو ټولې خبرې دروغ بولی. دده په وينا د افغان دولت مخالفين د آی-اس-آی ادارې له خوا ملاتړ او جګړې ته هڅول کيږی . ده پاکستان افغانستان ته اصلی ګواښ بللی دی او ويلی يې دی چې د ۱۶۴۵ تنو امريکايی پوځيانو د مرګ مسؤليت هم د پاکستان د استخباراتی ادارې په غاړه دی. دی وايي چې ما پخوا فکر کاوه چې د پاکستان سره ستونزې بايد له ديپلوماتيکو لارو حل او فصل شی، خو اوس زما باور تغییر کړی دی.)) تر دې نور څه روښانتيا ؟

 پاکستانی او ايرانی واکمنان يواځې د جنګ په ژبه پوهيږی. له دې امله يواځې د نړيوالې ټولنې  دوامدار او زياتيدونکی هراړخيز فشار کولای شی چې پاکستان روغې او جوړې ته اړ باسی .

لنډه دا چې روغه او جوړه هغه وخت رښتينی روغه او جوړه ده چې د بدلون د پاره د پيل شوی پروسې ادامه تضمين شی. دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې  پيل شوی او روان بهير له هره پلوه د يوه ځواکمن سياسی او نظامی حمايت  او په سؤله د معتقد او باورمن اولس د ملاتړ څخه برخمن شی. پای

  

پر پورتني لیک تبصره وکړئ

 

admin@esalat.org

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)