Oct 21, 2012 21:14:40

 
دیپلوم انجنیر کبیر کاکړ

 

             افغان زلمي ته

يو ورته  وائي  بې خبر له  ټول  بشر زلميه

خو په ځوانانو کې  له ټولو ئې  زړور زلميه

دوستان  له  لر او بر راغلي د کومک  لپاره

هم  ورسره  دي  په  پنډونو شنه ډالر زلميه

کٌر د کوکنارو کړه چې څه ښايسته ګلونه لري

له تورو خاورو څخه وباسه سره زر  زلميه

د خيال وزر به دې په تخت د سليمان کينوي

که دې څو ځله وڅکول دا سپين پوډر زلميه

ژوند لکه باد داسې تيريږي نه راګرزي کله

لکه سحر چې شو بدل، په مازديګر زلميه

بل  ورته  وائي با ايمان او مسلمان  زلميه

دنيا فاني ده ځان ته جوړ کړه بل جهان زلميه

چې قضا نشي جماعت کې پنځه وخته سجدې

د دوعا لاس پورته کوه مخ په آسمان زلميه

چې ليکل شوي نه بدليږي هغه  رسي  درته

سپينو جاموکې ژوند کوه لکه سپين سان زلميه

واخله واسکټ د ځانمرګي ځان ته جنت وګټه

په  انتظار درته  ولاړ  حورې غلمان  زلميه

زه ورته وايم  چې دده که د هغه اوس منې ؟

که د اولس چې درنه غواړي پاک وجدان زلميه

هغه کوه چې پلار نيکه نه په ميراث در پاتې

ته  ئې افغان  او پاتې کيږه  تل  افغان  زلميه

 

انجينر کبير کاکړ     ماربورګ      ۲۰۱۲

 

 

  

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org