یکشنبه، ۲۶ می ۲۰۱۳

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

افغانستان د "ملایانو" - "طالبانو" - "روحانیونو" او اخوانیانو زندان

دکتور طاوس وردک

۲۶ مې ۲۰۱۳

 

 

(«اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد!

 

افغانستان د هغو وخته چې د اسلام وړانګې زموږ د خلکو په مخ وغوړیدې د تل پاتي اسلامی تهدید - ظلم - زور زیاتی - او افراظي او واهي (جعلي) اسلامستانو د حکومت دارۍ میدان وګرزید، زموږ ټول تیر تاریخ د (تعذ من التشا و تزل منتشا) تر سیورې او تبلیغ لاندې زموږ په بیسواده او ناتوانه بیوزلو خلکو تطبیق شوي او دستورې ((اسلامی فرامین د انګریزانو پاکستانیانو- ایرانیانو -عربي اجیرو افغانستان ته د انګریزانو له خوانه راوستل شویو تګ مارانو (حضرتانو پیرانو- خلیفه ګانو سیدانو- او اخوندانو- دیوبندي ملایانو)) په واسطه په شهرونو او کلیو کې په خلکو تطبیق شوي دي، په ابتدا کې د (پیریانو - سوبیانو - دیوانو - تاویز - کوډو - جادو -تومار) ډارول او د خلکو تداوی چې تر ننه پورې په اکثرا ولایاتو خاصتا کابل شهر کې رواج دي او خلک ور باندې باور کوي، پراخه استفاده وشوه، خو په ډیر تاساف سره چې یوه ورځ زموږ بیسواده او خوارانو په حرف یعنې په خوله مسلمانانو افغانانو (یعنی زموږ مسلمانان نه د آیت، نه د لمانځه، نه د توحید نه د شریعت) په تفسیر او معنی نه پوهیژي که ملا د آیت په ځای د (تیري منکي ګنګا) آواز هم وویلو دوی ور پسې ولاړ او لمونځ ور پسې کوي لکه په شهر کې تاسې لیدلي چې لالا هندو ناست دی او مخې ته ېې د تاویزاتو کتاب او د کمسايي دانې چې حروف ابجد ور باندې لیکل شوي او په کتاب کې یو عالم آیتونه لیکل شوي، خو یوه افغان که نر دی یا ښځه ونه ویل چې (هندو ولې د عربي کتاب نه استفاده کوي په داسې حال کې چې هغه هندو یا بت پرست دی) او ولې د قرآن د آیتو نه استفاده کوې (هغه متل چې وایی، تا که احمق در جهان است مفلس در نمی ماند) او په انترنیت یا فیس بوک کې هم لیکي چې دغه یا هغه آیت که یو څوک د ورځې یا شپې له خواه ۲۰ یا ۱۰۰ واري ووايي نو حتما خپل مراد ته رسیژي، خو زه در ته وایم چې که دغه کار دقیق واي نن به هیڅ غریب او مفلس نه وو، او بیا هیچا ونه پوښتیدل یا ېې سوال ونه کړو چې دغه لنګي داره، پګړۍ داره (تاویز او تومار ورکونکي جادوګران ملان، حضرتان، پیران) چې د ۲۰۰ یا ۵۰۰۰ افغانیو په بدل کې د خلکو نه پیریان یا میرګي پورته کوي یا جګوي او دغه استعداد لرې چې هغه مخلوقات چې په سترګو تر ننه چا نه دي لیدلي خو د پورتنیو (اقایونو) په امر او فرمان کار کوي نو که رشتیا وي ولي دغه خوارج چې د پردیو یوې مړۍ ډوډۍ یا یوه جیوال اوړو یا یو پسه یا وزګوړي له پاره سترګي پټې کړې دی نو ولې په (پیریانو او سوبیانو) امر نه کوي چې لاړ شۍ یو بانک را ته لوټ کړي یا لاړ شۍ یو پادشاه مړ کړۍ او ځان پادشاه کړۍ چې په مقام او چوکۍ پسې ړانده شول لکه مجددی صاحب و غیره او همدا رنګه په زر ها وو خلک زیارت ته ځي او هلته ژاړي او خیراتونه او نقدې پیسې ملنګانو ته ورکوي چې زیارت ېې سوال منظور کا، خو بیا سوال پیدا کیژي چې که دغه زیارت یعنی هغه مړۍ چې ړانده بینا کوي - ګوډان روغوي - پیریان او سوبیان لرې کوي) نو ولي دوی مړه شول او دوی باید ېې ځان ژغورلۍ وو او هغه هم معلومه نه ده چې دغه زیارت د خره سر یا د آس لکۍ یا د لیوه بل شي خش دی، خو نه (ملا - نه اخوند - نه طالب - نه حضرت - نه پیر) یوه هم ونه ویل چې زیارت ته تګ شرک دی، ممنوع دی، ناروا دی، خو بیا دغه اقایون (ملان - روحانیون - پیران - حضرتان - اخوندان - سیدان) د خلکو په اجتماعی او شخصي ژوند کې، دخلکو په ناموس داری کې او د خلکو په زنا شوهرۍ کې او د خلکو په شخصی ژوند کې مداخله کوي، دوی خلکو ته وایی دا کار نا روا دی - دا روا دی - دا وکړه دا مه کوه - بچه بازی مه کوه زنکه بازی مه کوه - رشوت مه خوره - ښځه سرلوڅې مه پریږده - ښځه بی میړه نه بیرونه ته مه پیریږده، دغه ټول دوی شخصا کوي (واعظان چون وعظ بر محراب و ممبر میکنند - چون به خلوت روند آن کار دیګر میکنند) حضرتان او پیران همیشه چرس وهی شراب خوري -هلکان ساتی - زنکه بازی کوي او د دوی لورانی او ښځې د دغو کارو سرغنه دي.

خو دوی یوه ورځ د افغانستان خلک کوڅو او سرکو ته یا پارکو ته را نه وستل را دعوت نه کړل چې دوه درۍ ساعته ور ته د (پاکستان - ایران - عربو - امریکا او نورو غربیانو) د ظلم زور، ناروا، وژلو ترور، انتحاری، او د ښځو د خشونت په ضد زموږ ولسونو ته هیڅ تبلیغ و نه کړو مخصوصا هغه فیصله چې د پارلمان متعصبو ملانو، او اخوانیانو د قران پاک د آیتو نه د ښځو سره د ضدیت ډیره ناوړه او غیر انسانی فیصله صادره کړه، نو دوی هیڅ نصیحت خلکو ته و نه کړو، اوس دوه کارونه باید نوۍ را تلونکۍ حکومت په افغانستان کې په جدیت - قاطعیت - او د همسایه هیوادو له دیکټاټه لرې تطبیق او عملي کا .

۱-  د ملانو لویه شورا جوړول او عملا ملان د مشاورینو په حیث (یعنی د ولسوال مشاور - د والي مشاور - د وزیرانو مشاورین - د رییس جمهور د معاونینو مشاورین، وټاکي او مستقیم مسوولیت ورپه غاړه کړي او بیا ورنه استجواب تر لاسه کړي.

۲ - په افغانستان کې د یوه سیکولار نظام جوړول عملا تطبیق کا تر څو افغانستان د ترقۍ او پرمختګ لاره په دقت سره تعقیب کا او هیڅکله د نظام خنډ شي.

نن ورځ زه داسې نر نه وینم چې پورتنی دوه کارونه تر سره کا، یوازنۍ افغان چې د پورتنیو کارو استعداد لري هغه (باید یو غیر "مجاهد" افغان وي) او هغو ته باید خلک رایه ورکړي.

«اصالت» مطابق پالیسی نشراتی خود در تصرف، ویرایش و تصحیحات لازم انشائی و تخنیکی در متن نوشته ها و مقاله ها

 دست باز دارد و این حق را به خود محفوظ میدارد !