چهارشنبه، ۱۱ مارچ ۲۰۰۹

 

افغانستان

ته یی آشوبګر بوله،

خو زه ورته جنت وایم

ته ورنه منکر اوسه،

دا ده کور د هر افغان

ته خو یی پردی بولی،

زه یی د غیرت ځانګو

ته ورنه نفرت لری،

زه یی خپل عزت ګنم ده په مونږه ګران

ته چه میرویس نه منی،

بیا د پلار هویت دی وښیه

دومره درته وایمه،

شک می په یقین بدل، نشوی ته انسان

ته په ابدالی خاندی، زه ورته بانی وایم

خوښه دی چه څه کوی

زه د شعر په ژبه ورته وایمه جانان

ته چه انا نه منی، زه یی خپله مور ګڼم

بیا به تیښته ته کوی او پری به ایږدی میدان

ته په ملالی خاندی، مونږ ته ده غازی ادی

پلار دی په کندو کی پټ، دا وه قهرمان

قصی به دی پلار کړی وی،

یا یی زه درته په یاد کړمه

شرنګ د دو د تورو وو

چه انګریز ځینی خلاص کړو، هغه وه اکبر خان

ته په پردو ښه ښکاری تاته مبارک وایم

زه ورنه نفرت لرم زوی یم د افغان

تل به وی ژوندی به وی دا افغانستان

 

میوند، کابل - افغانستان

 

! توجه

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با کسب مجوز کتبی از «اصالت» مجاز است !

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد.

Copyright©2006Esalat

www.esalat.org