اسدالله زمری
۱۹- ۳- ۲۰۰۸
افغانستان
په دغه ځمکه باندی
له ډیره وخته دیخوا،
نه چا کوم بیل وواه
او نه د سپارې بریښیدونکي غاښ پری وازمایه ځان
نه د غلی دانه پری ښخه شوله ،
نه کوم نیالګي پکې رېښي وکړلې ،
پرخه پری پری نه وته؛
ویاله پری تیره نه شوه؛
نه کوم هرهټ یې مخ ته،
لپه ورواچوله .
نه پری باران واورید، او نه پری واوره ویلې؛
نه د کوم کور د تهداب تیږه پکې کیښودل شوه؛
نه تری ګل و ټوکیده، او نه هم شنه کبله،
نه بی ثمره ونه، نه د غنمو وږی؛
نه تری ښه بوی وخاته .
نه کوم مرغه پری والوت،
نه پری بلبل و چغید .
خو
د کنګ غږونه
له هری خوا نه جګ دي
له سپیرو دښتو ځینې
د خړو کلیو له خوا
آن د کورونو له انګړو څخه؛
چې تل قبرونه کینی
او انسانان ښخیږی؛
د انسانانو وینی
په سمه، غرونو، کاڼو بوټو باندی...
د پر خی، واورې او باران ځایونه ټول ډک کړی
هر چیرته وینه پرته....
هر چیرته وینه اوری....
هر چیرته وینه : بهیږی او بهیږی پسې...
دلته د وینو بوی دی،
او د باروتو لوګی،
پر وریتو شویو غوښو ،
او د بدن پر غوڅو شویو ټوټو ...
د ساندو کریکو او ژړا غږونه .
څوک شي نفس ایستلی ؟!
دلته هوا نشته ده ؛
ټوله فضا د انسانانو له روحونو ډکه ...
او دغه خاوره ده مدام له ماتمونو ډکه ...