Thu, September 8, 2011 15:42

 

غښتلی افغان

 

احمد شاه مسعود

 

اول غل وو بیا د غلا د کار استاد شو

ډاړه مار، ډوب په کوهي کې د فساد شو

د قاچاقو او پوډرو کار ئې چوک کړ

د وطن دښمن، په فکر د جهاد شو

د لاجوردو په سنګر کې اوسیده به

زمردو باندې جوړ ئې اقتصاد شو

چې ئې ورکړ امتحان د ورانولو

په غارت او په وژلو کې استاد شو

نه ترې زوړ پاتې امان کې شو نه ښځه

د وطن د اولادونو لوی جلاد شو

د پردیو په چوپړ کې لوی آمر شو

خپل ئې نه لرل نو ځکه لوی صیاد شو

تاریخي آثار ئې لوټ او څه سودا کړل

د وطن موزیم دده په لاس برباد شو

 

د یوه خرڅ شوي "مشر" په وینا بیا

دا ملی خائین، "ملي قهرمان" یاد شو

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org