دوشنبه، ۸  فبروری  ۲۰۱۰

 

نوميالي مبارز او شاعر اجمل خټك
 

 له نړى سترگې پټې كړې


نوميالي مبارز او شاعر اجمل خټك

 

د پښتنو سياسي او قومي مشر، ملي شاعر اجمل خټك د ورپېښې ناروغى له امله نن ماښام ناوخته پېښور كې د ۸۵ كلونو په عمر له نړى سترگې پټې كړې.

ښاغلى اجمل خټك چې خپل ټول عمر يې د قلم او مبارزې د لارې د پښتنو د آزادى او حقونو لپاره مبارزه كړې د تير يوه كال را هيسې سخت ناروغ و او ډيره موده يې په روغتون كې تيره كړه.

د اجمل خټك د جنازې لمونځ به سبا د غرمې وروسته نوښار ته څيرمه د اكوړه خټك په سيمه كې تر سره او همالته به خاورو ته وسپارل شي.

اجمل خټك د ۱۹۲۵ زيږدي كال د سپتمبر پر ۱۵مه نېټه نوښار په اكوړه خټك سيمه كې د حكمت خان په كور كې زيږدلى دى.

اجمل خټك له كوچني والي له مبارزې او سياست سره مينه لرله او ان د ليسې زده كونكي په توگه يې خان عبدالغفارخان په لښكر كې ځان گډ كړ.

نوموړى د سختې مبارزې په دوران كې له گڼو كړاونو سره مخ شو چې ان خپلې زده كړې ورنه پاتې شوې او په دغه موده كې څو ځله د وخت واكمنو له خوا بندي شو.

اجمل خټك پښتونخوا ملي عوامي گوند مشرتابه هيئت غړى پاتې شوى او د دغه گوند په استازيتوب يې د ملي شورا غړي په توگه هم دنده ترسره كړې.

نوموړي تر ماسټرى درجې پورې په سختى سره لوړې زده كړې كړې وې، په پښتو، اردو، فارسى، عربي او انگليسى ژبه ښه پوهيده.

نوموړى لوى مبارز تر څنگ لوى استاد، ليكوال او ستر شاعر هم وو. ۱۳ كتابونه او ۱۸ رسالې يې له چاپه راوتلي او گڼې نورې ليكنې او اثار يې ناچاپ پاتې دي.

نوموړي په اردو، پښتو ژبه شعرونه ليكلي او په نورو ژبو يې هم ليكنې خپرې شوي، د ((غيرت چيغه)) نوم كتاب يې په لره او بره پښتونخوا كې ځانگړى نوم لري.

اجمل خټك له يونيمې لسيزې زيات وخت له پېښوره لرې په كابل كې د مجبوريت شپې ورځې هم تيرې كړي خو په هر حالت كې يې خپل قلم او مبارزه دواړه چلولي.

 

وخت خبرى اژانس

نوښار- پېښور

د سلواغې ۱۸مه

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org