اجمل خټک هم لاړ

زبیر شیرزاد

د ستمگرانو استعمارگرانو او اشغالگرانو په ضد مبارزینو ته او د خټک صاحب درنی کورنی او ایمل خټک ته د زړه صبر غواړم.

زه د اجمل خټک مړینی ته نه ژاړم که ژاړم د هغه کارنامو او ناکامو هیلو ته ژاړم. چه خه وخت به هغه اولس چه خټک ورته خپل ټول ژوند قربان کړ ویښ شی بریالی شی او په خپلو بریاوو کی د انقلابی اجمل سرکش اولس د هغه شعرونه او ترانی ووایی زه خټک صاحب مړینی ته نه ژاړم ځکه په ژړا هغه نه ژوندی کیږی هغه انقلابی شاعر حتما که نن مړ نه وای سبا او یا څو کاله وروسته مړ کیده. ځکه له مرگه خلاصون نشته او خټک صاحب له مرگه ویره نه درلودله هغه دار منلی وو هغه زندان منلی وو او د خپلو خلګو لپاره د ځوانی څخه قربانی ته ورډانګلی وو زه که خپه یم د خټک هغه قلم ته چه د انسانیت او د مظلومانو د خلاصون لپاره په پوره میړانه او ایمانداری د شعر په ژبه زحمتکشانو ته او انقلابیونو ته لیکل. باید وژاړم ځکه چه د اجمل سره هغه قلم هم مړ شو. زه که د اجمل په مړینه خپه یم ما سره لویه د خفګان دلیل شته کوم چه تاسو لوستونکو سره هم شته. ما سیاست د اجمل له شعره سره یو ځای یاد کړی او د سیاست ډګر ته می ورډانګلی. هیڅ انقلابی نشته چه د اجمل خټک د شعرو څخه یی د وطن دوستی الهام نه وی اخیستی. کله چه ځوان وم او د اجمل خټک شعرونه به می لوستل زما انقلابی روحیه لوړیدله او بیا به می وطنپرستو ځوانانو او انقلابی ملگرو سره یو ځای د استبداد او ظلم په وړاندی د اجمل شعرونه ویل. کله چه ما د خپل اولس سره مینه پیدا کړل بیا دا مینه او وطن پالنه ما د اجمل په شعرونو کی ومونده او زیارکښانو ته څرګند کړ او بیا به می د زورگویانو پرضد د یوی انقلابی په توگه په لوړ آواز دا شعر ویل:

که ظالم می ژبه غوڅه کړه تیره شوه    توره څومره چه تیره شوله خوره شوه

اوس که نر وی نو غوږونه دی خپل پری کړی   چه زما نغمه سره نه شوه لا سره شوه

چاته به دا څلور کرښی یو احساساتی شعر ښکاری خو دا څلور کرښی ندی دا د اجمل بابا او د هغه د ملگرو ارواښاد خان عبدالغفار خان او خان صمدخان اڅکزی او ولی خان غږ دی. دا د انگریزی استعمار او د پنجابی گوډاگیانو پرضد د ځوانانو راغونډول دی. دا څلور کرښی ندی دا یو مکتب وو زه اجمل خټک ته برعلاوه چه د انسانی عاطفی دپاره خپه یم خو له هغه زیات دی ته خپه یم او باید خپه هم واوسم چه بیا به په خټکو کی داسی څوک پیدا شی چه د اجمل ژبه پیدا کړی او د غیرت د چیغی په شان د اولسونو چیغی ولیکی. هو، ما د اجمل بابا په هکله ډیر څه واوریدل او ډیر څه ولوستل خو ټولو څخه یوه خبره هیره ده هغه دا چی چا اجمل یو ملی پشتون چه واقعا ملی پشتون وو چا اجمل د خدایی خدمتگارانو غشتلی غړی او چا شاعر او چا انقلابی شاعر نومولی. هو، د هر چا خبره سمه ده خو که د اجمل د نوم سره او د هغه په ژوند پاڼه کی کوم چه زه اجمل خټک له ډیر پخوا او نږدی پیزنم زیات شی شه به وی تر څو د اجمل روح تر ابده آرام واوسی هغه دا چی اجمل بابا نه یواځی د پشتونخواه وو هغه یو مترقی او په مترقی ایډیالوژی سمبال افغان مبارز او میړنی مبارز وو. هغه نه تنها د پشتونخواه وو هغه د افغانستان هم وو هغه که په اکوړه کشی پیدا شو هغه که په خټکو کی سیاست ته وروډانګل خو په افغانستان کی د یو انقلابی ستوری په شان وځلید. شعر یی رڼا خپره کړه. هغه خپل دوه لسیزه سیاسی او انقلابی ژوند زمونږه مبارزینو سره یو ځای تیر کړی او زمونز په شان یی د افغانی استبداد پر ضد مبارزه کړی دی. نه مونږه اجمل هیرولی شو نه د هغه د غیرت چیغه او نه د هغه معنی داره شعرونه او نه باید د اجمل خواخوږی مونږه هیر کړی زه چه کله د اجمل نوم په خوله اخلم ماته د پشتونو او بلوڅو ملی مبارزین یادیږی او ماته د خپل د گوند د هغی ویاړلی مبارزی یوه برخه چه د پشتونو او بلوڅو د حقوقو نه یی دفاع کوله را یادیږی ماته د سنبلی نهمه را یادیږی چه څنګه د خپلو رهبرانو سره د محکومو اولسونو د خلاصون په خاطر لاریون کاوه. دا صرف د پشتنو او بلوڅو سره خواخوږی نه، بلکه زمونږ د ګډی ایډیالوژی چه د بشریت د خلاصون د لاری ایډیالوژی ده هم غږی وه. اجمل یقینا نه تنها پشتو پشتونخوا پوری اړه لرله هغه انقلابی په افغانستان کی د ټولو وروڼو ملیتونو او قومونو او په خاصه توگه ترقی غوشتونکو قوتونو پوری اړه درلودله. په پوره گمان که عادلانه قضاوت وکړو اجمل د خپلو دردونو په خاطر چه د ټولو محکومو اولسونو درد ورسره وو د جهان ټول مترقی بشریت پوری اړه درلودله. اجمل زحمتکشانو پوری اړه درلودله او د بشریت د خلاصون لپاره یی مبارزه کړی دی. اجمل برعلاوه چه یو ملی شخصیت وو هغه یو مترقی انقلابی څیره وه د هغه نوم زمونږ د گوندی ژوند په تاریخ کی نه هیریدونکی ده. زه اجمل بابا ته خه نشم ډالی کولای په غیر ددی چه د پشتونخوا بلوڅو او د افغانستان ملی دموکرات انسانانو ته د اجمل د هیلو بریاوی غواړم که چا یو ځل د اجمل شعر او په خاصه توګه د غیرت چیغه لوستلی وی بیا پوهیږی چه اجمل څوک وو. اجمل خپل اولس په هیڅ چا خرڅ نه کړ هغه ته ډیر سره او شنه پیشنهاد شو خو اجمل خپل پلارنی جونګړه د پنجابی بنګالو لوړه وګڼله او په خپل خاورین کور یی قناعت وکړ. اجمل د یو صادق انقلابی او ایماندار مبارز په توګه په هغه کور کی چه پیدا شوی وو هلته مړ شو او د خپل آرمانونو سره په ډیر درنښت خاورو ته وسپارل شو. روح دی ښاد وی نوم دی تل ژوندی وی!

 

پنجشنبه، ۱۸ فبروری ۲۰۱۰