اســـــــــد زمری
ښځه
د ستر خالق د هستونو بی مثاله شهکار،
د طبعیت د تکامل د څلې لوړه څوکه،
او د لطیفو عواطفو دا ژور سمندر،
په ځان ښیندنې او په زغم کې لکه غر داسي ستر،
د شفقت کان او د مینې مقدسه مولا،
د ژوندانه د کږلیچنو آزموده رهنما،
د تعقل او د کلتور دغه ځلانده غمی
د تحول او پرمختګ دغه بی ویری اتل،
د آزادۍ - برابرۍ دشمعې سوې پتنګ . . .
* * *
دا نه «سیاه سره»، نه «عیال» ده او نه هم «عاجزه»
«کډه» هم نه ده او یوازې«کورودانه» نه ده.
نه د جاهلو او ړندو په ډیر معیوب منطق کې:
ناقص العقل، ناقص الدینه نه ده!
آزاد انسان ده او نور وینځه نه ده!
او د ناولو فحاشانو د هوس نانځکه هم نه ده دا.
* * *
چې انسانیت يې د بقا او خپل دوام په خاطر،
په درناوي او د منت بدل کې سر ټیټوي . . .
هر نارینه چې نارینه وي نو پرې سر ورکوي . . .
وفا او زغم، ګذشت او صبر یې له عجزه نه دی . . .
هر نابغه ددې له عقله او وجوده پیدا،
هغه چې ټول جهان پرې ویاړي دې روزلي دي ټول،
پخپله دین، ایمان، مذهب ده دا سپیڅلی موجود،
دا الهه ده خدای خلق کړې پرستش لپاره:
دا مقدسه موجود مور ده . . .
دا مو خور ده، دا آنا او دا ترور . . .
دا مو توړۍ ده، دا زمونږ د ستړي ژوند ملګرې،
دا مو د ژوند خوږه میوه ده د لورکۍ په نامه.
* * *
جنت ددې په غیږ کې،
ثواب ددې وجود کې،
جهان ددې په لاس کې،
لویې ددې په زړه کې،
ښکلا ددې وینځه ده،
نیکمرغۍ دې سره ده،
خوشحالي دا راولي،
* * *
ددې په ښکلي مخ د غم ګرد د لیدلو نه دی.
دغه موجود که نمانځئ نه، د ځورولو نه دی.
دا چې وي خړه او خفه ورته اسمان ژړیږي،
پردې ګوذار باندې د خدای عرش او دربار لرزیږي.
په سپکه سترګه او په ټیټ نظر کتل ښځې ته . . .
د انسانیت د ستر مقام د سپکاوې معنی ده؛
ددې درنښت دی د مریم او آمنې درناوۍ،
ددې درنښت دی د ادم او د حوا درناوۍ،
څوک چې انسان وي د انسان دخالق قدر کوي
د خپلې مور خپلې میرمن او د خور قدر کوي
* * *
افسوس زمونږه په حال افسوس او بیا هم سل افسوسه . . .
چې د افغان وطن کې:
چې یې سوما، او سروشه، اناهیتا لمانځله،
چې یې میترا، سوریا او هم یې اندیرا لمانځله؛
او د عالم د اداری لپاره اهورا مزدا.:
صرف فرشتي ټاکلې.
افغاني ښځې نن په ډیرو ځنځیرو تړلې . . .
تن یې زخمي، میړه یي مړ او په اولاد ده بوره،
کله سنګسار شي، کله پری کړي ورته غوږ او پوزه،
کله له ډیرې ناچارۍ نه ځانته اور واچوي.
د څو وحشیانو په نظر کې اوس لا هم وینځه ده
چې نه د ځان اختیار لري او نه د خپل د اولاد.
* * * *
خو ګرانې خورې، درنې مورې راته ګرانې لورکۍ
چې ځان څوک خلاص نه کړی له بنده، بل یې نه خلاصوي
ای د اناهیتا ملګرې او ای د ملالۍ خورلنډې،
د رابعې ملګرې ای د ثریا لوره کې . . .
د تا ژړا او سلګۍ،
زما فریاد اوساندې . . .
نه کوم اثر لري او نه هم څه ترې لاس ته راځي . . .
پاڅه راپاڅه!!
د فرخندی په وینو سور پړونې . . .
لکه کاوه د ازادۍ او سولې،
د سوکالۍ او تمدن لپاره . . .
او د روانی ناروا او د ظلمونو پر ضد،
رپاند بیرغ کړه ځانته.
او ملا دې د رخشانې د سنګسار شوی شنه بدن کسات،
او د بابک د پاکو لوڼو د عفت په کسات . . .
او د ناهید د شهادت او مظلومیت په کسات . . .
په شنه ټیکري وتړه!
او دغه تور زندان يې مات کړه ورته!
او دغه تور دوران ته نور د رڼا ټکی کیږده!
۶/۳/۲۰۱۷
ویسبادن
مریم عیسی ع مور، آمنه د محمد ص مور، سوما د مقدسو شرابو بوټي، سروشه د قانون الهه، اناهیتا د باران او حاصلخیزی الهه، میترا د روښنایی الهه، سوریا د لمر الهه، اندیرا دجنګ الهه، رابعه بلخی افغانه شاعره او د موجودو قیدونو پرضد د قیام سمبول، ملاله د میوند اتله، اناهیتا دکتور اناهیتا راتب زاد د ښځو د نوی نهضت بنسټ ایښودونکي او د ښځو د خقوقو مبارزه، ثریا ملکه ثریا د د اعلیحضرت امیر امان الله خان میرمن او د ښځو د نهضت او حقوقو غوښتونکی
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat