اســـــــــد زمری
ای ګرانه وطنه
بیا دې دا دردمن بدن ته، نور زخمونه چا درکړل؟
بیا دې د کور ساندو ته، تازه سوزونه چا درکړل؟
چا دې په بچیو، د مرګي ساه لنډه لنډه کړه؟
تاته دا بی شمیره، د ا خوني مرګونه چا درکړل؟
چا دې په واټونو کې، توده وینه جاري کړه بیا؟
بیا د بی رحمۍ او د وحشت وارونه چا درکړل؟
چا درته د کونډو د نومونو طومار لا اوږد کړ؟
بیا دیتیمانو د ژړا غږونه چا درکړل؟
ستا سوري سوري ځیګر ته، ستا تغمي تغمي زړه ته
نوي په لمن باندې د غم داغونه چا درکړل؟
بیادې د پګړۍ شمله د چا توفان راښکته کړه؟
دا خواري او دا د خرابي شرمونه چا درکړل؟
اوښکې چې دې چا کله په مینه پاکې نه کړلې
کرکې او تعصب نه دا تازه غمونه چا درکړل؟
ته «عشرتسرای»(۱) وی ستا اغزي د ګل حسرت وو تل
دا د ماتم کور او کنډوالې نومونه چا درکړل؟
«ته چې د اسیا د زړګي»(۲) زړه وې ولې ودریدې؟
دغه د فساد او شرارت ننګونه چا درکړل؟
څومره ناکردې به نورې ووینې د زړه سره
دا د بیوسۍ او مایوسۍ دردونه چا درکړل؟
* * * * *
ای ګرانه وطنه داسې ژوبل، داسې خوار چا کړې؟
ته د ګلالیو اولادو په مرګ داغدار چا کړې؟
چا دې بی همتا ښکلا په بدو سترګو وویشته
وران کړلې چا داسې، په غمونو ګرفتار چا کړې؟
چا دې ښاپیرۍ لوڼې دیوانو ته په لاس ورکړې؟
ځان ځنې بیزاره په پستانو سر دوچار چا کړې؟
چا د راکتونو په باران باندې پوښلی وې؟
بم باندې خراب، زخمي او مړ په انتحار چا کړې؟
چا دې د رتبیل(۳) مټې په مکر باندې ماتې کړې؟
چا کړلې غلام او د عربو باجګذار چا کړې؟
چا دې د« آمان»(۴) زړه د تکفیر په غشو نخښه کړ؟
چا اسیر د یو غله(۵)، او محکوم د بل غدار(۶) چا کړې؟
چا دې اسمایي نه ارغوان له بیخه ووایستل؟
چادې هر یو بوټی وسو، ټول انګار، انګار چا کړې؟
ته چې د دنیا د ښکلا دنګه نمونه وې تل
اوس د خرابیو او غمونو لوی سردار چا کړې؟
ای د زمرو ځالې ستا قلا او دروازه څه شوه؟(۷)
داسې د لیوانو او ګیدړو د خولې ښکار چا کړې؟
ته چې هر غلیم او یرغلګر ته د مرګ کنده وې؟
اوس دې پردی پالو او پردیو ته ګلزار چا کړې؟
* * *
هغو چې په تا کې زیږیدلي او لوی شوي و
هغو چې بې ننګه وو او تا ځان نه شړلي وو
هغو چې د تا د اولاد نوم پرې ورنښتی وو
هغو چې تالۍ یې د پردیو تل څټلي وو
هغو چې يې ستا پۍ په پیتیو باندې ورکړلې
هغو چې غیرت، همت او ننګ نه تښتیدلي وو
هغو چې یې مور خپله کړه خرڅه په ریال- کلدار
هغو چې ډالر یی په سینو پورې نیولي وو
هغو چې و و ننګ د انسانیت او کلتور هر چیرته
هغو چې د جهل ځنځیرونو کې تړلي وو
هغوی چې د تا د سوکالۍ خوني دښمن وو تل
هغو چې تاریخ هم شرمولي او رټلي وو
هغو چې د سر سړي یې سر باندې میخکوبه کړل
هغو چې تیونه یې له میندو نه پرې کړي وو
هغو چې یې ایښي دي نومونه رنګ په رنګ په ځان
هغو چې ځانونه یې په څو ځایه خرڅ کړي وو
هغو چې اشرار وو خویې ځان ته مجاهد ویلې
هغو چې يې ستا زامن د سپو په شان داړلي وو
هغو چې يې ځان باندې نن ایښی د طالب نوم دی
هغو چې داعش او القاعدې پورې تړلي وو
* * *
هغو چې پرون یې د پردیو غلامي وکړه
هغو چې یې نن په غلامۍ کې هم سیالي وکړه
هغو چې نوکر شول د ایران او پاکستان وره کې
هغو چې په هر ځای کې وحشت او خرابي وکړه
هغو چې انسان یې له صورت او شکله شرم کړي
هغو هم وطن کې زمونږ څوکاله شاهي وکړه
هغو چې خوني داړې يې لا پسې تیری کړلې
هغو چې په خپلو کې یې هم څه سګ جنګي وکړه
هغو چې باران د راکتونو يې په لاس شوی
هغو چې په وینو د ولس کې یې مستي وکړه
هغه چې واکدار او س د وطن، خاوری او خلکو دي
هغو چې په دوی يې هر غلیم ته دلالي وکړه
هغه چې له غله د کاروانه سره یې تار درلود
هغو چې یې هر چا سره هر وخت ناځواني وکړه
هغه دمیرې کربوړۍ، هغه د لستوڼي مار
هغو چې یې هر قدم کې يې زر رنګه پسټي وکړه
ورک دي وی، تباه دی وی، برباد دې وي
هغو چې زمونږه په کاله کې تباهي وکړه
کله به له دغو شرمښانو څخه خلاص شو مونږ
نوره مو په خپل صبر او زغم پښیماني وکړه
۱۲/۹/۲۰۱۶
ویسبادن
۱- له «خوشا عشرتسرای کابل و دامان کهسارش» نه
۲- د اقبال له شعر «ملت افغان دران بیکر دل است» نه
۳- د عربو د تجاوز په وخت کې د کابل پاچا؛
۴- امیر امان الله خان،
۵- حبیب الله کلکاني
۶- نادر شاه
۷- شیر دروازه
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat