جمعه، ۱۷ می ۲۰۱۳
آزاد ژوند
اوچت دې تل نشان وي په جهان د آزادۍ
بر باد دې همیشه وي غلیمان د آزادۍ
ژوندي به څه وي هغه چې یې واک اختیار د بل وي
دا شان عمرونه زار له یو آن د آزادۍ
دنیا ورته سر ښکته په تعظیم وي تر قیامته
کوم قام چې سر و مال کاندي قربان د آزادۍ
په سر و مال ډیل نه دی د آزاد ژوند لپاره
له څیرمې پښتانه دي مینان د آزادۍ
وطنه ستا په مینه تل تیار زلمي ایثار ته
سېلاب لکه بلبل دی غزلخوان د آزادۍ
شاعر: شهید امان الله سېلاب ((ساپی))
ترتیب کوونکی: انجنیر عبدالقادر مسعود
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat