یکشنبه، ۲۲ اگست ۲۰۱۰

اسدالله زمری

 د ۱۲۹۸ کال د اسد د ۲۸ نیټې د ګران هیواد د آزادۍ د اعلان د ورځې او د مسعود د مرګ یعنې د رژیم د «روز شهدا» د لمانځلو د محکومولو په مناسبت.

 
   

آزادي

   
ته کلونو او قرنونو  ترڅ  کې

د هر محکوم د زړه لمړی آرمان یې

ته یې   مرام د استبدا د بندي د اسیرانو  د  هر درد درمان یې

د طبعیت  نه د انسان   لپاره

یوه خوږه او بې بها تحفه یې
ته د هر چا د پاره لویه آرزو په ښو  صفاتو  لکه  فرشته یې
خو چې د څوانسان نما وحشیانو د شومو هیلو د یو کنیزه  کړلې
د تا پر تخت تور اسارت دیره شو ته یې د پلید مرام سریزه کړلې
چې تا د ځان کړي ای حسېنې ناوې له سره تیر څه دنګ ځلمیان چې نه شول؟!
چې ستا خوږه وږمه تل وچلیږې د جېل خوراک څه اتلان چې نه شول؟!
ستا رسیدو لپاره ډیرې سینې په مردکو سورۍ سورۍ شولې
چې په ارمان دې د زرګونو ځلمو تر خاورو لاندې ښې ځوانۍ شولې
د تا لپاره دانسان آرمانه د نړۍ واړه محکومان هڅیږي
چې ته د ټولو د ژوندون نغمه شې د حاکمانو خوني لاس غوځیږي
که زما ژوند ټول اسارت کې شي تیر آرمان به نه لرم وروستۍ سلګۍ کې
که مې   دغه یوه  آرزو شي  پوره : چې نفس ورکړمه زه آزادۍ کې
 

 

۸ / ۹/ ۱۳۵۶

خیرخانه کابل

اسدالله زمری