اسدالله زمری
بلنه
ځي چې له وطن نه رنګ په رنګ غمونه وریبو
څه چې مو کرلی دی هغه فصلونه و ریبو
پاکې ارادي او نیکې هیلې که سر خوره شوې
ځې چې د ناولو سر خورو، سرونه و ریبو
کله د چا لاس، کله پښه او کله سر غوڅ دی
دې د ژوند لوګرو نه خوني لاسونه و ریبو
هر یو د خپل پلار او د نیکونو دعا ګویه کړو
ځي د کفن کشو د دوران، وختونه و ریبو
هر څوک وائې ځه په ما ئې څه؟ ما هر څه کړي دي
ځان نه را تاو کړي، دا غلط خیالونه و ریبو
څو پوری به خپلو کې د جنګ شرم ته غاړه ږدو
ځي چې ټول وطن نه، د نفاق تخمونه و ریبو
څومره بې ننګي ده چې د بل دلاس آله واوسو
خپل لاسونه یو کړو، دا پردي زواکونه و ریبو
څو چې سوارې ئې شې نیزې تیري کوونکو ته
دوۍ چې دي کرلي، دا اغزن ګلونه و ریبو
دې و حشت ته غلی کښیناستل پخپله جرم دی
ځي چې د عمل د لاس او پښو بندونه و ریبو
قبر د شهید به کړو سنګر او شناخته ئې سپر ځانته
تورو او نیزو ته به دا ټول توغونه و ریبو
در س به د عبرت ورڅخه واخلو مستقبل ژوند ته
ځمکې د ماضي نه به کره درسونه و ریبو
دغه د تاریخ د آزموينې نوی دور دی
پاڅیږئ زمرو چې د بري خوندونه و ریبو
۱۹۹۹/۵/۳
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat