یکشنبه، ۱ اپریل ۲۰۱۲

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در دیدگاه ها به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

بلوچستان؛ د امریکا او چین د سیالۍ ډګر

 

 
مجیب الرحمن ساپی

 

بلوچستان د پاکستان تر ټولو ستر ایالت دی، چې مرکز یې د کوېټې ښار دی او پښتانه او بلوڅان په کې مېشت دي. له لوېدیځ لوري له ایران، له شمال لوري له افغانستان او د پاکستان له ایلي سیمې، له ختیځ لوري د پنجاب او سند او له سوېل لوري له مکران سیند سره پوله لري.

په ۲۰۰۵ زېږدي کال کې د بلوچستان نفوس ۹۸۳۹۴۱۷ ښودل شوی، چې ۲۳،۸۹ سلنه وګړي یې په ښارونو کې ژوند کوي.

د بلوچستان د خپلواکۍ مسئله اوس مهال نه ده وړاندې شوې او نه هم یوازې اوس بلوڅان د خپلواک بلوچستان غوښتونکي دي؛ بلکې هغه مهال، چې انګلیسانو د دوو هېوادونو یعنې پاکستان او هندوستان نظریه ومنله او پاکستان بېل شو، نو د هندوستان لویو او وړوکو ریاستونو ته واک ورکړل شو، چې خپلواک پاتې کېږي او یا هم له پاکستان هېواد سره یو ځای کېږي. په هغه وخت کې د بلوچستان مشري میر احمد یار خان کوله. کله، چې د ۱۹۴۷ زېږدي کال د اګسټ په ۱۵ نېټه پاکستان خپلواکي تر لاسه کړه یوه ورځ وروسته میر احمد یار خان د خپلواک ریاست اعلان وکړ.

هغه مهال د پاکستان لوی ګورنر محمد علي جناح میر احمد یار خان ته درناوی درلوده؛ ځکه یې په نرمه غوښتل خپله پرېکړه، چې هغه له پاکستان سره د بلوچستان یو ځای کېدل وو پر ده ومني؛ خو یو کال وروسته د ۱۹۴۸ په سپټمبر میاشت کې د جناح له مرګ څخه وروسته، چې برید جنرال سکندر میرزا د لوی ګورنر دنده تر لاسه کړه پر میر احمد یار خان فشار زیات شو، چې له پاکستان سره یو ځای شي. تر دې، چې خبره تر نیولو او تړلو پورې ورسېده. د میر احمد یار خان کلا د پاکستان پوځ و نیوله او خان څلور کاله په پېنډۍ کې زنداني شو.

بلوچستان د تورې په زور له پاکستان سره یو ځای شوی دی او بلوڅ ملت پال په دې باور دي، چې باید د تورې په زور له پاکستان څخه بېل شي. د بلوڅانو او پاکستان مرکزي دولت ترمنځ وروسته له هغه جدي شخړه رامنځ ته شوه، چې په ۱۹۷۰ زېږدي کال کې د پاکستان مرکزي دولت له لوري د بلوچستان ایالتي حکومت، چې مشري یې سردار عطالله منګل کوله له صحنې و ایست او د بلوڅو جنګیالو پر وړاندې یې پراخ عملیات تر سره کړل.

پر پاکستان د پرویز مشرف له واکمنۍ څخه وړاندې د بلوڅ ملت پالو او پاکستان مرکزي حکومت ترمنځ اړیکې رغېدلې وې؛ خو هغه مهال دغه اړیکې له منځه لاړې، کله چې د پرویز مشرف په مشرۍ د پاکستان پوځي حکومت د بلوچستان په درېیو سیمو کوهلو، سويي او ګوادر کې د پوځي اډو له جوړېدو څخه خبر ورکړ.

د بلوڅانو د بېلتون غوښتنې تر ټولو ستر لامل په دغه ایالت کې د طبیعي زېرمو شتون دی، چې بلوچستان ترې برخمن نه؛ بلکې ټولې ګټې یې پنجاب او سند ته رسېږي. په دغه ایالت کې د ډبرو سکرو، ګازو او تېلو پراخې زېرمې شتون لري، چې تېل او ګاز یې بیا په مستقیمه توګه د نل لیکو له لارې د پنجاب او سند ایالت ته رسېږي.

مخکې مې یادونه وکړه، چې د بلوچستان د خپلواکۍ مسئله له اوس څخه نه ده؛ خو د روان ۲۰۱۲ زېږدي کال د فبرورۍ په ۱۷ نېټه د امریکا د کانګرس د نړۍوالو چارو د کمېټې مشر روهرابکر کانګرس ته د یوه پرېکړه لیک مسوده وړاندې کړه، چې په هغه کې د خپلواک بلوچستان غوښتنه شوې وه. په دغې مسوده کې راغلي دي، چې بلوڅان د پاکستان مرکزي دولت له لوري تر فشار او ظلم لاندې دي باید، چې ترې ملاتړ وشي.

د امریکا د کانګرس د غړي دغې غوښتنې پر وړاندې پاکستان توند غبرګون ښکار کړه او په اسلام آباد کې یې د امریکا د سفارت سرپرست د اعتراض په توګه احضار کړ.

بلوڅان د خپلواکۍ غوښتونکي دي؛ خو امریکا بیا ولې ورسره همغږې شوې ده؟ آیا په رښتیا هم امریکا د مظلومو بلوڅانو په فکر کې دي؟ یا دا، چې په سیمه کې نورې موخې لري؟.

د بلوچستان په سیمه کې د امریکا د پام وړ مسئله د ګوادر بندر دی. د ګوادر بندر د پیل کار د پاکستان پخواني پوځی ولسمشر پرویز مشرف له لوري د چین په مرسته پیل شوې.

لازمه ده، چې د ګوادر بندر پر ارزښت او همدا راز موقعیت یې رڼا واچول شي، څو په ډاګه شي، چې ولې امریکا دغه بندر ته لېوالتیا لري.

د ګوادر د بندر د جوړېدو ټولیز لګښت ۲۴۸ ملیونه ډالره ده، چې له دغې شمېر څخه ۱۹۸ ملیونه ډالره د چین له لوري له پاکستان سره د همدغه بندر جوړېدو په موخه مرسته شوې ده او چینايي کار کوونکي هم د دغه بندر د جوړېدو په چارو بوخت دي. د ګوادر بندر د درېیو مهم سیمو منځني ختیځ، سویلي آسیا او منځنۍ آسیا ترمنځ پروت دی، چې له کراچۍ څخه ۴۶۰ کیلو متره، له ایران څخه ۷۲ کیلو متره او د هورمز له تنګي څخه ۴۰۰ کیلو متره واټن لري. همدا راز دغه بندر منځنۍ آسیا ته تر ټولو نږدې لاره ده.

دغه بندر د هند سمندر او د عربو خلیج د انرژۍ د لېږد لارې په توګه امریکا ته ځانګړی ارزښت لري او که دا لاره د چین تر کنټرول لاندې راشي او یا لږ تر لږه چین و کولای شي د دې لارې په امنیت کې ستونزې را ولاړې کړي دا به د امریکا لپاره جدي ننګونې و زېږوي. همدا راز چین کولای شي، چې د دغه بندر له لارې د سینکیانګ ایالت او د چین له لوېدیځو سیمو څخه د افریقا او ایران د تېلو لېږد را لېږد لارې په توګه ګټه پورته کړي او چینايي مالونه له همدې بندر څخه نړۍ ته ولېږدوي، چې دا کار په خپل وار سره د چین اقتصاد پياوړی کوي، هغه چین، چې اوس مهال له امریکا سره په سیالۍ اخته دی.

ویل کېږي هغه کار چینايي کار کوونکي، چې د ګوادر بندر جوړولو کې په کار بوخت دي چینايي پوځیان دي، چې د کار تر څنګ په سیمه کې د امریکا له فعالیتونو څخه څارګري کوي، چې دغې کړنې بیا د امریکا قهر را پارولی دی او په هره بیه، چې وي غواړي، څو له دغې سیمې څخه د چین لاس پرې کړي.

که چېرې وکتل شي، نو له یوه لوري د چین اقتصاد په چټکۍ سره مخ پر ودې روان دی او له بل لوري بیا په سیمه او حتی په نړۍ کې د چین نفوذ مخ په زیاتېدو دی، چې دا هېڅ کله د امریکا لپاره د منلو وړ نه دی. له همدې امله امریکا نه غواړي، چې په پاکستان کې دې د چین نفوذ پراختیا لپاره زمینه برابره شي او د بلوچستان د آزادۍ غوښتونکي دي.

د ګوادر بندر د سترې پروژې د کار پیل پر مهال دا پلان جوړ شو، چې بلوچستان دې هم د کویټ او د خلیج څنډې نورو هېوادونو په څېر خپلواک هېواد وي. که چېرې خپلواک بلوچستان رامنځ ته شي، نو له بلوچستان سره به د لوېدیځو هېوادونو په ځانګړي توګه د امریکا پراخې مرستې جاري شي، له طبیعي زېرمو څخه به یې د بلوچستان اوسېدونکي ګټه پورته کوي، جګړو ته به د پای ټکی کېښودل شي او حتی نور به د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته ځانمرګي او د دولت وسله وال مخالفین نه اړول کېږي.

د امریکا په کانګرس کې د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتنې پر وړاندې بلوڅ ملت پال هم چوپه خوله نه دي پاتې شوي؛ بلکه د امریکا له دغې کړنې څخه یې ملاتړ کړی دی او د امریکا د لا همکاریو غوښتنه یې کړې ده.

د امریکا دغه کړنه هم د امریکا، هم د بلوڅانو او هم د افغانانو په ګټه ده.

د امریکا په کانګرس کې د دغې مسئلې له طرح کېدو څخه یوازې څو ورځې وروسته د عوامي نشنل ګوند لوړپوړي غړي محمد خان اڅکزي وویل، چې شونې ده د بلوچستان له آزادۍ څخه وروسته پښتانه هم ووایي، چې نور نو له پاکستان سره یو ځای نه اوسېږو؛ البته دا هغه وخت شونې ده، چې پاکستان له پښتنو سره خپل اوسني ناوړه چلند ته دوام ورکړي، چې په سند او پنجاب کې یو ډول او بیا په پښتونخوا کې بیا بل ډول یعنې د مور او میرې چلند کېږي.

د ښاغلي محمود خان اڅکزي دغه خبرداری کولای شي د پاکستان د مرکزي حکومت د چارواکو پام دېته واړوي، څو په پښتونخوا کې هم اصلاحي برنامې ترلاس لاندې ونیسي، د انجونو او هلکانو پر مخ ښوونځي پرانیزي، د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځ ته، چې په پایله کې به یې پښتانه له آرامه او سوکاله ژوندانه څخه برخمن شي.

 

        ماخذ:

        صابر، سلطان محمد؛ بلوچستان

        د افغان څېړنیز او مشورتي مرکز خپرونه؛ افغانستان؛ سیمهییزې سیالۍ او همکارۍ

        پوهنغونډ (ویکي پدیا)

        بېلابېلې ویب پاڼې

 

مجیب الرحمن ساپی،  کابل

 

برېښنالیک:

 

intezar.safi@gmail.com

 

(اصالت در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)