چهارشنبه، ۱۱ جنوری ۲۰۱۲

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 


مجیب الرحمن ساپی

د برلین په وروستۍ ناستې څو خبرې

 

له شاوخوا یوې اونۍ را په دېخوا آلمان ته د حکومت د ځینو سیاسي مخالفینو له سفر او هلته بیا د امریکا د کانګرس له غړو سره په افغانستان کې د سیاسي نظام بدلون په اړه له ناستې او خبرو اترو څخه خبرونه خپرېږي، چې تېره ورځ د غونډې له پای څخه وروسته د دې غونډې تقریباً بشپړ جزیات خپاره شول. باید ووایم، چې په دغو کسانو کې له افغانستان څخه جنرال عبدالرشید دوستم، حاجي محمد محقق، احمد ضیا مسعود او د متحدې ټلوالې ویاند ذکي او له امریکا څخه د دغه هېواد د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي دانا رور هیچر او د استیو کېنګ سربېره د کانګرس دوه نورو غړو هم ګډون درلود.

دا، چې ښاغلي دوستم محقق او نورو يې په افغانستان څه جنایات کړي نه غواړم په هغه و غږېږم؛ ځکه ټولو ته جوته ده او ویل به یې تکرار وي.

په ټوله کې د امریکا د کانګرس د غړو او همدا راز افغان لوري یې په هېواد کې له ریاستي متمرکز سیاسي نظام او همدا راز له وسله والو "طالبانو" سره د سولې له خبرو اترو سره مخالفت څرګند کړ او په افغانستان کې د اوسني ریاستي نظام پر ځای د فدرالي نظام غوښتونکي شول.

لومړی غواړم د فدالي نظام په اړه لږ څه معلومات وړاندې کړم او له هغه وروسته به د دغو ښاغلو څرګندونو ته راشم.

فدرالیزم څو جوړښتیز سیاسي نظام دی، چې د متمرکز حکومت پر وړاندې رامنځ ته کېږي.

د فدرالیزم نظام له امله د یوه مرکزي حکومت ترڅنګ، څو نور خپلواکه او سیمه­ییز حکومتونه هم رامنځ ته کېږي، چې د حکومت اقتدار او دندې د مرکزي او سیمه­ییزو حکومتونو ترمنځ وېشل کېږي. د موقعیت له مخې هر یو سیمه­ییز حکومت د خپل حاکمیت یوه برخه یا ټول حاکمیت بل حکومت ته، چې ځواکمن دی او یا هم مرکزي حکومت ته سپاري او په بدل کې د دغه حکومت له ملاتړ څخه برخمن کېږي.

که چېرې د افغانستان اوسنیو حالاتو ته پام وکړو نو وبه لیدل شي، چې همدا اوس هم ځینې داسې والیان او زور واکان شتون لري، چې د مرکزي حکومت له اوامر څخه اطاعت نه کوي او هر هغه څه، چې دوی یې غواړي او د دوی ډلې ټپلې په ګټه دي، نو هماغه کړنې تر سره کوي پرته له دې، چې د افغانستان ملي ګټو ته پام وکړي.

هغه مهال، چې په هېواد کې فدرالي نظام رامنځ ته شي، نو آیا افغانستان به تجزیه نه شي؟ ښکاره خبره ده، چې په اوسنیو حالاتو کې په افغانستان کې د نامتمرکز سیاسي نظامونو راوستل به د تجزیې پر لور ستر ګام وي، چې ډېری بهرني هېوادونه او د دوی افغان ګوډاګیان له له ډېرې مودې را په دېخوا د دغه شوم عمل تر سره کېدو په لټه او هڅه کې دي.

د برلین غونډه هم د دغه شوم عمل تر سره کېدو لپاره رابلل شوې وه. اوس به د دغه ملي ضد غونډې د ګډونوالو څرګندونو ته راشم.

جنرال عبدالرشيد دوستم، چې ټولو ته د لمر په شان ښکاره دی په دې غونډه کې له وسله والو "طالبانو" سره د سولې پر خبرو اترو نیوکه وکړه او ویې ویل:

٫٫وسله وال "طالبان" او افغان حکومت د خبرو اترو او سولې په نامه د نړۍ په ځانګړي توګه د امریکا د خلکو مفکوره په دې اړوي، چې اوس مهال دوی سولې ته چمتو دي، څو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره زمینه برابره کړي او دوی به یوه فرصت ته په تمه وي او له هغه وروسته به په ۲۰۱۴ کې امریکا دقیقه پرېکړه و نه کړي، په افغانستان کې به اوسنی نظام په بل مخ شي.٬

د ښاغلي دوستم خبرې د تل په څېر ګډوډې وې او که چېرې له پوره دقت څخه کار وانه خیستل، نو ستونزمنه به وي، چې د ده له خبرو څخه دې څوک پوره مطلب پورته کړي. په هرحال دلته ښاغلي دوستم وویل، چې "طالبان" او افغان حکومت غواړي، څو د نړۍ­والې ټولنې او د امریکا د خلکو مفکوره واړوي، چې دوی سولې ته چمتو دي او له افغانستان څخه بهرني ځواکونه واېستل شي.

لومړی باید و ویل شي، چې له وسله والو "طالبانو" سره د سولې خبرې اترې د افغان حکومت له لوري نه بلکې د امریکا متحده ایالاتو او آلمان له لوري له لسو میاشتو را په دېخوا پیل شوي دي او په دې کې ا فغان حکومت هېڅ ونډه نه لري. په دې وروستیو کې ا فغان حکومت په وار وار ویلي، چې له وسله والو "طالبانو" سره دې د سولې خبرې اترې دې د افغانانو په مشري پيل شي؛ خو بیا هم تر دې مهاله امریکا ورته کومه خاصه پاملرنه نه ده کړې.

دویم لکه څنګه، چې مې مخکې وویل له وسله والو "طالبانو" سره د سولې خبرې اترې د امریکا او آلمان له لوري پیل شوي دي، چې په لومړیو کې د وسله والو "طالبان"و له لوري په وار وار رد شوي دي او دا په دې معنی، چې امریکا له وسله والو "طالبانو" سره خبرو اترو ته اړتیا لري او لېواله ده. وسله والو "طالبانو" تل ویلي، چې په افغانستان کې دوی بریالي دي او نړۍ­والې ټولنې د دوی پر وړاندې ماتې خوړلې ده هغه ادعا، چې په عمل کې هم سمه برېښي.

درېیم دا، چې ښاغلي دوستم له ۲۰۱۴ زېږدي کال څخه وروسته له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو اته اشاره کړې؛ حال دا، چې امریکايي چارواکو په وار وار ویلي، چې له ۲۰۱۴ زېږدي کال څخه وروسته به د دوی ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي؛ خو د شمېر په اړه یې څه نه دي. د امریکايي چارواکو دغې خبرې د اثبات لپاره کولای شو له افغانستان سره د امریکا د اوږدمهاله ستراتېژیکو همکاریو تړون ته اشاره وکړو، چې د لاسلیک کېدو په درشل کې دی.

پورتینو ټکو ته په پام سره کولای شو ووایو، چې د ښاغلي دوستم خبرې په بشپړه توګه بې بنسټه وې.

په دغه غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي دانا رور هېچر وویل:

٫٫له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به ټولې لاسته راوړنې له لاسه ورکړو. زموږ اندېښنه دا ده، چې اوسنی سیاسي نظام کارنده نه دی، ټول قدرت داسې متمرکز شوی دی، چې هېڅ امریکایی یې په امریکا کې زغملی نه شي. د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون لپاره د ملي خبرو اترو غوښتونکي یو. د افغانستان خلک د ریاستي نظام پر ځای د فدرالي نظام غوښتونکي دي٬٬

دلته ښاغلی هېچر وايي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه وروسته به ټولې لاسته راوړنې له لاسه ورکړو؛ خو مشخص کړي یې نه دي، چې موخه یې کومې لاسته راوړنې دي، د ځمکو مافیا که اقتصادي مافیا او یا هم د مخدره توکو قاچاق او نورې هغه نا روا کړنې، چې افغانستان ته د امریکايي ځواکونو له راتګ سره سم را و­ټوکېدې او د افغان ولس د وینې زبېښاک یې پیل کړ. او یا هم په افغانستان کې نیمګړې او بې بنسټه ډیموکراسي د ده موخه ده.

هېچر وايي، چې د افغانستان په نظام کې ټول قدرت داسې متمرکز شوی دی، چې هېڅ یوه امریکايي ته په امریکا کې د منلو وړ نه دی.

زه دقیق نه پوهېږم، چې د افغانستان له حالاتو څخه د ښاغلي هېچر خبرتیا تر کومه ده او آیا دا په دې پوهېږي، چې د افغانستان حالات له امریکا سره سل په سلو کې توپير لري او که نه پوهېږي. دا هم شونې ده، چې د افغانستان حالات به یې د همدغو ملي ضد کسانو څخه، چې برلین ته د دوی له لوري بلل شوي دي پوښتلي وي او دغو کسانو به هم هغه څه، چې زړه یې غوښتي وي ورته او یوازې د دوی په ګټه وو ورته به یې ویې ویلي او حقیقت به یې پټ کړی وي.

هېچر وايي، چې د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون غوښتونکي یو. آیا یو افغان د امریکا په اساسي قانون کې د بدلون غوښتونکی شوی دی؟ ځواب یې دا دی، چې نه؛ ځکه دا یې حق نه دی، نو که چېرې افغانان د امریکا په اساسي قانون کې د بدلون غوښتونکي نه دي تاسو بیا ولې؟ آیا افغانستان مو بې څښتنه بللی؟ دا سمه ده، چې امریکایانو به د پورتنیو یادو شوو کسانو په څېر ځینې نور کسان هم پېرلي وي؛ خو باید امریکایان په یاد ولري، چې دوی افغان ولس نه دی پېرلی او تاریخ دا ثابته کړې، چې افغان ولس هر دښمن او هر یرغلګر ته غاښ ماتوونکی ځواب ویلی دی.

ګر نه داني غیرت افغاني ام

چون به میدان آمدي میداني ام

هېچر په وروستۍ برخه کې وايي، چې د افغانستان خلک د ریاستي نظام پر ځای د فدرالي نظام غوښتونکي دي. بیا هم باید یادونه وکړم، چې نوموړي دغه څرګندونې په بشپړه بې خبرۍ سره تر سره کړي او د افغانستان له حالاتو او افغان ولس څخه اندک معلومات هم نه لري او بس یوازې د څو تنو خاینینو خبرو ته غوږ ایښی دی.

د کانګرس بل جمهوري غوښتونکی غړی سټیو کېنګ بیا وايي:

٫٫ موږ له دې زیات په افغانستان کې د ناسم حکومتي نظام غوښتونکي نه یو؛ ځکه موږ یو دیکتاتور له دیکتاتوره ځواک سره منسوب کړی دی، له ډېرې مودې را په دېځوا په دې باور یم، چې افغانستان نوي اساسي قانون ته اړتیا لري. له افغانستان څخه د بهرنیو او امریکايي ځواکونو وتل یوه تېروتنه ده.٬

سټيو کېنګ وايي، چې موږ یو دیکتاتور له دیکتاتوره ځواک سره منسوب کړی دی. پوښتنه دلته را ولاړېږي، چې ولې د دغه دېکتاتور پر وړاندې، چې تاسو منسوب کړی دی پخوا مو څه نه ویل، چې اوس مو ورپسې را اخیستې ده؟

کېدای شي پخوا به یې د دې لپاره د دغه دیکتاتور (کرزي) پر وړاندې څرګندونې نه کولې، چې د حکومت ډېری برخه یې له جنګ سالارانو او ټوپکیانو څخه ډکه وه؛ خو اوس، چې یو څه سمونونه په کې رامنځ ته شوي او په حکومت کې د دغه جنګ سالارانو شمېر کم شوی دی، نو اوس دې باید نظام بدل شي؛ ځکه، چې د دوی ګوډاګیان او جنګ سالاران یو ځل بیا واک ته ورسېږي او هر هغه څه، چې ددوی باداران یې غواړي دغه افغان ګوډاګیان به یې ورته تر سره کوي.

غواړم یو بل ټکي ته هم اشاره وکړم او هغه دا، چې له دې وړاندې د ولسمشر کرزي او امریکا ترمنځ اړیکې ښې وي؛ خو په دې وروستیو کې د افغان حکومت او امریکا ترمنځ اړیکې خړې پړې شوي دي او د امریکایانو ډېری غوښتنې د کرزي له لوري نه منل کېږي، نو له دې امله هم دوی غواړي، څو کرزی لرې او پر ځای یې ددوی د خوښې کسان یو ځل بیا د واک په ګدۍ کېني.

په پای کې غواړم ووایم، چې پخواني جنګ سالاران یو ځل بیا غواړي، څو واک او ځواک تر لاسه کړي؛ خو پر وړاندې یې لوی خنډ اوسنی نظام دی، نو دوی د اوسني نظام په لرې کولو سره غواړي واک تر لاسه کړي او دا هم شونې ده، چې دغه کسان د خپلو داشان کړنو په ترسره کولو وغواړي، چې پر کرزي فشار راوړي، څو یو ځل بیا دوی واک تر لاسه کړي او بهرنيان په ځانګړي توګه د امریکا د کانګرس غړي هم په دې موخه له دوی سره مرسته کوي، څو پر خپلو ګوډاګیانو وکولای شي خپلې غوښتنې عملي کړي او هر هغه څه، چې دوی يې غواړي هماغه باید وشي، چې اوسنی حکومت یې پر وړاندې لوی خنډ دی.

 

 مجیب الرحمن ساپی، کابل

برېښنالیک:

intezar.safi@gmail.com

 

 

 

 

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)