Fri, September 3, 2010 21:20
داکتر حنیف بکتاش
خدایه!
دا ستا د آیتونو تفسیر څنګه کیږي؟!
آسمانه ستا په وېش کې
دا زموږ قسمت څنګه دی؟
تن مې،
د کلي د سهار د سپینو پرخو په څیر
له پرهرونو ډک دی
زړه مې،
د غره په څیرمه
له ماتمونو ډک دی
سینه د دود له تنفسه ستړې
باغ مې ټپي، ټپي دی
چینه کې سا وچه ده
او د پسرلي په هدیره کې شمال
پر وچو څانګو باندې
لوبې کوي.
خدایه!
دا ستا، د خلقتونو انځور څرنګه دی؟
ښکلا د سترګو په قاموس کې
بې مفهومه مانا
مینه د زړه غوټه کې
یوه بې قیمته سودا
صفا په دغه ښار کې
یو منسوخ شوی آیت
وفا په دام کې د شیطان نښتې
روح د ګناه پر پړي باندې زیندۍ
لاسونه هسې د تبرونو لاستي
پرې ویشل کیږي د قسمت جنازې
دغه کوډګرې، بې تقدیره شیبې
لکه چې پای نه لري
د حقیقت او د باور لوظونه
د «سوداګرو» په نرخونو کې
هیڅ ځای نه لري
زمانه هسې پر بې لارو باندې لاره نغاړي.
زه،
د دې ښار، له تور او سپین
او له فوري عکسونو
د یوې زړې کتابچې
له دې اوږده نمبره
چې د خپل کور په دروازه کې مې
په درد نه خوري
او د زندان نمبر پلیت ور باندې قدر لري
خدازده چې چیرته تښتم؟!
زه، له هر څه نه ستړی
زه، له آسمانه ستړی
زه له هندارې ستړی
زه د کوڅې له تښتیدلې څیرې
ستړی یمه
له دریڅې ستړی یم
چې په دروغجنه ژبه
د سپیدې ژمنه کوي
یوه بې دروغو ورځ به کله راشي؟!
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat