دوشنبه، ۱۹ جنوری  ۲۰۰۹

محترم رحمت الله روان

بالاخره د بوش د حاكميت توره دوره ختمه شوه!

بالاخره د جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ آته کلنه توره دوره پای ته ورسیده، نوموړی پداسې حال کې د سپینې ماڼۍ تخت خوشی کی چې د ګردو نړیوالو نفرت او پخپلو ټولو شومو هیلو او اهدافو کې ناکامي او نامرادي به د ژوند تر پایه ورسره ملګرې وی. په اسلامي نړۍ او نوره درېيمه نړۍ كې جورج بوش د امريكا په تېرو ۴۳ ولسمشرانو كې تر ټولو زيات د كركې او نفرت وړ ولسمشر بلل شوى دى، څه موده وړاندې د امريكايي ادارو د شمېرنې او ارزونې پايلې همدغه وې چې جورج بوش د امريكا په تاريخ كې تر ټولو زيات منفور ولسمشر و، د اسلامي نړۍ د ډېرو وګړو په اند بوش د نوي صليبي جنګ علمبردار و چې د نړۍ په ډېرو برخو كې يې زياتې وينې وبهولې، كه پخپله د امريكايي ولس او د امريكا د ملي ګټو او د هغو د وقار، حيثيت او مقام په اړه د جورج ډبليو بوش كړه وړه او تېره اته كلنه د واكمنۍ دوره وارزول شي هم پايلې يې چندان خوندورې نه دي، ښايي ډېر لږ داسې امريكايان د بوش پر پاليسيو او كړو وړو خوښ وي چې هغوى پخپله څه ذهني ستونزې ولري. كه له عام امريكايي ولس نه په دې باب پوښتنه وشي يو څرګند ځواب يې د سناتور جان مكين ناكامي او د ديموكرات ګوند د نوماند بارك اوباما وياړمن برى دى، كه امريكايي ولس د جورج بوش له پاليسيو او د ده له تېرې اته كلنې واكمنۍ څخه راضي او خوښ واى جان مكين به خامخا بريالى شوى واى.د وسلو په زور پر ټوله نړۍ د مافيايي ډلو په ملګرتيا واكمني په څومره درنه بيه لوېږي، آيا امريكايي ولس يې په دې ډول د څو كلونو زور او توان لري.

د وسلو له زور نه د راپيدا شويو عقدو او دښمنيو له امله نن د امريكا وګړي له خپل هېواد پرته په ډېرو لږو هېوادونو كې آزاد تګ راتګ كولاى شي، په زياترو هېوادونو كې دوى د لوړو دېوالونو، سمنټي بنديزونو او ازغنو تارونو په منځ كې ژوند لري چې په واقعيت كې دا د ګوانتانامو زندان ته ورته حالت دىپرون وضعه داسې نه وه امريكايان د نړۍ هر لوى او وړوكي هېواد ته په سفر تلاى شواى او د نړۍ د هر ګوټ د طبيعي ښكلاو ننداره يې كولاى شواى.

پرون امريكا د مظلوم بشريت د مدافع او ساتونكي او د ولسواكۍ د علمبردار يوه لوى ځواك په توګه يو نوم درلود، واقعيت دا دى چې ډېرو ولسونو او هېوادونو د همدوى په لور سترګې اړولې او د خپلو غصب شويو حقوقو د تر لاسه كولو په لار كې يې د مبارزې او مقاومت يو ښه او ډاډمن ملاتړى باله، خو د افغانستان، عراق او فلسطين د تېرو څو كلونو پيښو د امريكا څېره سخته مسخه كړه.

دا د جورج بوش د هغې بهرنۍ پاليسۍ پايلې وې چې خپل پوځ ته يې په نطفه كې د امريكا د خيالي! دښمن پر خلاف د ګوزار حق وركړى و او اوس جورج بوش خپل ځايناستي ته هم د همدغسې پاليسۍ د دوام سپارښتنه كوي.

په داسې حال كې چې جورج بوش ښاغلي اوباما ته يو لوى اقتصادي بحران هم په ميراث پرېږدي، په داسې حال كې چې د نړۍ ډېر لوى سياسي پنډتان په اقتصادي برخه كې چين د امريكا تر ټولو لوى سيال ګڼي چې چوپ د نړۍ پر اقتصادي بازار د تسلط په لور روان دى او د امريكا راتلونكې چلينج كوي.

په داسې حال كې چې په نړۍ په تېره اسلامي نړۍ كې د امريكا په ضد د كركې او نفرت احساسات نور په لمبو بدل شوي دي، كه اوباما د خپل سلف پر پله پل واخلي هغه اټكلونه به ډېر زر ريښتيا كړي چې د اوباما لپاره د امريكا د ګورباچف وړاندوېينې كوي.

 بوش یوازې افغانان او عراقیان ندي ځورولي، بلکه نوموړي د خپل ولس په شمول له ټول بشریت سره د دښمنۍ لاره نیولې وه، همدا وجه ده چې نن د دنیا د منفور ترین مشر په توګه پیژندل کیږي او ځینې خو یې لا د شیطان د ژغ ملګری بولي.

دا به پریږدو چې خوار افغانان، عراقیان، فلسطینیان او په مجموع کې ټول مسلمانان بوش ته په کومه سترګه ګوري، خبره به لدې وکړو چې امریکایان او نور غربي ولسونه د دغه میرغضب په هکله څه نظر لري او آیا په لویدیځه نړۍ کې کوم چا لدې شریر نه څه خیر لیدلی چې نن یې یادونه وکړی شي؟!

د الاسلام الیوم انټرنټي پاڼۍ د مشهورې آلمانۍمجلې (دیر شپیګل) د هغه مقالې لنډیز خپور کړیدی چې د امریکایي ولس مشر بوش په اړه یې خپره کړیدی. پدغه مقاله کې لیکل شوي: د وروستیو شمیرنو له مخې بوش د امریکا په تاریخ کې تر ټولو منفور مشر دی، له هرو پنځو امریکایانو نه څلور پدې باور دي چې ملک یې په غلطه روان دی او د فعلي غلط سیاست له امله د امریکا رنګه له بل هر وخت نه زیاته بده شویده.

په اروپا کې د امریکا د پلوۍ اندازه نیم په نیمه کمه شویده، پداسې حال کې چې په ترکیه کې دغه اندازه ۷۶٪ راټیټه شویده. د امریکا په ګاونډیو هیوادونو لکه کاناډا او مکسیک کې هم خلک و بوش ته د شیطان په سترګه ګوري او له نوموړي نه هم لکه د ایراني ولس مشر په شان کرکه او نفرت لری.

بوش یوازې افغانستان او عراق په کنډوالو ندي بدل کړي، بلکه دغه ظالم د امریکا بیخ هم نړولی دی، فعلا د امریکا د محلي قرضونو اندازه ۱۰ تریلیونو ډالرو ته رسیږي، دغه اندازه دومره لوړه ده چې ډیرو ته د نه منلو ښکاري، له صحي خدماتو نه د محرومو امریکایانو شمیره له ۸ ملیونو نه ۴۷ ملیونوته پورته شویده او نن په امریکا کې د ننه ۶ ملیونه امریکایان د فقر له کرښې نه دلاندې سطحه کې ژوند کوي.

بوش داسې کانې کړیدي چې نور خو لا څه کوې د خپل ګوند خلک هم لیرې ورنه تښتي، د جمهوري ریاست ټاکنو ته کاندید جان مکین د خلکو په عامه غونډه کې له ۱۴ ثانیو نه زیات وخت پرې ونه لوراوه، همدا راز د تیر سپتمبر په میاشت کې د خپل ګوند عمومي غونډې ته حاضر نه شو، د مصنوعي سپوږمۍ له لارې یې خبرې کافي وبللې او نورې ډیرې داسې پیښې چې ښیي امریکایان بلکه د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي بوش ته د طاعون یا وبا په سترګه ګوري او لیرې ورنه تښتي.

همدا راز شپیګل مجلې د بوش د شخصیت په اړه هم مهم ټکي یاد کړیدي لیکلي یې دي: بوش پر ځان باور نلري، له شفقت نه عاري دی، رحم نلري، نو نور ولې رحم پرې وکړي؟

نوموړې مجله زیاتوي: مؤرخین او روشنفکران هم د عادي خلکو په شان له بوش نه نفرت کوي او ددې ډلې نظر هم د ده په هکله لکه د نورو خلکو په شان منفي دی.د یوې احصایې له مخې د ۱۰۹ مؤرخینو له جملې نه ۱۰۷ کسانو د بوش حکومت ناکام بللی او ۶۱٪ مؤرخینو نوموړی د منفور ترین ولس مشر په توګه یاد کړیدی .

دا د هغو کسانو رایه او نظر دی چې بوش یې نه وینه توېې کړې او نه یې کور ور ړنګ کړی او نه یې وطن ورنه نیولی دی. دوی چې دغه سرمست ظالم واکمن د شیطان ملګری او د غمیزو زیږونکی بولي، افغانان خو حق لري له ټولو هغو کسانو نه خپل برائت اعلان کړي چې ددغه بې رحمه انسان په دوستۍ اوطرفداری ولاړ وی. .

که بوش او ملګري یې د عراق په اړه خبر واى او په هغو ادعاوو کې رښتوني واى چې دعراق په اړه يې کول نو ښايي بغداد ته یې اخیرنی سفر د غلو په شان پټ نه وای، زرګونه خلک یې هرکلي ته راوتلی او د بوټانو پر ځای به ګلونه ورباندې شیندل کیدلی .

خو ټولو ولیده چې عراق ته د بوش وروستی سفر هم د غله په شان په پټه و او هلته د مطبوعاتي کنفرانس په خونه کې د ننه چې فعلا د امریکايي مشرتابه لپاره د دنیا تر ټولو خوندي او د امن ځای ګڼل کیږي د البغدادیة تلویزیوني چینل خبریال منتظر الزیدي داسې معامله ورسره وکړه چې دنیاوالو له عراقي ولس سره د امریکایانو د معاملې طبیعي او په ځای عکس العمل وباله.

منتظر الزیدي د بوش په لور د خپلو لس نمبره بوټونو په وارولو سره که له یوې خوا د خپل مظلوم ولس صحیح استازیتوب وکړ؛ نو له بلې خوا یې د تاریخ په زړه کې له خپل نوم سره داسې کارنامه ثبت کړه چې له ژورنالیستک اخلاقو نه د انحراف په شمول ډیرې نورې تیروتنې تر خپله لمن لاندې پټولی شي.

منتظر الزیدي د بوش پر خلاف د خپل دې عمل سبب همغه مهال له اقدام سره یو ځای بیان کړ، کله یې چې خپل لومړنی بوټ د بوش په خوا ور خوشی کړ ویې ویل: ((سپیه! د عراقیانو د وینو د بدلې په هڅه کې دا ډول مخه ښه درسره کوو او دوهم بوټ یې لدې جملې سره ملګری ور وار کړ: دا د هغو کونډو، یتیمانو او نورو هغو عراقیانو له خوا چې تا یې خپلوان وژلي ديدا کارنامه او د نړیوالو له خوا یې تایید اوپه شور او زوږ بدرګه ددې واقعیت څرګندویه ده چې بوش له مظلومو ولسونو سره د خپل ناروا سلوک له لامله دومره منفور او مغضوب دی چې که لاس یې بر شي نو خبریال یې هم په توهین او تذلیل ایله نه کوي.

یوه پاکستاني مشهور لیکوال لدې تاریخي پیښې نه یو بل درس هم را ایستلی او لیکلي یې دي: که څه هم بوش په سر ټیټولو سره د بوټ له ګوزار نه ځان وساته، خو دا خبره په اثبات ورسیده هغه امریکایان چې له دوستانو سره د خبرو په مهال سرونه هسک نیسي د بوټانو د ګوزار په وړاندې ډیر ژر سرونه ټیټوي

دا یو ثابت واقعیت دی چې بوش د خپلې واکمنۍ په دوران کې داسې جنایات کړیدي چې پر اسلامي نړۍ له مسلطو او تپل شویو واکمنو پرته د ټولو له نظره مجرم او د سزا وړ بلل کیږي، هیڅوک په درنه نه ورته ګوري او که له امنیتي دیوالونو نه د باندې راووځي نو نور خو څه کوې بې شمیره امریکایان به یې هم د منتظر الزیدي په شان په بوټونو هرکلی وکړي

همدا وجه ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د منتظر الزیدي د ملاتړ چیغه پورته شویده او بې شمیره خلک بوش لدینه هم د زیات سپکاوي وړ بولي، خو متاسفانه پر کابل تپل شوي واکمن د ټولو مظلومو پرګنو د هیلو پر خلاف د داسې یوه جابر د درناوي هڅه کوي چې حتی خپل ولس یې هم پر بې وزلانو د تیریو له لامله له سزا نه معاف نه بولي.

او وه کاله مخکي کله چه امريکا په افغانستان باندي حمله وکړ نو د حملي سره سره يي دا غږ اوچتاوه چه موږ جمهوريت خوښوونکي يو، موږ ديموکراسي راوستوونکي يو او موږ سوله او امنيت غوښتوونکو يو خو پدي اته کالو کښي امريکا کوم داسي کار وکړ چه هغه څخه سوله او امنيت ښکاره کيده يا کوم داسي کار يي وکړ چه هغه سوله او امنيت راولي دوي صرف او صرف پدي شعار چه موږ سوله او امنيت راولو او دهشت ګر يا تروريزم چه د بشر دښمن دي د جنګ اعلان کوو زمونږ ساده مسلمانان د دوي په دي شعار وغوليدل او لاغوليږي سوله او امنيت په بمباريو په تشدد او په قتلو قتال نه راځي دوي وحشيانو په افغانستان کښي داسي کارونه وکړل چه انسانيت تري شرميږي او د بشر د کرکي او او نفرت لامل ګرځي دا چه نن د افغانستان په مختلفو ولايتونو کښي پر مظلومو افغانانو باندي له يو طرفه څخه د وحشيانو او ځنګلي ځناورو ړندي او وحشيانه حملي او له بله طرفه د طالبانو د ګواښونو او د طالبانو د منفرو کارواييو سره مخ دي افغانان يي په دوو کي حيران پاتي کړي لکه چه د پښتو هغه متل (چه يو خوا ته پړانګ او بل خوا ته ډانګ) د دغو حالاتو لامل صرف او صرف د دي شرمخانو او وحشيانو د تشدد او ظلم ده پدي چه دوي څو څو ځلي په ملي خلکو ملي مخورو او مشرانو ملي شخصيتونو او په ملي غونډو په کليو په کورونو او حتي د واده په مراسمو داسي بي رحمه او وحشيانه حملي کړي چه هيڅکله هم د زغملو وړ ندي .

دغه غاصب او د وخت فرعون دا نه يواځي په افغانستان کښي بلکي د نړۍ په مختلفو هيوادونو کښي پر مسلمانانو اور بل کړي د اسلامي هيوادونو تر منځ يي داسي د نفرتونو او کرکي تخم کرلي چه يو د بل وينو ته تږي ناست دي او غواړي چه کله يو پر بل تجاوز وکړي او د هغه وخت په انتظار دي چه کله يو بل تجزيه او له واکه وغورځاوي . که په افغانستان باندي د امريکا د حملي لامل د تروريزم ختميدل او د سولي غوښتل ؤ نو دوي بيا ولي له ځان سره په ټنونو برابر وزنه بمونه راوړل جنګي طياري ټانګونه زهري اسلحه واي او د مرميو ضد موټرونه يي افغانستان ته راننويستل که دوي وايي چه موږ صرف اوصرف د ځان د حفاظت لپاره راوړي نو بيا ولي بي ګناه او مظلوم خلک چه د خپل جرم څخه هم خبر نه وي پدغو زهري اسلحه ؤ په دايمي خوب ويده کيږي دوي په زانګو کښي پروت ماشوم هم دهشت ګر بولي او په مختلفو ځايونو کښي يي داسي بي ګناه ماشومان وژلي دي چه بيلګه يي يو د دغو ځايونو څخه د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ وحشيانه بمباري ؤ چه له سلو کسانو څخه يي زيات پکښې شهيدان کړي ؤ چه زیاتره یی واړه ماشومان او ښځی وی آیا دا هم دهشت ګر ؤ؟ د دی په باره کښې کرزی صاحب او د هغه کابینه څه وایي؟ کله چه مسلمان د خپل حق د غوښتلو لپاره مبارزه کوی نو تروریست بلل کیږی او کله چه یهود او غاصب شرمخان پری بمباری کوی دا خپل حق ګڼی زما د کرزی صاحب او د هغه د ټولی کابینی څخه دا پوښتنه مطرح کول دی چی ایا یو هیواد چی په بل تجاوز کوی د هغه ملی خلک ملی ځایونه او په دولتی ماڼیو باندی بمباری کوی دا دهشت ګردی ده او که یو مسلمان چه د خپل حق د غوښتلو او د خپل حفاظت لپاره مبارزه کوی دا دهشت ګردی ده ؟ دوی د تروریستی جنګ په نوم په افغانستان او عراق کښې پر مسلمانانو اور بل کړی که چیری دغه د وخت فرعون په رښتیا سوله غوښتونکی ؤ او په رښتیا د دیموکراسی قانون ته احترام درلودونکی ؤ نو په هغه ورځ به د عراق ټول اولس پر ده ګلونه وراولی ؤ په کومه ورځ چه د ده اخرنی مطبوعاتی کنفرانس ؤ په عراق کښې او که چیری یی په رښتیا د خلکو تر منځ محبوبیت درلوده نو باید په ښکاره ډول یی عراق ته سفر کړی ؤای او د مطبوعاتی کنفرانس په ځای یی باید د عراق ټول ملت ته خطاب کړی وای او د عراق خلکو باید په ګلونو ویشتلی وای خو په عراق کښې چه د یو اتل او قهرمان ژورنالیست المنتظرالزیدی لخوا په پرله پسی ډول په بوټونو وویشتل شو د دی معنی ورکوی چه بوش په عراق کښې داسی کار نه دی کړی چه د عراق اولس ترینه خوشحاله وی ده د عراق اولس دومره وځوراوه چه اوس ورته عراقیان د یو خون خور انسان په سترګه ګوری .

بوش په عراق کښې هغه کارونه وکړل چه انسانیت ترینه شرمیږی او د هغه هغه کارونه چه په عراق کښې یی وکړل د عراق د ولس زړونه یی له وینو ډک کړل بلکی د عراق واړه ماشومان هم د ده څیری ته د نفرت او کرکی په سترګه ګوری بوش په ځای د دی چه په عراق کښې خپل محبان زیات کړی او د خلکو زړونه خپل کړی هغه داسی خاطری پریښودی چه د عراق فرد فرد ورته د یو مستبد شخصیت په سترګه ګوری او د عراق ټول خلک یی د خپل ځان مخالف کړل دا پدی چه سوله او امنیت په جنګ او په بمباریو نه راځی په تشدد په ظلم او په وحشت نه راځی . بوش د ډیر ظلم او وحشت له وجی نه یواځی د مسلمانانو په زړونو کښې بد ګرځیدلی دی بلکی د ده د کابینی غړۍ او خپل ولس او د څنګ نور هم مذهبه هیوادونه یی هم بدترین ولسمشر بولی . په امریکا کښې د دیموکرات سناتور هری رید د جنوری په پنځمه د (ان. بی. سی) ټلویزون سره په یوه مرکه کښې وویل چه زه په رښتیا سره پدی باور لرم چه جورج بوش یو له بدترینو ولسمشرانو څخه دی چه تر اوسه موږ درلوده او ده په خپلو خبرو کښې زیاته کړه چی جورج بوش په سپینه ماڼی کښې له اته یا لس کالو حاکمیت وروسته د امریکا په تاریخ کښې د یو داسی جمهور رئیس په توګه خپل مقام پریږدی چه په خلکو کښې هیڅ ډول محبوبیت نلری . زه صرف او صرف دومره ویلی شم چه بوش د خلکو ترمنځ د شهرت او اعتبار په ځای په اسلامی هیوادونو کښې او هم په ګرده نړۍ کښې د یو متضرر او شررناک انسان صفت خپل کړ بوش د خپلی ناپوهی او غلط تفکر له وجی د نړۍ ګرد انسانان داسی کړی ؤ لکه چه ښکار کړی یی وی او په یو جال کښې یی راګیر کړی وی او هر څه چه وغواړی هغه پری وکړی د بوش دا اته کلنه یا لس کلنه دوره د سولی او ثبات د راوستلو هیله منده نه بلکی په ګرده نړۍ د حاکمیت او د ګردی نړۍ انسانان ځان ته غلامول اصلی هدف ؤ.

بوش هغه مستبد او وحشی دیکتاتور دی چه تر اوسه پوری یی لاسونه د زرهاؤ بی ګناه او مظلومو انسانانو پر وینو سره دی ده په افغانستان او عراق او حتی د بیت الله شریف ګیرد چاپیره خپل عسکر ولی غورځاولی دی؟ آیا د مسلمانانو د ختمیدلو لپاره ؟ يا د اسلام د ختمیدلو لپاره ؟ ده ولی هغه کیمیاوی او زهری وسلی ټول جهان ته ونه ښودلی چه عراق یی پری تورن باله او پر عراق باندی یی وحشیانه حملی وکړی ده د کیمیاوی او زهری وسلی د مخنیوی لپاره نه بلکی خپل ځان ګردی نړۍ ته د یو مستبد او ظالم شخصیت په توګه معرفی کړ په اخر کښې  دومره ویلی شو چی بوش د خپل حاکمیت په دور کښې هیڅ داسی کار ونه کړ چه بشریت ته د ارامتیا او سوکالی سبب شی ده بغیر د قتل، خون ریزی، ظلم، وحشت، خوف او اسلامی هیوادونو ترمنځ د بی اتفاقی نه بل کار ونکړ. د دغه وحشی دیکتاتور نوم په تاریخ کښې په تور قلم سره باید ولیکل شی او د همیشه همیشه لپاره یی نسلونه په نسلونه ته داسی د شرم نه ډک تاریخ پریښود چه هیڅکله هم د معاف کولو او یا هیرولو قابل ندی بوش ته په ګرده نړۍ کښې خلک د ظالم، مستبد، وحشی او د ګردی نړۍ د خون خور انسان په سترګه ګوری او پدی وروستیو ورځو کښې الله تعالی داسی سپک او شرمینده کړ چه ټول جهان ته سترګی نه شی جګوالی په اخر کښې عرض کوم چه د بوش د اته کلنی دوری حاکمیت ته باید د امریکا هر راتلونکی ولسمشر ښه په زیر او دقت سره وګوری او په نړۍ کښې باید د یو صالح، بشردوست او سوله خوښوونکی انسان په صفت ووسی که نه نو حال به یی د بوش په څیر وی لکه په عراق کښې چه د قهرمان الزیدی له لاسه د بوټونو په وبشتلو شرمینده او ذلیل شو.

پای

رحمت الله روان

 

47kpjx3

 توجه !

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با کسب مجوز کتبی از «اصالت» مجاز است !

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد.

Copyright©2006 Esalat

 

www.esalat.org