اسدالله زمری
چاودلی زهره
خپل په لاس مې کړي دي په ځان با ندې
څه به د روزګار له لاسه سر وهم؟
نن چې د همزولو د ملنډو یم
څه به د پرون په زور ټټر وهم
لیکه د تقدیر مې اړول غواړم
ځکه مې تندی په هر یوه در وهم
بند که د پولادو په قفس کې شم
تل د الوتو په خیال وزر وهم
وچاوده زَهره د حوصلې نوره
څومره به داغونه په ځیګر وهم
پام چې په ماتم مې سترګې سرې نه کړئ
ګور کې به لیمو با ندی نشتر وهم
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat