چهارشنبه، ۷ جولای ۲۰۱۰

غلام نبی رنجبر

 

دا د کندز ښار دی چی حیران ښکاری

 

ماته د کرزی رژیم له سره خاینان ښکاری

دلته په کندز کښی حاکمان ټول پاټکیان ښکاری

لوړ بیلډینگونه هري خواته ښه پريمان ښکاری

ښی ښکلی بنگلی د زورورو تر آسمان ښکاری

دا د کندز ښار دی چی حیران ښکاری

نښی نښانی د والیاباد عالی نشان ښکاری

لوړ سردوره کښی شرکتونه د خانان ښکاری

لاندی د دوری نه زورآباد د غریبان ښکاری

دادی عدالت چی د کندز په ښار کښی شویدی

مځکه یی د معلم تر عنوان تش په نوم ویشلی دی

نشته دی معلم سر دوره کښی مفتخوران ښکاری

ځینی صرافان ورسره قوماندانان ښکاری

پاڅیږی یارانو خائینانو ته یو موټی شی

ویښ شی افغانانو د غفلت له خوبه پاڅیږی

یو خوا تبلیغیان بل خوا طالب وینی زبیښونکی دی

دی خوا پاټکیان د یوه سره نه داړونکی دی

داړی ئی مرداری په امبور ئی ځینی وباسی

غاښ ئی سپی په شان ډیر ویرونکی دی

بس کړه خپل گفتار نبی "رنجبره" کفایت کوی

خلک دردیدلی دی لږ وروسته حرکت کوی

 

د دوري سر كندز ولايت غلام نبي "رنجبر"

 

 *     *     *

 

قلم که مات شی څه لیکلی نشو

په گونگی ژبه حال ویلی نشو

توری تیاری ته کشیناستلی نشو

وزر که مات شی الوتلی نشو

ټگمار ملا چی تعویذونه کوی

دا خرافات هم قبلولی نشو

د امریکا په گوډاگی رژیم کښی

د زړه له صدقه خندیدلی نشو

د بشر حق په تشه خوله یادوو

هیچاته حق هم ورکولی نشو

د عراق ښکلی بغدادی کوتره

لت پت په وینو کښی لیدلی نشو

زور او زیاتی خو یو څه حده پوری

اور د پښو لاندی بلولی نشو

 

غلام نبی رنجبر، کابل - د قمبر څلور لاری

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org