Sun, May 23, 2010 02:54

نور محمد غفوری

 دا پېړۍ او زموږ نړۍ

 

یو ویشتمه پېړۍ د بشری ټولنې د تاریخی تکامل په لړ کې تر ټولو زیاته ګلوبالیزه شوې پیړۍ ده. تر دې د مخه هيڅکله هم بشری ټولنه په نړیواله کچه دومره یو له بله سره نه وه تړل شوې.

 له نن څخه پخوا داسې امکان ؤ چې د يوه هيواد او سیمې په کچه د پېښو له اغیزې د نړۍ د بل کنج او بلې سیمې اوسیدونکی په امن پاته شی. خو نن تر ټولو پخوانیوز مانو زیات د ټولې دنیا انسانان یو له بله سره تړلي دی. د یوه هېواد، سیمې او ټاکلې ټولنیزې کړۍ کړه وړه د ځمکې د مخ د ټولو اوسېدونکو په ژوند اغیزې ښیندی. پخوا نه یوازې دا چې یو پر بل باندې د پېښو د اغیزو جغرافیایي ساحه محدوده وه، د اغیزو د پراختیا سرعت يې هم له نن څخه خورا کم ؤ. په اوسنۍ زمانه کې که له يوې خوا ملی او سیمه ایزې پیښې نړیوالې اغیزې لری او متقابل غبرګونونه را پاروی، له بلې خوا یې اغیزې په چټکۍ سره خپریږي او په وړاندې يې عکس العملونه هم په سرعت سره را ولاړیږی. داسې چې ډيجيتل تخنیک او ګلوبالیزیشن (نړیوالتوب) د زمان او مکان د مقولو په وړاندې یو نوئ انځور په لاس راکوی.

د تيرې شلمې پيړۍ د تاریخی دوران غوره مضمون د استعمارګرو دولتونو پر ضد د نیول شوو ملتونو د ملی آزادی بښونکو خوځښتونو سره یو ځای د فیودالیسم پرضد د دموکراتیکو او بورژوازی په وړاندې کارګری نهضتونو او د نړیوال سوسیالیستی سیستم او جهانی امپریالیسم تر منځ پرله پسې مبارزې جوړاوه. د تيرې پیړۍ غوره پدیدې دوې خونړۍ نړیوالې جګړې وې. د لویو دولتونو او استعماری ځواکونو تر منځ د ځمکې د ساحوی ویش، د تر ځمکې لاندې شتمنیو او د ځمکې پرمخ د مادی نعمتونو د ویش پر سر د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې په تزاری روسیه کې د اکتوبر ((سوسیالیستی)) انقلاب د طبقاتی نه پخلا کیدونکې مبارزې د ایډیالوژۍ په رڼا کې رامنځته شو چې نړۍ یې په دوو بیلا بیلو ټولنیزو – سیاسی سیستمونو وویشله. د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې په ځینو نورو هېوادونو کې هم سوسیالیستی انقلابونه بریالی شول او په پایله کې يې يو نړیوال سوسیالیستی نظام رامنځته شو. په آسیا او لاتینه امریکا کې ډيرو مستعمره هیوادونو خپلې آزادۍ تر لاسه کړې. ډیره موده ملی آزادی بښونکو خوځښتونو له نړیوال سوسیالیستی نهضت او دموکراتیکو خوځښتونو سره لاس په لاس د استعمار، فیوډالیسم او امپریالیسم پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړ. دې حالاتو د نړۍ په ټولو هېوادو او په تېره بیا په کوچنیو، وروسته پاته او بېوسه هېوادو کې د ټولنیز - سیاسی پرمختګ ټولې پديدې او پروسې تر خپل سیوری لاندې نیولې وې. زموږ په ګران هېواد افغانستان کې هم جبراٌ ټولنیز – سیاسی جنبشونه او حرکتونه د همدې نړیوالو او سیمه ایزو شرایطو تر اغیزې لاندې راتلل، په پروګرامونو او تکتیکونو کې يې د همدې نړیوالو شرایطو نښې لیدل کېدې.

د نړیوال سوسیالیستی او کپیټالیستي نظامونو ترمنځ اوږده او سخته مبارزه د شلمې پیړۍ په وروستیو کلونو کې د سرمایداری نظام په بری او د عینی سوسیالیستی سیستم په ماتې سره پای ته ورسیده. د شلمې پيړۍ په اوایلو او نیمایی کې رامنځته شوی سوسیالیستی سیستم ړنګ شو او د (وارسا) نظامی تړون له منځه ولاړ. د سړې جګړې دوران تیر شو او په شلمه پيړۍ کې رامنځته شوئ نړیوال انقطاب پای ته ورسید. د برلین دیوال ړنګ او په دوو برخو ویشل شوی آلمان بیرته سره یوشو.

نړۍ یوه نوی تاریخی دوران ته ورننوته، چې د هغو محرکه قواوې او ترمنځ پراته تضادونه له پخوانیو سره ډیر فرق لری. په نوی دوران کې د نویو دریځونو د ترلاسه کولو له پاره نویې سیالۍ پیل شوې. په نوی نظام کې دخپل ځای د نیولو او تثبیتولو له پاره په نویو میتودونو سره نوی حرکتونه رامنځته شول.

همدې نویو حالاتو د نړۍ په هر ګوټ کې د ټولنیزو – سیاسی جنبشونو لوري، مرامونه، ستراتیژۍ او تکتیکونه تر خپل سیوری لاندې راوستل او هغوی یې د خپل ځان او نړۍ بیا کتنې او نویې ارزونې ته اړ کړل. په افغانستان کې هم ټول سیاسی- ټولنیز خوځښتونه او فعالیتونه د همدې نړیوالو شرایطو په رڼا کې را منځته شوی او رامنځته کیږی. هغه ټولنیز – سیاسی خوځښتونه چې له نړیوال مسلط اقلیم سره توافق ونه شی موندلای او د خپل ژوند او مبارزې نويې لارې پیدا نکړی، له مړینې سره مخامخ کیږی او د تاریخ کندې ته لويږی.

ډير ټولنپوهان او سیاستوال په دې نظر دی چې د سړې جګړې د دوام د اختتام په نتیجه کې رامنځته شوئ بدلون د بشری ټولنې په تاریخ کې تر صنعتی انقلاب وروسته دوهم ستر او ژور بدلون دی. په دې پيړۍ کې د علم او تخنیک پرمختیا تر هر بل وخت چټکه او هر اړخیزه ده.

د دې ټولو پرمختګونو او بدلونونو سره کیدای شی چې یو ویشتمه سلیزه د نړۍ د ولسونو له پاره د اقتصادی، سیاسی، ټولنیزو او ایکالوژیکی پرمختګونو پیړۍ و اوسی. کله چې سړۍ ددې پيړۍ علمی، تخنیکی او سیاسی – اقتصادی پرمختګونه ګوری، په زړونو کې دا هيلې غښتلې کيږي چې په همدې سلیزه کې به د انسانی ټولنې اقتصاد ډیره چټکه وده وکړی، ټولنیزه سوله او امنیت به تامین شی، فردی آزادی او دموکراسی به د هیوادونو د خلکو د ژوندانه نه بېلېدونکې برخې وګرځي، لوږه او بیوزلی به د ټولنې څخه خپله کمپله ټوله کړی، ټولنیز عدالت به ټینګ شی. د زور او ظلم ځای به انسانی منطق او سوله ایز فعالیت ونیسی. د نړۍ په هر ګوټ کې د اوسېدونکو انسانانو انسانی کرامت ته به د هغوی د دینی عقیدو، جنس او رنګ پرته يو ډول احترام وشی. د رنګارنګ اتنیکی، ژبنیو، سیمه ایزو او ټولنیزو ګروپونو ترمنځ به د ورورۍ روحیه غښتلې او راشه درشه زیاته شی. لنډه دا چې انسان او انسانیت به خپل لوړ مقام وساتی او وګړی به د مناسب ژوند او چاپیریال څښتنان شی.

ددې امیدونو په وړاندې داسې بېره هم شته چې يوویشتمه پېړۍ د ذخیرو او نعمتونو، شتمنیو او مقامونو د ویش پر سر د سختو او تباه کوونکو جګړو او زور زیاتی کارولو په سلیزه واوړی.

ډیر پوهان دا نظر لری چې د پرمختللو صنعتی هیوادو د ژوند د اوسنی معیار او ډول د مصرف او استهلاک اندازه خورا لوړه ده، چې زموږ د خاورینې کرې له توانه وزي. د ځمکې د کرې مساحت، د هغو د هوا او اوبو او همدا راز د ځمکې په تل او مخ باندې د موجودو امکاناتو اندازه محدوده ده، چې د نفوسو له پاره د ژوندانه د معین معیار د تامین له پاره امکانات برابرولای شي. که د اوس تقریبا (۶) شپږ میلیاردو نفوسو پرځای په نږدې راتلونکی کې نهه (۹) ميلیارده انسانان د ځمکې پرمخ ژوندي و اوسی، طبیعی ده چې د ژوند له پاره به ضروری شرایط تنګ شی. که سر بېره پردې د وروسته پاته او مخ پر ودې ګڼ نفوسو هېوادونو خلک هم د خپل ژوند ډول او معیار د پرمختللو اروپایی هېوادو او امریکا د متحدو ایالاتو د ژوند سطحې ته لوړ کړی، نو د ځمکې پرمخ د نهه ميلیاردو انسانانو ژوند به خورا مشکل شی.

له همدې کبله په اوسنۍ زمانه کې د ځمکې پرمخ د نفوسو د کنترول موضوع د بشر د خورا بنسټيزو ستونځو څخه ده چې اوسنی او راتلونکی سیاسی، اقتصادی او نظامی سیاستونه، حرکتونه او چالونه به همدا موضوع او همدې ستونځې ته د حل لارې چارې په نظر کې نیسی. زموږ د ګران هېواد افغانستان او د هغه د شاوخوا پیښو د وقوع او دوام علتونه به د نورو تر څنګ، په نړۍ او سیمه کې د نفوسو د زیاتوالی او د ددې مشکل د مخنیوی او حل په چوکاټ کې کتل کېدای شی.

په یو ویشتمه پېړۍ کې د صنعتی تولیداتو پاتې شونی او په تیره بیا د اتومی صنعت خیري ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی. دا پاتې شوني د ځمکې پرمخ د انسانانو د سالم ژوندانه له پاره ستر مشکلات رامنځته کوی. د صنعتی تولیداتو د بې کنتروله ودې په پایله کې د اتوموسفیر د حرارت بدلون او د لویو صنعتی فابریکو او تولیدی مؤسسو څخه د ګازونو پیدایښت چې د ژوند د چاپیريال د ککړتیا سبب کبږی، هم د يوه هېواد په پولو کې محدود نه شی ساتل کېدای، بلکې اغیزې يې په ټوله نړۍ کې خپریږی. دا هم يو له هغو معاصرو ستونځو څخه ده، چې د ټولو نړیوالو په اقتصادی، سیاسی او نظامی فعالیتونو اغیز لری او د نړۍ په لویو او منځنیو لوبو کې د هغو له نظره غورځول مطلوبې پایلې نه لری.

دا او دې ته ورته نور لوی او واړه لاملونه شته چې په یووویشتمه پېړۍ کې د انسانی حرمت او کرامت سره برابر سوله ایز او آزاد ژوند له جدی خطر سره مخامخ کېدای شي. د ځمکې پرمخ د اوسیدونکو له پاره د ژوند ساحه تنګېدای شی او د انصاف او عدل سره ملګری ژوند له منځه تلای شی.

همدا اوس بشر د ځمکې د اقلیم د ګرمتیا، د اوبو له کمبود او په دښتو باندې د کرنیزه ځمکو د اوښتون څخه ځوریږی. په غریبو هېوادو کې خلک له لوږې، جګړو او د ژوند د سختو شرایطو څخه تېښتې ته مجبوریږی او د ځمکې هغو برخو ته کډې کوی چې د لوږې، جګړې او نورو ناخوالو خطر کم وی. د انسانی ژوندانه د چاپيریال د ککړتیا د مخنیوی تر څنګ د صنعتی تولیداتو له پاره د سترو دستګاوو د کارولو په پایله کې د اقلیم د بدلون مخنیوی او یا لږ تر لږه د هغه محدودول، په یوویشتمه پېړۍ کې د بشریت له سترو ستونځو څخه ده، چې د نړۍ په هر ګوټ کې پر سیاستونو، حرکتونو او نظامی خوځښتونو باندې خپل تاثیر لری. زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا روانې لوبې هم د هغو له اغیزو لری نه شی پاتې کېدای.

د تيرې او روانې پېړۍ د تاریخی دورانونو د منځپانګې او مضمون ترمنځ په تفاوتونو باندې سر سری نظر دا څرګندوی چې د اوس وخت ټولنیز غوره تضادونه او د بشری ټولنې اساسی مشکلات له هغو پخوانیو سره توپیر لری. دا بیا پخپل نوبت ددې اړتیا را منځته کوی چې د اوسنیو ټولنیزو او سیاسی فعالیتونو تېره څوکه باید د اوسنیو ملی، سیمه ایزو او نړیوالو ستونځو حل ته متوجه شی. ننني ټولنيز او سیاسی جنبشونه او جوړښتونه د نویو ستونځو د حل له پاره نوی مرامونه، نوی سیاستونه او نوی تکتیکونه غواړی. د زړو مرامونو، تیرو افکارو او غیر ضروری خیال پلوونو په بستره کې د ځان نغښتل او یوازې د تیرو زمانو د حسابونو د تصفيې له پاره ژوند او مبارزه کول د سلیم انسانی عقل څخه لیرې کار دی.

د اوسنی سیاسی- ټولنیز فعالیت اساسی دنده له اوسنیو فرصتونو څخه مناسبه ګټه پورته کول، د نن ستونځې هوارول، د راتلونکی له پاره د پلانونو جوړول او د هغو د عملی امکاناتو سنجول او په کار اچول دی.

نور محمد غفوری

nghafury@yahoo.com