Wed, August 4, 2010 00:03
داکتر حنیف بکتاش
دریڅه
نن مې،
زړه نیولی
او په رګونو کې مې
د وینو پر ځای
بڅرکې جاري دي
نن مې روح ستومانه دی
او د خپګان پر مفهوم ښه پوهیږم
نن حتی،
د هغې پانې پر نهیلی پوهیږم
چې، له څانګې لویږی
او لاره ویان پرې
بی پروا تیریږی
زړه مې،
د غوټیو پر تښتیدلو څیرو سوځي
چې، له ډنګرو پښو نه یی
د ایمان مزي تښتي
زه،
د بڼ له تنهایی ویریږم
چې، مرغیو ترې نه کډه کړې
سین ته خپه یم
چې، په څپو کې یې
د اوښتلو شیمه پاتې نه ده
او، کبانو ته
چې، رګونو کې یې
وینې کنګل شوې دي.
زما پر کوڅې، زړه سوځي
چې د بې کسۍ اوږده شپه یې مخ کې ده
او له دروازو نه یې
د باور رنګ الوزي
زه،
د صفر په څیر
د حقیقت او باور تر منځ نړیدلی یم
او، آسمان مې هره شیبه
پر سر را ټیټیږی.
شیبی ټمبلی دي
او د دریڅې نړۍ تنګه ده
او ته یواځې په کې
د رنګونو د اعدام مراسم وینې
او یو سپین کفن
چې له تا،
د سا ایستلو، حقیقت پټوي.
آه،
کاشکې چې،
د حقیقت په مفهوم نه پوهیدی
کاشکې چې، مفهوم
د هستۍ پر پاڼه نه زیږیدی
او وجدان،
یوه صندوقچه وای
چې، تشه کړی دې وای
او بیا دې،
د یوه ماشوم،
پر متیازو منځلی وای
موږ د میزونو پر سر
او د کاغذونو پر مخ
خپلې، هیلی کرو
موږ،
د پلاستیک جوړولو په کارخانه کې
د پسرلي لمړۍ ورځ لمانځو
موږ، کاڼه شوي
موږ، هر څه هیروو
موږ، سرګردانه
خدازده څه لټوو؟
آه،
څه نیکمرغي ده؟!
هغوی چې باید خپلې څیری
د ډنډونو پر ولاړو او ورستو اوبو
ووینی
او د خپلو دروازو پر سر
د بدکاره ښځو لوحی ووهي
هغوی چې
د هرې دروازې مخې ته
پر یوځي
او، پر هر خره زین وهي
زموږ د پیغلو د هندارو،
غوره میلمانه دي.
څومره مې زړه غواړي
چې، خپلې سترګې او غوږونه وتړم
کله چې اورم یو پلار
د ږیرې پر چاړه باندې
د یوې ماشومې نجلۍ، نس څیروي
څو،
یوه بدغرمه نطفه وباسي ترې
او رسوايي یې
د خپل غرور، په هدیره کې خښ کړي.
څنګه مې له سیوري و نه شرمیږم؟
څنګه،
د ضدلۍ پر مخ فلسفه ولولم؟
څنګه غره ته وګورم؟
چې زه ترې تاریخ او جغرافیه زده کوم
کله چې وینم
زموږ،
د عقل او پوهې مدعیان
چې ځانونه، جامع الکمالات
او قاضی القضات ګني
او خدای ورته
پر دغو فضایلو برسیره
د لیکلو همت هم ورکړی
د خپلو کتابونو وزن
د مړو پر سرونو
او د شمال او جنوب،
پر تیږو تلی.
زه د تاریخ پر پاڼو
چې د رسولانو د مشق تختې دي
د ځمکې د بدمرغۍ
او د روح د ورستیدو
انځور وینم.
زما ځواني، چې د باغ
لوڅیدو ته پاتې کیږي
د انتظار او مینې
پر ښیبو تړل شوې
او کوټه مې،
چې دیوالونه یې،
شیبه، په شیبه را نږدې کیږي
ماته،
د وروستۍ پوښتنې ځواب وایي.
زه، پر مرګ باور نه لرم
خو آیا،
ژوند په خپله،
هغه هټۍ نه ده چې
موږ،
هره ورځ ترې
د ځان د پانسۍ کولو
رسۍ رانیسو؟!
دا کوڅه څه نومیږي؟
چی پر تړلی دروازې ختمیږي
او یواځې پرې
د تیریدو په محال
زموږ، په ذهن کې
د ژوند احساس تکراروي،
او زموږ د موجودیت مفهوم
د تیږو پر ذهن لیکي.
افسوس چې تیږې،
ژبه نه لري
او همیشه غلی دي
او یواځې دې ته جوړیږي
چې د چا سر
او یا زما د کوټې
دریڅه پرې،
په نښه شي.
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat