پنجشنبه، ۸ مارچ ۲۰۱۸     

 د مارچ د ۸ په مناسبت  د نړۍ ټولو ښځو ته

 په ځانګړي ډول د افغانستان رنځیدلو او با مقاومته ښځو ته ډالۍ دی

 

انجینر داؤد اڅک

            ښځه

 ښځه څانګه د ګلونو ده      

غنچه د هوسونو ده

 لطیفه ده نظیفه نازنینه

ډکه د آداوو او نازونو ده

  قدم ئې په احتیاط پر لیمه کښیږده

ښځه ډکه پیمانه د ارمانونو ده

 که ئې زړه د میني ډک کړې

په فرمان ستا د عشقونو ده

           د خال او خط کتاب دی

رساله د ښو خیالونو ده

 ښه ملګرې ستا په ژوند کي 

د خوښۍ او زحمتونو ده

 هم په عشق هم په جنون کي

         خزانه د  ارزښتونو ده

  لایه تناهی فضآ د میني  ده

منبع هم د ښکلا هم د خوندونو ده

 ښځه مور ده، ښځه خور ده او میرمن

په هر شکل کي سمبول د پیرزوینو ده

 سمه نیمه برخه د ټولني ده

اهل د قلم او کتابونو ده

 پاچا ده، فیلسوفه هم شاعره ده 

 زینب، رابعه، پورسیا، د ومنا او پوران ئې بیلګه د نومونو ده

 آغاز دی د تاریخ او د ټولني

بنسټ د تمدن او نهضتونو ده

 ږغ چي د غزا پر وطن وسو

ملاله ، تورپیکۍ پر ډګرونو ده

 انجینر داؤد اڅک

 

 

 

 

 

 

  

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org