د افغانستان د شځو ژوند ته په لنډه ډول یوه کتنه

 زرغونه ژواک عطا

نن چی د شځو د نړیوالی ورځی د سلمی کالیزی په درشل کی یو غواړم د خپل گران هیواد د شځو ژوند ته په لنډه ډول یوه کتنه او نظر واچوم. دا شکاره او جوته ده چی پدی ورستیو دریو لسیزو په افغانستان کی د ټولو هیوادوالو او پرگنو په پرتله افغانو شځو ډیر ربړونه زحمتونه گاللی او تر ننه هم پدئ اور کی سوځی. ددی ټولو ناخوالو تیره څوکه و شځو  ته ځیرمه ده همدا شځی دی چی مادی او معنوی ژوند یی د هیواد د ننه او بهر د خطر او مرگ سره لاس او گریوان دی. دا شځی دی چی کور یی ورانیژی بچی یی په جلا جلا نومونو د خپلو او پردیو په مرسته او لگشت مری او هستی یی د نابودی او بربادی سره لاس او گریوان ده. دا شځی دی چی کله د تورسری او پلانی د مور له انسانی حقونو نه بی برخی او لکه متاع د خرڅلاو د بازارونو وسیله وی. کله بیا د تعلیم او زده کړی په گناه د سپین سترگی ازادی او کفر تر شعار لاندی وژل کیژی. وروستی احصایی شیی چی د هیواد اتیا فیصده د ډول ډول تاو تریخوالی سره مخامخ دی. هغوی د ژوند په ټولو اجتماعی اقتصادی سیاسی برخو کی د نه زغملو وړ ستونزی لری.هغوی د وروسته پاتی سوننو پخوانیو دودونو په ځنځیرونو کئ شکیل دی.چی د بیلگی په ډول د هغو یادونه اړینه بولم .

له قانونی سن نه کشته د ډولسو او شپارسو کلونو نجونو ودونه په زور او لوړو ولورونو سره

پټ او کله هم په ډاگه تجاوزونه د تنکیو نجونو او ځوانو شځو سره

د شځو وهل تکول او د هغوی نه د انسانی حق اخیستل د مرگ تر پولو پوری.

د شځو تبادله د اجناسو پیسو اسونو اوشانو او سپیو سره چی موژ او تاسی د دی خواشینونکی پیشی شاهدان یو د رسانیو له لاری د یوی څوارلس کلنی نجلی تبادله له سپی سره د هغی د پلار له خوا.

دهیواد په ځینو سیمو کی د شځو تبادله د بدو په اړوند.

د شځو خرڅلاو د ډول ډول پیسو په تیره بیا د ډالرو په وړاندی د مثال په ډول تورخم ته نژدی په یوه سیمه کی ځوانی نجونی تر سل زره ډالرو پوری خرڅیژی او کله چی دخاوند لاس یی بند سی او یا بل حون ورته په لوړه پیسه د رانیولو پیدا شی حتی تر شپژ ځلی هم یوه شځه خرڅ او تبادله کیژی. چی دا واقعیت د یوی اتلس کلنی نجلی له خولی په یوه تلویزونی خپرونی کی چی له امریکئ نه خپریژی نشر شوی او په اطمینان دا خبر ټولو اوریدلی دی.

په غربی ولایاتو لکه هرات اورزگان او کندهار کی د شځو سوځل د تیلو په مرسته چی د تاو تریخوالی په انډول یی شکاره کوی چی په خوا دی عمل زموژپه هیواد کی ساری نه درلود.

د نجونو او شځو منع کول د شونی او روزنی نه د هغو د شونځیو سوځل او تعلیمی ځایونو ته د هغو نه پریشودل د معلمینو او رون هاندو شځو وژل چی دلته د بیلگی په ډول د یو څو نومونه د زرهاوو او لکهاوو له ډلی نه اخلم : دوی شوونکی خویندی چی په یوه ورځ یی شهیدانی کړی د شفیقه او گلالی په نومونو

تکړه او خور ژبی نطاقه صایمه مقصودی اکبر د شه احساس خاونده نادیه انجمن د کندهار د شځو د شورا مشره صفیه عمه جان د بدخشان نه د سکینه په نامه یوه شځه چی په ډبرو یی سنگ ساره کړل په کابل کی د شمشاد د خصوصی تلویزونی شبکی تکړه نطاقه شیکیبا څانګی وژل په ډیرو نژدی وختونو کی د یوی شځی د پشو د گوتو پری کول او یا د حیثیت د رانیولو په بدل کی د تنظیمی حکومتونو په دوران کی د مکرورویانو د بلاکونو د شپژم پوړ نه د ځان اچول همدا ډول د کنړ په سیند کی په ګډه ایز ډول د شځو ځان اچول.

دا د زرهاوو بیلگو نه لژی نمونی دی چی یادونه یی ضرور ده ځکه راتلونکی نسلونه ددی حوادثو او بدمرغیو په وړاندی انسانی دنده لرئ چئ د یو فولادی موټ په څیر له خپلو دشمنانو سره په قاطع ډول مبارزه وکی.

راځی چی ددوی ددی ځان تیریدنی په خاطر چی د خپل هیواد د انسان او تیره بیا د شځو  د بسیا ژوند او پر مختگ لپاره یی گاللی دا هوډ او پیمان وکوو چی موژ له دوی سره پدی انسانی تگ لاری کی ځان برخه  من بولو او د ژوند تر وروستی سلگی پوری به دا مبارزه په ګډه پر مخ بیایو.

ددی هوډ د سرته رسولو لپاره په هیواد کی د ننه او بهر ټولو رون هاندو او پر پرمختگ مینو شځو  موژ ستاسو سره یو او پدی بر یالیتوب کی ستاسو دهود او پیمان د لاری مل او ملگری یو.

نو راشی د هیواد نه لیری په امریکا کانادا استرالیا اروپا او د تولی نړی په هر گوټ کئ چی یو دا هڅه او هاند تود او فعاله وساتو او خپل ژغ ددی غونډی له لاری د نړی د شځو  ټولو فعالینو د شځو  په کار کی ټولو سازمانونو د بشر د حقونو د شځو  په هکله کمیسیون د اروپایی اتحادیه د شځو  فعالینو او

همدا ډول و ملگرو ملتونو ته ورسوو چی نور د افغانستان شځی جګړه محرومیت ناخوالی د ژوند په ټولو چارو کی نه غواړی.

نور افغانی شځی د میلیننو رنځیدلو شځو  حق تر پشو لاندی کول د زغملو وړ نه بولی موژ افغانی شځی له ټولو نړیوالو نه غواړو چی :

ـ تر نظامی او جگره ایزو مرستو پرته پکار ده چی د شځو  د تنویر  تعلیم او تربیی لپاره لازم او ضروری اقدامات تر سره شی .

ـ  په کار ده چی د شځو  د بیکاری د له منځه وړلو لپاره لویی او وړی اقتصادی پروژی د نړیوالو مرستندیو ټولنو له خوا حمایه او تمویل شی تر څو شځی پر خپل ځان اتکاه پیدا کړی .

ـ د شځو د سواد او روزنی لپاره یوازی د افغانستان دولت د روزنی وزارت نه شی کولای دا کار پر مخ بوزی .

زما نظر دادی چی دلته په اروپا کی د شځو  ټول فعال سازمانونه او فعالین په ګډه یو پلان طرح او عملی چاری ورته ولټوی تر څو داوطب شوونی په خپله خوشه هیواد ته ولیژل شی چی دشځو د تنویر سواد زده کړی لپاره د هیواد په دننه کی دشځو په مرسته عملی گامونه پورته کړی ځکه تر هغو چی شځی خپله خپل حق ونه پیژنی او د هغه د لاسته راوړلو په قدر و نه پوهیژی دریم کس عملی مرسته نه شی کولای .

یعنی هر کله چی شځی خپل حق وپیژنی هغه وخت خپل د حق غوشتنه هم کولای سی .

ـ همدا ډول هغه ځوانی افغانی نجونی او شځی چی دلته روزل کیژی باید خپل وجایب هیر نه کړی او د یو معین پلان په چوکاټ کی خپل هیواد ته لاړی شی او خپل زده کړی په تجربی او عملی کړی د ننه په هیواد کی .

ـ دلته په اروپا کی پکار ده چی یوه مرستندویه فوند یا د مرستی صندوق جوړ شی او په ټولو هیوادو کی خپل غړی ولری تر څو ددی لاری مادی مرستی حق العضویتونه او اعانی په ډول ټولی او د هیواد په دننه کی د وړو پروژو په ډول پکار ولویژی تر څو د بیکارو شځو لپاره دا مرستی یوه مادی منبع او هم له بله پلوه یو تنویری مرکزونه وگنل شی .

 

 

 

 

www.esalat.org