زمری
۱۰ - ۴- ۲۰۰۸
د پسرلي سنګسار
عمرونه شول چې څارمه پرې، لار د پسرلي
په ټولو له ډیر وخته د خزان سپیره موسم دی
په ژمی دی خرڅ شوی، مدام وار، د پسرلي
ساړه دي، تورې وریځې دي د لمر تودوښه نه شته
نن څه ټکه لویدلې، په کردار، د پسرلي
بلبل دی ګونګه شوی په ګلزار، د پسرلي
نه زاڼو دی جوړ کړی، جګ قطار، د پسرلي
خالي دي وستلونه ، د ځلمو له ګړ او شوره
تالا والا ښکاریږی، نن بازار، د پسرلی
ګلبوټي پخواني دي خو لودن ور باندی ورک دئ
اغزي سپړي یوازی، نن مالیار د پسرلی
بورا او بلبل ځکه د ماتم جامې اغوستي
کارغه ګڼي خاونده! ځان واکدار د پسرلي
ګلا ن د غوړیدو له شوقه واړه لاس په سر شول
چې ځوړند ئې ولید سر، کله په دار د پسرلي
طوطي ته د قفس پر ځای، ډولۍ ده جوړه شوی
بدل ښکاری نن، ډول او سینګار د پسرلي
اشنا وږمه د ګلو، له دامان نه نه لګیږي
نن وینی او باروت لوڼی، عطار د پسرلي
«آزاد لاله» بندي دی نن د باغ په دیوالو کې
په زړه ئې داغ دی ایښی دې کردار د پسرلي
د شنو درو هوسۍ نن د سارا اغزو کې څري
زمرو نه هم ورک شوی دی، نیزار د پسرلي
د «ستورو او د شپی څادر» زمونږ په مېنه خپور دی
څرک نه ښکاری په سترګو، د سهار د پسرلي
خوږې، وږمې، لوخړې شوې؛ او تندر شوې چاودنې
بدل ښکاري وطن کې هر یو چار د پسرلي
کلونه شول چې پاڼې د شنه صبر، تکې سرې دي
په وینو اوبه شوی دی، بهار د پسرلي
څپې د خوشحالیو، د ښکلا په سیند کې نه شته
ماتم ښیندي هر خواته، کردګار، د پسرلي
یما د سوما جام د اهریمن خولې ته نیولی
بخدي نه دی جوړ شوی نن، مزار د پسرلي
توغونه خوزښت ډیر دي خو اشنا پکې یو نه شته
کاوه نه دی ورک شوی نن، اسرار د پسرلي
راځئ چې ژبه پریک او لاس ئې مات کړو ورته غبرګ نن
د چا په خوله جاري چې شو سنګسار، د پسرلي