مسوولیت مطالب نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

 

 

چهارشنبه، ۳۰ جنوری  ۲۰۰۸

ذکريا يوسفزي

د يوه ځواکمن، مترقي، عدالت غوښتونکي
 او ديموکراسي پلوه غورځنګ
 د منځ ته راتلو اړتيا

د افغانستان د جمهوري دولت او د وطن ګوند د راپرزيدو نه ډير کلونه تير شول، رنګارنګه حکومتونه راغلل او ولاړل، رنګارنګه رهبران راغلل او ولاړل او په اوسنيو هم د اوسيدو، خلکو او وطن ته په صداقت د کارکولو اعتبار نشته ولي نتيجۀ فقط د وطن او د خلکو بربادي، مرګ، ژوبله او د افغانستان تبديليدل د تروريستانو، قاچاقبرانو، جاسوسانو، ټوپکمارو، د جنګي جنايتکارو، چور او چپاولګرو، رشوت خوارو او داسي نورو ناوړو اعمالو په مرکز نه بغير بل هيڅ شي منځ ته را نه وړل.

په افغانستان کي د ضرورت نه ډير ګوندونه چي اکثره يي د يوشان مرام درلودونکي دي جوړ او ثبت شول، خو غير له تشتت نه يي کومه ګټه ونه کړه ځکه په دي وطن کي پرابلمونه دومره ډير دي چي دا واړه ګوندونه يي د حلولو پوتانسيل، وس او ظرفيت نلري، نو ددي په وجه د خلکو سترګي فقط بيا مونږ ته په انتظار دي، که چيري دوي وکولاي شي دا وطن ددي مصيبتونو نه خلاص او د ترقي لور ته يي بوزي، او هم د سياسي ويښتيا لرونکو، درد لرونکو، د نيک احساس لرونکو وطندوستو او تحليلګرو افغانانو، هغوي چي په دي نږدي وختو کي د ګران هيواد افغانستان نه ليدل کړي او د افغاني جامعي د مختلفو قشرونو او کتيګوريو سره يي خبري کړي او خپله يي هم د نږدي نه د وضعي څارنه کړيده، هغوي هم په دي نتيجه رسيدلي دي چي يوازي دغه خلک (د افغانستان د جمهوريت د دوري کدرونه) او د هغوي د رهبري لاندي يوازي د يوه ځواکمن، مترقي، عدالت غوښتونکي او ديموکراسي پلوه غورځنګ د منځ ته راوړلو (نه دحلقو او ټيټو او پرکو سازمانونو او ګروپونو په شکل) په ذريعه وکولاي شي د افغانستان اوسني او د سبا ورځي پرابلمونه او ستونزي حلي کړي او هغه تشه (خلا) چي د داسي ځواک د نشتوالي نه منځ ته راغلي ده ډکه کي ٠ داچي دغسي يو غورځنګ ولي منځ ته نه راځي او يا تراوسه منځ ته نده راغلي ډير علتونه لري چي د ځيني نورو او زما په نظر دغه علتونه هم بهرني دي او هم کورني يا دننه ني (داخلي) دي٠ بهرني علتونه:

١- لکه چي ټولو هیوادوالو ته څرګنده ده زمونږ ګاونډيان نه غواړي چي يو با ثباته، قوي او په خپلو پښو دريدلي افغانستان د خپل په ګاونډيتوب کي ولري او دوي غواړي چي اوبه خړي کړي او کبان (ماهيان) پکشي ونيسي ځکه هر هغه څه چي د افغانستان د ثبات دپاره ترسره کيږي دوی د هغي په وړاندي د خپلو عواملو او جاسوسانو په واسطه ستونزي او خنډونه جوړوي، د اعتماد د بحران فضا د روښانفکرانو تر منځ رامينځته کوي، او شکاکيت تر دي حده رسوي چي په هر نوي حرکت او مبتکر يي د يوه نوي غلام، جلاد يا سياسي تاجر شک کيږي، همدا چي څوک وخوزيږي د نيکه نيکه سجره يي راسپړل کيږي او څو چي دي خبريږي دوسيه يي د رنګارنګو ټاپو ډکه وي او هم دوي وتوانيدل چي زمونږ په روښانفکرانو او حتي علماو کي زمونږ د واحد ملت ترمنځ د قوم، ژبي، سيمي، مذهب او توکم په نامه د نفاق کرښي وباسي په همدي دليل وروستي ځيني حرکتونه معمولا د ځانګړي قوم، يا ډلي او يا ګرايش کړي کي ايسار کړي٠

٢- که چيري داسي حرکتونه منځ ته راځي نو دوي دي حتمي پکشي نفوذ ولري يعني د دوي تر تاثير لاندي دي جوړ شي چي بيا وروسته دوي وکولاي شي د خپلو شومو او ناوړو ګټو د پاره يي پکار واچوي چي مونږ ټول په تيرو دولسو، لسو کالونو او اوس هم د دغسي ګوندونو او حرکتونو د کارآوايي شاهد يو چي څنګه يي د پرديو په اشاره خپل وطن او د هغه خلک تباه او برباد کړل ٠

کورني (داخلي)علتونه: د کورني علتونو د پيدا کولو دپاره بايد تاريخ ته مراجعه وکړو او وګورو چي څنګه اوسني حادثي او پخواني حادثي په دي هکله مشترکه وجوه لري٠ د قانوني پاچاهي په لسيزه کي يو شمير اعتدالي او دموکرات سياسي ګوندونه هسک شول او تبارز يي وکړ خو قوي نشول، دوام يي ونه کړ او پر ملي سياست يي لکه څنګه چي لازمه وه اثر يي و نکړ، د محمد هاشم ميوندوال په سروالي د مساوات ګوند، صداي عوام د خليل الله خليلي په مشري ګوند، د غلام محمد فرهاد په مشري د افغان ملت ګوند او ځيني نور (د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند (د وطن ګوند) په هکله بيل مبحث ته اړتياده)، دا چي ولي دوي ملي ګوندونه نشول او افغان ملت نه پرته نور ګوندونه د سياسي ډګر نه ووتل په دي هکله ډول ډول نظرونه وړاندي شوي او د پوهاند کاکړ په نظر چي ليکي (زما په نظر شايد غټ دليل يي دا وي چي دغه ګوندونه د برحال حکومت په شان د ديموکراسي په اصولو، په مشروطه پادشاهي او د اساسي قانون په اړه سره موافق وو٠ په بل عبارت د دوي ترمنځ په اساسي ټکو اختلاف نه وو٠ نو ځکه د دغو ګوندونو مشران او کدرونه يا په خپلو نوښتونو يا د رسمي مقامونو په هڅوني سره په حکومت کي ننوتل که دغه نظر سم وي له ګوندونو څخه د دوي او کدرونو توقع، دولتي مقام ته رسيدل وو نظر دي ته چي ديموکراسي او ګوندي ژوند ته ژمني لرل وي او ياهم د واکمني کورني چلند په برالا او پټه توګه دا وو چي دغه ګوندونه سره لدي چي يو شمير يي لکه د ويش ځلميانو په ګډون ملي، اعتدالي او ديموکرات ګوند و ولي د ګوند له لاري دولتي واک ته نه و رسيدلي لدي کبله چي واکمني کورني نه غوښتل چي د انديښني وړ ګوندونه له حکومتي چوکاټ نه د باندي د قدرت مرکز وګرزي نو څنګه چي د ويش ځلميانو ډير لويان يي په رتبو او د مقامونو سره تطميع کړل او ګوند يي ور ضعيف کړ دغسي يي هم د پاچاهي دوري د اعتدالي ګوندونو لويان او کدرونه تطميع کړل پدي توګه مترقي ګوندونو ونکړاي شواي چي په يو اساسي، ځواکمن او تاثير اچوونکي ځواک مبدل شي او پدي توګه د پاچاهي کورني اقتدار موده اوږده شوه سره لدي چي اولس په رنګارنګو ناخوالو کي ژوند کاوه (په اوسني وخت کي همدغه سياست د ښاغلي کرزي د حکومت او د هغه په شا او خوا راټول شوي ټيم، بهرني او داخلي مشاورين ددي دپاره چي د دوي د اقتدار موده هم اوږده شي پر مخ بوزي٠ سره لدي چي په ژبه د ديموکراسي چيغي وهي او د ګوندونو د ازاده جوړولو قانون يي هم توشيح کړي، ولي په رنګارنګو بهانو او نيرنګونو د ځينو مترقي ګوندونو مخه نيسي او هغه ګوندونو ته چي يا د دوي په فرمايش او مرسته، او يا هم د هغوي د خارجي مشاوري په سپارښتنه جوړيږي هغوي هم رسمي کيږي او هم په بيلا بيلو سياسي او تصميمي مسئلو کي ورته برخه ورکول کيږي او يايي بيا هم د پخوا په شان رهبري کدرونه په دولتي مقامونو تطميع کيږي لکه د افغان ملت د ګوند رهبري او د يو تعداد نورو ګوندونو او شوراګانو رهبري کدرونه (د ديموکراسي شورا)، او ياهم د ځينو ډير ځواکمنو او مؤثرو مترقي ګوندونو په منځ کي کار کوي او هغوي ته يو شمير وعدي لکه د ګوند رسمي کيدل او داسي نور ورکوي چي پدي کار کي د يو شمير مقام طلبو په وجود کي يو اندازه دې موخي ته رسيدلي هم دي، دوي غواړي ددي عمل په واسطه د يو ځواکمن، مترقي، عدالت غوښتونکي او ديموکراسي پلوه غورځنګ د جوړيدو مخه ونيسي چي دا کار دوي ته دا امکان ورکوي چي د ځيني وخت پيژندونکو (موقع شناس) او ځاي غوښتونکي (جاه طلب) عناصرو په وجود کي د يوي خوا د يوه ځواکمن سياسي جوړښت مخه ونيسي او له بلي خوا هغه په ډلو، ګروپو او حلقو وويشي چي پدي توګه په ارامه او بي له سرخوږيدو د خپلي د اقتدار مودي ته دوام ورکړي او خلک د واقعي ديموکراسي نه چي هغه د خپل سرنوشت د خپل په لاس کي اخستل دي محروم کړي٠

لکه داسي چي پورته وويل شول که په افغانستان کي دننه او د هيواد نه بهر په مهاجرت کي هغه افغانان چي دحق، عدالت، ديموکراسي او ترقي دپاره په مبارزه لګيا دي که چيري پدي عقيده وي چي دوي به په يوازي توب او يا د وړو وړو ګروپونو، حلقو او سازمانونو په چوکاټ کي او د يوه او بل نه بيل بيل پدي وتوانيږي چي د بنيادګرو، مافيايي تشکيلاتو او حلقو، د مخدره توکو تجارانو او په حکومت کي شامل د پرديو د دوزخي پټو شبکو مزدورانو په ضد مبارزه وکړي او هم پدي توګه وکولاي شي چي د هيواد په سياسي صحنه کي معلومدار (ظاهر) شي بايد ووايم چي په سخته اشتباه کي به وي، ښايي هغوي وکولاي شي چي پدي وړو سازمانونو او وړو حلقو او ګروپونو په درلودلو او يوازي مبارزه دلته او هلته د خپل د اعتراض ږغ اوچت کړي ولي هيڅ وخت به دوي ونه توانيږي چي د بنيادګرو د سروالانو، د مافيايي ګروپونو، د مخدره توکو تجارانو او د پردو هيوادونو د اجنټانو چي دوي ټولو زمونږ د وطن خلک ددوي د حق نه چي هغه د خپل سرنوشت په خپل لاس کي اخيستل دي محروم کړي مبارزه وکړي ځکه د اروپا تاج پر سر کبرا مارونه او ددوي متحد د امريکي ليبرالي کورني چي دواړه د مخدره توکو په تجارت سخت ډوبي دي او د هغوي د دارايي او پيسو سرچينه د افغانستان او د سرحدي مناطقو (د مخدره توکو د طلايي هلال منطقه) ارزانه ترياک دي له يوي خوا او د پاکستان جنرالان، د ايران اخوندان، د روسيي او مرکزي اسيا استخدام شوي سياست مداران چي غواړي د خپل نفوذ د اقليتونو په وجود کي په افغانستان کي تامين کړي او د٣٠٠ نومي کميټه چي غواړي دنيا د يوه يا د دوي په لاس جوړ شوئ حکومت چي ددوي د ګټو د حفاظت ضامن وي له بلي خوا چي دوي ټول هيڅ وخت نه غواړي چي افغانستان مترقي، با ثباته او ځواکمن وي نو لدي کبله دوي په ډيره اساني وکولاي شي دغسي د وړو ګروپونو او حلقو مبارزين يا سياست مداران يا تطميع، يا بدنام (د مقامونو او چوکيو په بدل کي) او يا هم له اساسه له منځه يوسي، ولي که مونږ د يوه ځواکمن او لوي سياسي قوت په توګه سياسي صحني ته ور ودانګو او د خپله ژوره، دوامداره او هر اړخيزه مبارزه د خلکو په مليوني پرګنو کي پرمخ بوځو او هغوي د مترقي، عدالت غوښتونکي او ديموکراتيک پلوه سياست په طرفداري متحد او بسيج کړو او خلاصه دا چي مونږ د خپل سياسي واقعيت د خپلي جامعي او د دنيا خلکو ته ثابت کړو نو هيڅوک او هيڅ بنبست نشي کولاي چي زموږ د شته والي (موجوديت) او زموږ د حق او برخي درلودلو نه د افغانستان په سياسي ډګر کي سترګي پټي کړي٠

نو لکه چي پورته مي وويل د مخکنيو ستونزو ترڅنګ بدمرغي داده چي په هيواد کي دننه د مترقي فکر خاوندان خصوصا د افغانستان د جمهوري دولت پخواني کدرونه او فعالين اکثرا په لويديځ کي ميشتو ملګرو ته سترګي په لاره دي او وايي چي د يوي خوا په هيواد کي دننه لااوس هم جنګي جنايتکاري ډلي او ورسره اختناق حاکم دي او د بلي خوا د هيواد اکثره مشهوري ملي څيري او علمي کدرونه په لويديځ کي ميشت دي خو په لويديځ کي ميشت زموږ ملګري او د مترقي فکرو خاوندان پدي خبره کلک دي چي د هيواد څخه بهر هلي ځلي کوم ځاي نه نيسي او که څوک غواړي د وطن د پاره سياسي کار وکړي نو ځاي يي افغانستان دي٠ بله ستونزه داده چي ځوانان او کشران د تيرو اشتباه ګانو او ناکاميو پړه درسته په مشرانو او سپين ږيرو اچوي ولي د بلي خوا وايي چي د افغانستان په دودينه ټولنه کي ترڅو پيژندل شوي مشران او سپين ژيري درسره نوي ولس پر هر چا اعتبار نکوي خو کله چي مشرانو ته مخ ورواړوي ځيني يي د خپله وظيفه ختمه بولي او وايي اوس د ځوانانو وخت دي ولي دوي عملا دي پروسي ته مرسته نکوي ځکه چي بيا د دوي الترناتيف منځ ته راځي، له بله طرفه د خواشيني مسئله داده چي د افغانستان په سياسي کدرونوکي هيڅوک تقاعد نکوي او هم د ناکامي په صورت کي هيڅوک استعفا ته غاړه نږدي، ولي که چيري ځوانان د وطن د خلاصون د پاره دوي ته مراجعه کوي ځيني يي بيا د ليډرشیپ او برياليتوب بشپړ ضمانت غواړي او پدي لاره کي ډير لږ ريسک ته هم غاړه نږدي، يو شمير نور ملګري بيا دومره بي زړه شوي له بهرني ملاتړ پرته هر ډول خوزښت بي ګټي او ناکام ګڼي، او په همدي دليل د يوه سياسي ځواکمن تشکل تر جوړيدو د مخه لومړي د بهرني ملاتړ لټه کوي پدي توګه له يوي خوا د خپل د مټو په زور او له بلي خوا د هيواد د پرګنو او خلکو په زور او قوت چي د دوي د سياسي کار د لاري په خلکو کي په لاس راځي اتکا نکوي او د هغو ترخو تجربو نه چي په پردیو مو اتکا کوله او څنګه يي يواځي په ميدان پريښودلو او زموږ د مخالفينو تر څنګ ودريدل د عبرت درس ندي اخستلي او که چيري دي ته ضرورت هم وي خو بهرنيان چي د چا ځواک او تشکل و نه ويني معمولا په افرادو، کوچنيو حلقو او وړو سازمانونو حساب نکوي٠

ځيني ملګري بيا دومره بيړني شي همدا چي دوه دري کسه يي راټول کړل سمدستي يو سازمان جوړوي، له کش او فشه ډک نوم ورته ټاکي او همدا چي دوه دري اعلاميي يي خپري کړي خپل مسئوليت رفع ګڼي، او يا هم ځيني ملګري د وطن ګوند او د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند د احيا لپاره هلي ځلي کوي، پدي هکله بايد وويل شي چي د دي نظريي په اساس حزبيان مخکي د مخکي نه په څو ټوټو ويشل کيږي او هم د افغانستان جامعه د مورفولوجي په لحاظ ډيره بدله شوي، دننه په هيواد او نړي کي شرايطو دومره تغير موندلي چي دا کار نا شوني بريښي او د پرابلمونو ډک٠ ځيني نور ملګري بيا د ايديولوژيکو سازمانونو د احيا د پاره کار کوي چي سيستم يي په دنيا کي ړنګ شوي ده٠

نو د دغو پورتنيو ټکو په پام کي نيولو سره له هر وخت نه د مخه د يوه ځواکمن، مترقي، عدالت غوښتونکي او ديموکراسي پلوه غورځنګ چي د افغانستان د نن او سبا اړتياوو ته ځواب ووايي اړتيا ده٠ ددي کار د پاره که چيري د ملګرو په منځ کي د اعتماد فضا را منځ ته شي، نيکه سياسي اراده موجوده وي، د اشتراک په وجوهو اتکا وشي، صداقت او د يو او بل نظر ته پاملرنه او احترام وشي او جمعي ګټي په پام کي ونيول شي او هغو ته پر خپلو ګټو ترجيح ورکړل شي، لومړي قدمونه واخستل شي، حوصله مندي موجوده وي، د غرور نه کار وانه خيستل شي، يو او بل تخريب نکړي، په يو او بل تقصير او ګناه وانه چول شي او داسي نور٠ نو پدي توګه لکه دا ټولي ايجاد شوي حلقي، سازمانونه او ګروپونه چي د يوځاي کيدو چيغي وهي (ځيني يي حتي د جبهي ناري وهي٠ که دا جبهه جوړونه د ګوند نه د جلا شويو حلقو او ګروپونو تر منځ هدف وي، نو دا ښکاره د يوه ځواکمن غورځنګ د جوړيدو په لار کي سبوتاژ دي ځکه جبهه د يوه واحد ګوند د اعضاوو ترمنځ هيڅ مفهوم نلري) او د همدي هدف د تامين د پاره د تفاهم کميټي، کميسيونونه او داسي نور تشکيلات جوړ کړيدي نو بايد پدي لاره کي عملي اقدامونه وکړي او هغه داده چي په لومړي سر کي د دغو مختلفو ايجاد شويو د تفاهم د ډلو تر منځ د يوي مشترکي جلسي د رابللو د پاره کار وشي او وروسته دلته په يو پراخ تفاهم يا د حسن نيت په کميټي يا کميسیون چي په هغي کي د ټولو حلقو، سازمانونو، انفرادي شخضيتونو استازي وي کار وشي او د وروستنيو کارونو پلان دي جوړ شي او د هغه په رڼا کي دي نور کارونه پر مخ بوتلل شي٠ ددغي مشترکي د تفاهم يا حسن نيت د کميټي د جوړولو په کار کي د حزب د پخوانيو رهبرانو، سپين ږيرو او مؤثرو کدرونو رول با ارزښته ده دوي کولاي شي د دي لاري ځوان کدرونو ته په سياسي پروسه کي لاره همواره کړي، مؤقته انتقالي رهبري دي جوړه شي چي دوي تر کنګري پوري دا تشکيلات رهبري کړي، پدي ترڅ کي دي دا پخوا جوړشوي تشکيلات د خپل انحلال اعلان او ورته دي تحقق ورکړي بايد وويل شي چه پدي موقته انتقالي رهبري کي دي د پخوانيو جوړ شويو ګروپونو او احزابو رهبري عضويت ونلري ٠

پدي توګه مونږ کولاي شو چي د يوه ځواکمن، مترقي، عدالت غوښتونکي او ديموکراسي پلوه غورځنګ د جوړولو سره د افغانستان د سياسي مبارزي په ډګر کي راووځو او له بلي خوا هغه روشانفکران چي د ډيرو مختلفو ډلو تر منځ خپله لاره ورکه کړي او يا هم په انتظار کي دي دي پروسي ته را وکاژو٠

اوس وليدل شي چي څوک د کومي بلي لاري کولاي شي دي موخي ته و رسيږي، دلته ممکنه ډيري نظريي او لاري موجودي وي خو زما له نظره دري لاري عمده دي :

۱- د ګوند د رهبري لخوا

٢- د صفوفو او متوسطو کدرونو له خوا او د رهبري هيئت په مشوره (د ختيځي اروپا د مترقي ګوندونو تجربه).

٣- د صفوفو او متوسطو کدردنو له خوا په مستقله توګه د اولني نظر په اساس بايد وويل شي چي، کله چي د افغانستان د جمهوري حاکميت ته سقوط ورکړ شو نو بيله ځنډه بايد د وطن ګوند مشري خپله اضطراري غونډه رابللي واي، وروسته د وضعي د مطالعي او تحقيق نه يي د ګوند د پاره نوي مشري په ډيره دموکراتيکه فضا کي ټاکلي واي، همدلته وو چي زمونږ ګوند بي له ډيري ضايعي ورکولو په خپل حال پاتي کيداي شواي ولي په ډير تاسف سره چي دغي مشري يا رهبري د ډيرو عواملو په لحاظ د خپل دغه مشرتوب د وطن او ګوند په بحراني حالت کي ثابت نکړاي شواي، يعني دوي ونتوانيدل چي وطن او ګوند ددي بحراني حالت نه په بريالي توګه راوباسي او هم په دومره ډيرو کلونو کي يي حد اقل د هغه وخت د وضعي او د خپل اجرااتونه د ګوند صفوفو ته ګزارش ورنکړ٠ بايد وويل شي دغي لاري اوس د خپل اهميت بيخي له لاسه ورکړي دي او د عملي کيدو امکان يي هم نشته دويمه لاره د شرقي اروپا د ګوندونو نيول شوي لياره ده، بلخاصه د شرقي المان د SED حزب وروسته د PDS او اوس د Die Linke حزب لياره ده٠ بايد وويل شي چي ددي حزب سرنوشت له ډيرو اړخو نه زمونږ برخليک سره تشابهات او اړيکي لري٠هغوي هم د سړي جګړي قربانیان دي مونږ هم، هغوي هم ماتي خوړلي مونږ هم او داسي نور٠ یعني هغوي وکولاي شول چي خپل ګوند د ټوټي ټوټي کيدو او بيخي له منځ نه تللو نه چي د لويديز المان د مقاماتو هيله وه وژغوري او د يو قوي چپي ګوند په توګه ميدان ته راووځي، يوازي همدا اوس دغه ګوند د فدرال جرمني په پارلمان کي ٥٤ چوکي لري، په نورو ايالتي پارلمانونو او حکومتونو کي هم غړي لري٠ دوي په ډيري دموکراتيکي فضا کي د خپل پرون په انتقادي ډول وڅيړله او د نن لپاره يي نوي پروګرام، نوي نوم او نوي رهبري د شرايطو د ضرورت په لحاظ انتخاب کړه، د اعتماد فضا يي منځته راوستله، د مختلفو انديشوي فرکسيونونو فعاليت ته يي دننه په ګوند کي اجازه ورکړه، د خودمحوري، بلندپروازي، مقام پرستي او داسي نورو امراضو نه يي ډډه وکړه او جمعي ګټي يي له نورو ګټو نه اوچتي وګڼلي٠ مونږ هم همداسي کولاي شو ولي که چيرته د نقادانه بررسي په لړ کي يو ٢٠ يا ٣٠ تنه ملګري متضرر شي نو زمونږ ګوند به په خپلو اشتباهګانو پوه شي، خپلي اشتباوي به اصلاح او په يو قوي انډول به د مبارزي ډګر ته راودانګي٠

دريم نظر نو هغه ده چي دا د مجبوري لاره ده، که چيري نورو هڅو نتيجه ور نکړه نو د ګوند صفوف مجبور دي چي خپله لاره او برخليک په خپله وټاکي، په هر ځاي کي چي وي د خپل کوچني سازمانونه جوړ کړي او ورو ورو د لاندي نه ګوند جوړ او ورته وده ورکړي، دلته نو بيا د رهبري او صفوفو تر منځ ډيره لويه ژوره رامنځته کيږي چي مناسبه به نوي دي پړاو ته ورسيږو٠

 

په در ناوي

 

 ذکريا يوسفزي- جرمني

 

 

استفاده شوي مطالب:

١-د افغاني ليکوالانو د کتابونو څخه چي د ګوند په هکله ليکل شويدي

٢-د اسمايي د مجلي څخه

٣-د انترنيټي سايټونو څخه

٤-د المان د چپي ګوند د منابعو څخه

٥-د ګوند د صفوفو د نظريو څخه

ګرانو او قدرمنو ملګرو او وروڼو : زه پخپله کوم ليکونکي نه يم په تيره بيا په پښتو ژبه کي، پدي ليکني کي به مي ډيري نيمګړتياوي موجودي وي، ولي ومي غوښتل د يو ګوندي په توګه چي د ژوندانه ډيره موده يي خلکو ته د سعادت د راوستلو په لاره کي مبارزه کړي خپل نظر وړاندي کړم او د يو جوړونکي ډيالوګ د پاره لاره پرانيزم د ملګرو د نظريو په هيله يم.