اســـــــــد زمری

 

 

زه او د وطن ژبې او قومونه

یو غمی وی تل دخاورو لاندی خوار

بی بها شي چې ترې جوړ شي ښګلی هار

د وطن خلک هم داسی در قیاس کړئ

چې ګلونه دی زمونږه د ګلزار

په دري د پښتنې مینی خبرې

دي «شکرې په شیدو» کې د نهار

پشه یی، نورستاني به څنګه بیل کړي؟

اولادونه دی د یوی مور او یو پلار

که اردو له ترنمه مالال ده

ازبکي خوږه نغمه ده د دوتار

د وطن د زړه آواز هزارګي ده

چې تپیږي په یووالي او په زیار

کاشکې څو ګامه وم ایخوا زیږیدلی

بلوچۍ به مې وه مور، ترکمنی پلار

د وطن ژبې مې کاشکې ټولې زده وی

د پردیو ژبو  څه دی افتخار؟

اتحاد او ورورولۍ ته یی لوګی شم

له هر قوم او هر ملیته یی شم ځار

دا وګړي هیڅ جابر نه دي بیل کړي

یو یی ملک دی، یو یی ژوند، یو یی روزګار

پرې چې یو شي او ملت ورڅخه جوړ شي

مخ کړي تور د هر خایین او هر غدار

۳/۳/۲۰۱۷

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org