چهارشنبه، ۱۰ جولای ۲۰۱۳

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

د افغانستان د نجات له پاره د امریکا یا بل خارجی هیواد

د سربازانو شتون مهم دی که بله لاره هم شته؟

د تش په نامه مجاهدینو په راتګ سره د خلکو هیلي ناهیلې شوې او بیرته د "مجاهدینو" تر منځ کورنۍ جنګ ادامه پیدا کړه او افغانستان د هره لحاظه تخریب- چپاول - او قومی او لسانی تفرقه زیاته شوه قومونه یو د بل په ضد په ډیر شدت او حدت یو د بل سره وجنګیدل او دغو جنګ ته زموږ همسایه ګانو (پاکستان - ایران - عربانو) ډیره پراخه لمن ووهله او کورنۍ بې ستره شوې ملي ارزشونه تر پښو لاندې شول او ډیر زیات کوچنیان یتیمان او تورسرې کونډې شوې، ملي وسله وال پوځ د نواز شریف په فرمان او د "مجاهدینو" د حرص او آز په خاطر مضمحل شوو او کادرونه ېې (ډي ډي آر) شول او پاکستان چې ولیدل د "مجاهدینو" په واسطه ېې په افغانستان کې پښه ټینګه نه شوه نو ېې هغه ریزرفه قوه "طالبان" را میدان ته کړل او د دوی کوماندو ګان تل تر تله د "طالبانو" تر شا ولاړ وو، د "طالبانو" حکومت دارۍ ډیر ښه وه او ډیر مثبت کارونه يي درلودل خاصتا امنیت او وروسته "طالبانو" د پاکستان په ذریعه او عربستان سعودي په مادی مرسته تحریک شول چې د افغانستان نورو وروڼو ملیتو سره مخالفت وشيي او حتي د شمالي د انګورو تاکونه ېې غوڅ کړل او د هزاره او تاجکانو په ضد ېې د یوه سره قتل عام پیل کړو، د افغانستان تاریخی ابدات ېې په توپو وویشتل، د ښځو سره ېې ډیر بد سلوک غوره کړو د پاکستان هدف دا وو چې دواړه خواوې دواړه طرفو ته ("مجاهدین" او "طالبان") افغانان دی او وژل کیژي نو پاکستان ورته چکې وهلي چې مه پریږدۍ، مړه کړۍ، او د دغو خونړۍ جنګ په نتیجه کې د ملیون افغانانو وینې توېې شوې او افغانستان په مخروبه تبدیل شوو، "مجاهدین" او "طالبان" تر ننه پورې د خارجی مختلفو هیوادو خاصتا همسایه ګانو زرخریده نوکران او ګروګان مزدوران دي نو هغوی نه غواړې په افغانستان کې صلحه راشي، یو تعداد ېې نن د خپل ځان د بقا له پاره او له پاره ددې چې په راتلونکی کې زندانی او محاکمه نه شي نو مجبور دی ځانونه د امریکا یا پاکستان تر پښو لاندې قربان کا، متاسفانه چې نه د "مجاهدینو" مشران او نه د "طالبانو" مشران په دې پوهیژي چې ټول جنګونه اخر د صلحی له لاری ختم شوي دی او د جنګ نتیجه صلحه ده، بهترین قوماندان یا بهترین پوه مشر هغه دی چې دغه نزاکت یا دغه فلسفه ډیره زر ومني او تطبیق ېې کا چې جنګ نور بس دی او صلحه ضروری ده یوه ورځ نه یوه ورځ د "جهادی" او "طالبانی" قوماندانانو ارواح قبضیژي او وژل کیژي، زامن ېې یتیمان او میرمنې ېې کوندې کیژي نژدي مثالونه ېې (احمد شاه مسعود - استاد ربانی - داود داود - احمد ولی کرزۍ - عبدالله وردک - عبدالرحمان خان - بن لادن) او ډیر نور دی. اوس را شۍ اصلی خبرې ته د امریکا د وتلو خبره بیا را ژوندۍ شوه ((زه درته یو شۍ وایم چې امریکا ته لکه لوی غرونه داسې مشکلات مخې پراته دي او هغه د چین اقتصادی پراختیا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې او د امریکا اقتصادی خرابوالۍ او بیکاري – د امریکای جنوبی د هیوادو کرکه نسبت امریکا ته – د شمالي کوریا معضله – د تایوان معضله - د جاپان او چین معضله د جزایرو په هکله - د چین او پاکستان ډیر نژدېوالۍ او د امریکا په ضد د پاکستان د حکومت مخالفت او دالقاعدې شتون په پاکستان کې - د پاکستاني طالبانو شتون او خطرونه ېې د امریکا له پاره - د چین او هندوستان او هندوستان او پاکستان تر منځ د سیکم او کشمیر په خاوره نا حل شوې لانجه – د چین نظامی او اقتصادی يراختیا په بلوچستان کې – د ایران د اتومی پروګرام معضله – د روسېې دوه واري نظامی برلاسۍ نسبت امریکا ته)) د دغو او ډیرو نورو مشکلاتو په بنیاد امریکا باید اشتباه و نه کا او په موجوده شرایطو کی د افغانستان څخه و نه وزي او خپلی ژمنی تر سره کړی او د افغانستان وسله وال پوځ ډیر زر په مدرنو نظامی وسلو تر ستونیه سمبال کړي او که امریکا دغه لویه اشتباه وکړه نو بیا د نړۍ په ګوټ - ګوټ کې د لویو ناوړینو او چالشو سره مخامخ کیژي او بی له دې هم افغانان خدای پیدا کړي، نه (امریکا - پاکستان یا عربانو) ایا بیدون له دوی نه افغانان تنفس نه شي کولای؟ بیدون له دوی نه افغانان ډوډۍ نه شي پیدا کولای؟ بیدون له دوی نه افغانان صلحه نه شي را وستلای؟ (هر څه کولای شي د افغانانو په ماغزو کې د علم - سیاست - اقتصاد) نبوغ شته راشۍ دغه لاندې کارونه عملي کړۍ او تاسې به همیشه خوشبخته او سر فراز وۍ :::

۱-  په لومړي قدم کې یو د بل سره افغانی - صادقانه - اسلامی - وحدت وکړۍ او سند یو دبل سره امضا کړۍ .

۲-  فورا یو متعهد - بیطرفه - سیاست مدار- جدي - پوه - وطن پرسته افغان چې د ټولو احزابو او مدني ټولنو نمایندګان په یوه ټیم کې سره را غونډ کړي او افغانستان د هر لحاظه په پښو ودروي، موږ باید یو نوۍ بیطرفه ملي وسله وال پوځ جوړ کړو او هغه په مدرنو وسلو سمبال کړو او په افغانستان کې د وسلو د تولید فابریکې جوړی کړو او دغه کار ډیر ممکن دي فقط خپلې راېې دا ځلې نامزد نفر ته ورکړۍ او هر څه به سم شي .

کوریای شمالي - هندوستان - برازیل - اندونیزیا او ډیر نور هیوادونه بیدون له امریکا نه ژوند کوي او خپل هیوادونه ېې د متمدني نړۍ سره مساوي کړي دي، لطفا ماته ووایاست چې که د افغانستان د ننه یو د بل سره مشترکه ژبه پیدا کړۍ او ملي وحدت تامین کړۍ او دومره سره نژدې شۍ چې تر عسلو نه خواږه شي دا به ښه کار وي، او تر هر څه نه اسانه خبره داده چې د خپلو وروڼو - قومونو - ملیتونو سره مشترکه (ګډه) ژبه پیدا کول ښه کار دی او که د پردو پښو ته ور لویدل؟؟ (لکه فولاد ابدیده شۍ) که غواړۍ ابدیده شۍ د نیکولای استروفسکي کتاب (فولاد چطور آبدیه شد) ولونۍ؟؟ او که د امریکا پښو ته ور ولویږۍ چې د خدای د پاره مه وزه او مه ځه چې دا ځلې "طالبان" یا "پاکستان" موږ خوري؟؟ نه خیر تاسې یو قوت یاست (فقط ځان وپیژڼۍ) او سره متحد شۍ که مو دا کار وکړو هغه وخت یو جبار حکمران او قاتل قوماندان یا اسلامی رهبر یا کوم متجاوز هیواد تاسې نه شي وژلای او ماتولای، فقط تاسې دغه پورته کارونه عملي کړي (بهترینه لاره داده چې خارجیان د یوه سره ووزي، تر څو تاسې مجبور شۍ سره متحد شۍ) او نور د شیطانت او جاسوسي مرحله ختمه شي میړه د ښځې په اند شکمن دی، ورور د ورور په ضد شوۍ - وطندار د بل وطندار په ضد دی، که یو د بل سره کینۍ او خپل رازونه شریک کړۍ او یو بل ته ووایاست چې تا ته خارجی زما په مورد څه ویل؟ هغه وخت خبره حل ده، د تاسې د ملي پیوستون په امید، امین .

 

 

 «اصالت» مطابق پالیسی نشراتی خود در تصرف، ویرایش و تصحیحات لازم انشائی و تخنیکی در متن نوشته ها و مقاله ها

 دست باز دارد و این حق را به خود محفوظ میدارد !