سه شنبه، ۱۴ جولای ۲۰۰۹

 

 

نخست از همه احترامات صمیمانه خود را خدمت گرداننده گان سایت محترم وزین «اصالت» و علاقمندان و بیننده گان و خواننده گان و شایقین مکتب رسالتمند «اصالت» راه روشنگران بی بدیل تاریخ تقدیم میدارم.

 

یو څو پارچی شعرونه خپلو گرانو وطنوالو او درنو ملگروته په خاصه توگه ملگری نبی عظیمی صاحب ته چی د اردو او سیاست کتاب د لیکنی ویاړ لری وړاندی کوم هیله مند یم چی د کندز د ویاړلو معلولیت لرونکو وګړو د پام وړ وگرځی. رنجبر.


غلام نبی "رنجبر" خطاط چهار قلمی خطوط اسلامی .

                عظیمی صاحب!

د عظمتونو عظیمی صاحب سلام درلیږم

یو څو بی ربطه لیکل شوی خپل کلام در لیږم

ددی وطن د معلولینو خوژ پیغام در لیږم

د دردیدلو مبارزو یو ډک جام در لیږم

 

تا د اردو او سیاست تاریخ لیکنه کړی

ددی وطن د خاینانو دی غندنه کړی

 

تا چی ځپلی څو ټگان دی یاره

ددی وطن ټول دښمنان دی یاره

مبارز نه دی غلامان دی یاره

په آی اس آی پوری تړلی گوډاگیان دی یاره

 

بیشکه تا ښه افسری کړی دی

د نظامیانو د تگ لاری دی یاری کړی دی

 

منم چی ته به سرگردان ئی یاره

په تن به لوڅ څیری گریوان ئی یاره

تل به د حق په لار روان ئی یاره

پخپل حزبیت به با ایمان ئی یاره

 

د یو غښتلی افغان ویاڔ لری

د خپل اوولس یو لوی کاروان لری

 

غلام نبی "رنجبر" کندز ۱۳۷۸ د دلوی ۱۴ نیټه

 

 

میم زرما واړه زما

ای د چوکی اجاره داره گوره تاتــــــــــه وایم

پروا دی نلرم په کلکه ستا خطا ته وایـــــــــــــــم

دا دلسوزی ده که ډوکه ده زه پری نه غولیږم

د ملت حق لپـــــــــــــاره صبر بس جفا ته وایم

د خشونت په مفهوم پوه یم هضم کړی مې دی

نور نه دردیږم زه په کلــــــــکه مسیحاته وایم

په صبر صبر ای غـــــــــداره اولس مه غـولوه

توجه نلــــــــــــــــری تاج داره یاره تاته وایم

په بدماشی کی می بندونه هسی ډیر مات شوی

د غدارانو طرفــــــــــــــــــدار حاکمه تاته وایم

 

غلام نبی رنجبر، کندز

۱۶/۱/۱۳۸۶

 

تل به دا تاریخ ځلاند وی ته به نــــــــــــه وی

آســـــــــوده به می یاران وی ته به نـــــه وی

زه چی گورم په خوله خوږ په زړه کی کوږ یی

د کندز ښار بـــــه ودان وی ته بــــــــــــه نه وی

د غریب اولس ارمان بــــــــــــــه پوره کیږی

بلـــــــبلو به دوران وی ته بـــــــه نـــــه وی

د رنجــــــــبر د زړه ارمان به پــــــوره کیږی

کندزیان به شاهـــــــــدان وی ته بــــــه نه وۑ.

 

رنجبر، کندز

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org