چهارشنبه، ۱۲ جنوری ۲۰۱۱

 

د دوزخ په څنډو

راشه تر څنګه مې حسينه ساقي

د زړګي سره نازنينه ساقي

 راكه درياب، درياب جامونه راكه

د عمر تږې يم، خمونه راكه

ساقي سكروټې راكه، اور راكه

درد راكه، چيغې راكه، شور راكه

د خم تر څنګه مې بسيا كه ساقي

دا ګونګه ژبه مې ګويا كه ساقي

د شپې په دښته كې مې شپه ده ساقي

شپه مې د زړه په كور خپره ده، ساقي

راكه د ميوو سباوون راكه

د رڼا جام راكه ژوندون راكه

راكه د لمر غوندې روښانه شراب

راكه بې پيله بې پايانه شراب

هغه شراب چې پكې ځان ووينم

ځلا د حسن د جانان ووينم

چې پكې هير كړم دا بې خونده ژوندون

دا بې ثمره، بې ګرځنده ژوندون

چې پكې ډوب شمه، چې ورك شم پكې

چې له درندو غمونو سپك شم پكې

* * *

ساقي بيا راغی د غمونو ماښام

تياره ماښام د ماښامونو ما ښام

ساقي راځه چې زمانه بله شوه

شوه بله او دانه بله لومه شوه

بيا زوړ زاهد په توبو بار راغلى

بيا د دروغجنې تقوا وار راغلى

بيا محتسب دى بيا تكفير د مينې

بيا د تسبو لړ شو زنځير د مينې

********

ساقي بيا راغلل د خزان بادونه

اورين بادونه د توفان بادونه

بيا د وږمې سينه كې سا وچه ده

بيا د غوټۍ خوله كې خندا وچه ده

بيا د غونچې ګريوان له غمه څيرې

بيا د بلبل زړه له ماتمه څيرې

ساقي راځه چې ميكدې بلې كړو

تياره را بره شوه ډيوې بلې كړو

راځه چې واړوو خمونه په سر

ترخو اوبو كې سره اورونه په سر

راغلې غم د تيريدلو نه دى

دا وږى ديو د مړيدلو نه دى

د فلك سترګې ريا كارې سترګې

دروغجنې سترګې ګناهكارې سترګې

بيا خونړۍ ښكاري بيا سرې ښكاري

بيا د اورونو سلسلې ښكاري

********

ساقي راځه چې بيا پيالې جګې كړو

پټو مستيو نه پردې جګې كړو

راځه ويدې نشې راويښې كړو بيا

بلې لمبې نشې راويښې كړو بيا

بيا د رندانو هنګامه جوړه كړو

بيا د مستانو غلبله جوړه كړو

بيا د غوټۍ سترګو كې ناز وګورو

بيا په دانه كې د ژوند راز وګورو

واورو د ګل د غوړېدو سندره

د شنه غزل د ټوكيدو سندره

د مينې لوبه په فكرونو نه شي

په خامو خامو تدبيرونو نه شي

مينه د زړونو بليدنه غواړي

مينه له سره تيرېدنه غواړي

مينه په اوښكو كې خندا لټوي

مينه سكروټو كې بقا لټوي

راكه د مينې په نوم اور راكه

راكه د تاك د سترګو تور راكه

ساقي له ځانه وركيدل غواړمه

د ميوو جام كې ډوبېدل غواړمه

خندا مې هيره له ژړا نه پردى

له ځانه تللى له دنيا نه پردى

ساقي د لويې ګناه تور ماتوم

دا دوزخي تنده په اور ماتوم

چا میکده، چا کړه کعبه بدله

چا ځان بدل كړ، چا كوڅه بدله

څوك د رنګونو په خم ولمبېدل

څوك د وختونو په باد ورپېدل

څوك مقتدي او څوك امام پسې لاړ

څوك په انګور او څوك په جام پسې لاړ

څوك يې كعبه څوك بتخانه كې غواړي

څوك يې د سهوې په سجده كې غواړي

: خو

زه له سجدوو زه له بتانو ستړى

زه له دروغجنو امامانو ستړى

زه نا آشنا په نا آشنا كلي كې

سترګې نمجنې د خندا كلي كې

زه ګناهګار زه بې ګناه ګناهګار

زه د سپيڅلې اقتدا، ګناهګار

ساقي په ميوو كې لمبل غواړمه

د ګناه پيټي سپكول غواړمه

له ځانه تښتم د جانان په هيله

له كوره وځم د بيابان په هيله

زه د دوزخ په څنډو ولوبېدم

زه د جنت ګلو كې وسوزېدم

زه د كوثرو په خيال وزنګېدم

زه د وختونو په ټال وزنګېدم

ما خپله وركه پيدا نه كړه چېرته

ما هغه تللې زما نه كړه چېرته

د نور په هيله په تيارو واوښتم

د ګل په لټه په اغزو واوښتم

په سپينو سپينو كې مې تور وليدل

غوښتل مې نور څه، خو ما نور وليدل

راكه ساقي راكه سپېڅلې اوبه

د تاك له سترګو څڅېدلې اوبه

راكه چې ويې څښم لمبه، لمبه شم

اور شم، سكروټه شمه، سره لمبه شم

ساقي! راغلى يمه وار ما توم

ساقي! د ټول عمر خمار ما توم

آلمان / اپريل / ۱۹۹۳

 

شاعر: صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی: عبدالقادر مسعود

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org