نثار احمـــد بهین

دغم بلا:

په خوله می مهر دسکوت مه وهه نور
زه تا له ډیری افسانی لرمه
تن می تړلی ستا دذلفو په تار
په سرکی شور او ترانی لرمه
په هیڅ رقم دی هیرولی نشم
له تا نه ډیرې خاطری لرمه
نن بیا خمار دیوی پیالی راغلی
دمیو شونډو دی نشی لرمه
وایی شراب دغم بلا ورکوی
زه دغمونو کجاوې لرمه
لږ می ګیلاس پر ترخو ډک کړه ساقی
دظالم یار ځنی ګیلې لرمه
نه می پردی ګڼی نه خپل راته وایی
له داسی دوسته څه هیلی لرمه؟
«بهین» له حاله څوک خبر دی خلکو
په زړه سکروټی او شعلی لرمه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نثار احمد بهین ــ ماینز ـ جرمنی ـ۲۲.۰۴.۲۰۱۵

 

§         منطـق -  نثــــار احمــــد بهـیـــن

§         رسوایی : نثار احمـــد بهین

§         د مړو جـنــازی - نثــــار احمــــد بهـیـــن

§         د شهـید هیــــــله - نثــــار احمــــد بهـیـــن

§         د کلــی شیطـان - نثار احمـــد بهین

§         هغـــــــــه ورځ - نثار احمــــــد بهــــــــین

§         ځان ځانی: - نثار احمد بهین

 

 

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org