Sat, December 11, 2010 07:58


داکتر محمد ظاهر حکمی

 

د حسن په خرابات

 

ستا د جمال  په خرابات می سکونت شــــــو

ټول وجوه دار و ندار می ستا په مهنت شـــو

نه  ومه  اګاه په  بیخودی کی د سر شمـــــه

خوښی خندا می په نصیب ستا په وحدت شو

ګدیان د مینــی ستــا غواړي د بـــــــرۍ تل

خوار مینان ګوره مین، د ستا پر محبت شو

ستا د مینی محبت پوری  وینم ګرفــتار ډیر

هر یو تابع د ستا په فرمان او حکومت شو

دنیا دارو په  پیسو رسی  په مطلب خپــــل

نادار مین په وصفو توصیف ستا په مفت شو

ستا له زورور مینــه ارام نه لري حـــکمی

لــه جفــا ځنی د اخته په ډیر زحمت شـــو

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org