شنبه، ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۰

 
 

 

د جهاني په شعر كې خيال تصوير او عاطفه

 

د محمد اکبر کرګر لیکنه:

 د جهاني په زياترو شعرونو كې ان په آزادو نظمونو كې د تصويرونو او انځورونو په تناسب عاطفه او احساس ډير پياوړى دى. شاعر تخيل او انځور كښنې ته اړه نه احساس كوي بلكې نيغ په نيغه او په څرگنده او بربنډه توگه د خير و شر جگړه بيانوي. ((د تخيل قدرت يعنې هغه بشپړ شور او هيجان چې په كار لوييږي. چې هغه احساسونه او شيان او بيلابيل تجربيات او په وختونو او زمانو پوري اړوند په يوه خاصه لحظه كې سره راټوليږي او يا يو له بل سره انطباق پيداكوي. اوپه داسې يوه ناپايه شيبه او محدود زمان كې يو پراخه ځمكه انځوروي. د تخييل قدرت يوازې هغه سركش او له مركز څخه د تيښتي او فرار او تيت پرك وس نه دى، بلكې د مخالفو حالاتو د تلفيق له پاره داسې قدرت دى او د طبعيت په باب د انسان د بيلابيلو انگيرنو څخه عبارت دى. تخيل په سيده توگه له حافظې را ولاړيږي. كله هم په زمانې تداوم كې په حافظه كې خوندي ساتي او كله هم هر څه غورځوي. چې د حافظې ځينې برخې له منځه يوسي او د تصاويرو په وسيله هغه يو د بل په خوا كې كيږدي او يوه فكري او عاطفي كړۍ ايجاد كړي. (۶) طلا درمس ۸۴۷ مخ

تصوير په نوم شعر:

سړه د ژمي شپه ده زه ستا له يادونو سره

لكه ماشوم په وړانگو لوبي كوم

ستا د تصوير مخې ته ودريږم

او دا يوه لحظه دې خپله كمه

هلته سينه كې غوليدلى زړگى وخوځيږي

او پردۍ مينې ته ټوپونه وهي

تصوير ژوندى شي سترگې ورپوي

پر شونډو بيا گرځي زاړه قولونه

بيا د سبا د لمر ختو په طمع

شپه تر سهاره شمعې ولگيږي

سترگې سوځي

خو يو ناڅاپه د تصوير له سترگو

د ژوند او مينې رڼا وتښتي

قولونه مړه سي

زه او تصوير پاته سو

او زړه هم نه وهي زاړه ټوپونه

دواړه لاسونه ليوني لاسونه

بې ارادې د تصوير خواته ځغلي

تصوير څيرې او ژمنۍ سكروټې

لمبه لمبه كي د كلو خيالونه

لايي لمبه په سترگو وينمه خاموشه نه ده

لا د تصوير بې نوره سترگې زما پر لور كږې دي

چې په سينه كې مې د زړه په تل كې

ستا له تصويره سره مينه نوى اور بلوي

او په رگونو مې بڅري گډ سي

نور دې تصوير ته هم كتلاى نه سم

يوه لحظه دې خپلولاى نه سم

او دا د ژوند سره ملگري لمبې

دا په رگونو كې ژوندي بڅري

دا د تيارو دا د رڼا ملگري

ستا د خيالونو له محله سره

په تصویرونو رويباري نه كوي

۱۲-۳-۹۲

پورتنى آزاد شعر چې د انځور كښنې په زړه پورې بيلگه ده د چا خبره د خوب او بيدارئ تر منځ د يو حالت شاعرانه تصوير دى چې لوستونكي ته پيښه په مخ كيږدي. حادثه له خيال نه هستيږي. ذهن عينيت ايجادوي او په تدريج سره لوستونكې داسې حالت ته راولي چې گويا له يوې واقعي پيښې سره مخامخ دې. حادثه سره له دې چې ټوله د راوي په ذهن او خيال كې غځيږي خو شاعر په لوستونكي په وړاندې د يو ډول مصنوعي خوب د غالبولو نه كار اخلي او لوستونكى او اوريدونكى له ځانه سره مل كوي، بلكې په حادثه كې ورته گډون وركوي، او بالاخره كيسه پاى ته ورنږدې كيږي. د جهاني دا ډول شعرونه په ډيرو ساده كلماتو او تصاويرو كې سينگار شوي دي خپل وزن يي هم د نويو معاصرو ادبياتو او هم د پښتو ژبې د قدرت په بركت ساتلى دى.

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org