سه شنبه، ۱ می ۲۰۱۲

 د می اوله نیټه

د کارګرانو د یووالی نړیواله ورځ


انجینر محمود صافی

 

سریزه: د کارګرانو نړیواله ورځ د کارګرانو د هغه شورش او مظاهرو یادونه کوی چه په (۱۸۸۶) ع کال د می د میاشتی په اول تاریخ د شیکاګو په ښار کی تر سره شوه. چه اوس د هغی ورځی په بنیاد د کارګر ورځ د کارګرانو د یوموټیتوب د نړیوالی ورځ په نوم یاده او لمانځنه یی کیږی. تقریباً د اوسنی نړی اکثریت برخه او ممالک د ځانگړی پروګرامونو سره ددی ورځی لمانځنه کوی. ولی متحده ایالات او کانادا بیا هر کال د سپتمبر د میاشتی اوله دوشنبی ورځ د کارګر د ورځی جشن نیسی.

په دی ورځ، د شیکاګو په ښار کی څه تیر شوول:

دا ورځ په دی خاطر د می اوله د کارګر د ورځی په نوم ونومول شوه چه کارګرانو د می د اولی ورځی څخه بیا د می تر څلورمی ورځی پوری خپل اعتصاب جاری وساته. او په څلورمه ورځ پولیسو د شیکاګو په ښار کی په کارګرانو ډزی او ټکان وکړه. یو تعداد مړه سوه. یو تعداد زخمیان، او وروسته بیا څلور نفره کارګران اعدام کړی سووه.

د کارګرانو شرطونه او غوښتنی:

دکار د اجرا دپاره ښه شرایط برابرول او (۱۰) ساعت کار څخه د ورځی کار (۸) ساعته ته ښکته کول وه. او داسی قرار وه چه د اول د می څخه د کار ساعت (۸) ساعتونو ته راټیت شی. خو دا کار د وخت حکومت و نه مانه. چه په نتیجه کی په امریکا کی په ګوت ګوت کی کارګرانو په عمومی اعتصاب لاس پوری کړه. او تقریبأ (۱۲۰۰) کارخانی او فابریکو کی اعتصاب جریان پیدا کړه. په دی جمله کی د شیکاګو د ښار د کارګرانو تعداد او پلویان یی تقریبآ (۹۰) زرو تنو ته رسیده. د اعتصاب په څلورمه ورځ کارګرانو او پلویان یی د (حی مارکت) په میدان کی سره راټول شوول او بیا یی په حرکت شروع وکړه. له لږ ځنډ وروسته پولیسو د مظاهره چیانو مخه ونیوله که چیری وکولی شی چه مظاهره چیان تیت او پرک کړی. په دی وخت کی یو انفجار صورت ونیوه. یو مامور د پولیس مړ شووه، او پولیسان او کارګران زخمیان سوول او دا حادثه ددی سبب شووه چه پولیسو په مظاهره چیانو ډزی او ټکان وکړه. ډیر کارګران مړه شووه، د مړو اجساد معلوم ندی، او د زخمیانو تعداد او شهرت معلوم او شته دی. او پولیس وتوانیدل چه مظاهره چیان تیت او خواره او واره کړی. او په دی جګړه کی (۸) نفره کارګران ژوندی ونیول شوول چه د هغه جملی څخه (۵) نفره المانی مهاجر کارګران وه. او یو نفر المانی امریکایی تابعه وه. محکمی یو نفر په(۱۵) کاله حبس محکوم کړه. او پاتی تعداد یی په اعدام محکوم کړه. او د ښار حاکم د دوه نفرو اعدام په حبس تبدیل کړه. د (۵) نفر کارګرو د جملی څخه یو نفر خودکشی وکړه. او څلور نور په دار وځړول شوول. ددی خبر په خپریدو سره اکثره ممالکو د دی ورځی د کالیزی د یادونی مراسم ونیول. او دا تاریخی ورځ یعنی د می اوله د کارګرانو د یووالی د نړیوالی ورځی په نامه ونومول شووه. دیاده ولو وړ ده چه اعدام کوونکی اکثرآ المانی وه. او په کال (۱۹۳۳) دالمان دنازیانو پاړ ټی دا ورځ یعنی د می اوله ورځ عمومی رخصتی او ملی ورځ اعلان کړه. او نن یی ټوله نړی د کارګرو د یوالی نړیوالی ورځی په نوم پیژنی. او یادونه یی کوی.

د بشری ټولنی د تکامل په پړاونو کی د کار او کارګری نهضت او تیوری د کارګری طبقی ارزښت او اهمیت خورا د اهمیت وړ وګرځیده. کارګری او پرولتاری غورځنګ او نهضت نړیوال تکاملی اړخونه اخلی. تیوری یی په علمی او عملی لحاظ تدوین کیږی. او دا ډیر لوی او اوږد علمی بحث دی چه لیکل یی په دی څو ورقو کی د مضمون د محتوا او حوصلی څخه وتلی دی.

رابه شو خپل ګران هیواد افغانستان ته چه د کارګرانو، بزرګرانو، خواریکښانو، کسبګرو ژوند څنګه تیریږی، څلور لسیزی څنګه وه، څه تیر شوول، او څه کیږی، دا هم ډیر لوی بحث دی. غواړم خورا لنډ ډول یوه تیریدونکی کتنه وکړم حقیقت دادی چه حقایق لیکل او ویل یی ګران کار دی. ډیر لوستونکی پری خوا بدی کیږی. ولی زمونږ د ټولنی رښتینی تاریخ، څوک نشی پټولای. ګران افغانستان چه د کابل ښار څلور سرکه یی تمثیل نشی کولی. خورا اوږد پنځه زره کلن تاریخ لری او د دنیا د تمدنونو د جملی څخه د بخدی بلخ تمدن یادونه کولی شووه. چه په دنیا کی لمړنی زراعتی سیستم یی د یادولو وړ دی. چه نوری دنیا ته یی انتشار کړی دی. په اجتماعی درجه بندی کی په افغانستان کی فیوډالی او ما قبل فیودالی شرایط د تولید په بر خه کی حاکم دی. کارګره طبقه د ماشین شاته نوی په ښارونو کی د نمو او وده په حال کی ده حقیقت دادی چه په ډیر کوچنی فیصدی کی راځی. او وطن د دریم جهان د جملی څخه د ډیر غریبو ملکونو په قطار کی حسابیږی. د بلی خواه د اسیا په زړه کی د څلورو اتمی قدرتونو په منځ کی پروت دی چه هر یوه په وار وار پری نظامی، فرهنګی او کلتوری یرغلونه کړی او کوی یی. او زمونږ په ملک کی خپلی ګټی لټوی. او زمونږ په بی اتفاقی او بی امنی کی خپلی ګتی خوندی کوی. ښکاره مثال یی د پاکستان د استخباراتی کړیو لاس وهنی دی. د بلی خواه زمونږ خلک په مختلفو ملیتونو او قومونو تقسیم، مختلفی ژبی او کلتوری فرهنګی عادات او رسوم لری. په رښتیا سره د الجبر په حساب د صورتونو ملک دی او مخرجونه په بیرون کی دی. (۹۹) فیصده مسلمانان دی. او په تاسف سره تقریبآ (۶۰) فیصده کتلی نالوستی او ژر غولیدونکی دی. چه اوسنی خان مرګونی ښه نمونه ده. او همیشه دتاریخ په اوږدو کی په قصدی او عمدی ډول سره د استعماری قواوو ګروګان او برمته شوی دی. او همیشه په تیارو کی ساتل شوی دی. د بلی خوا په ملک کی ډیری برخی شته دی چه خلک یی په اوسنی د الکترون په عصر کی برق نه پیژنی. د معاصر تخنیک او پوهی سره نا آشنا دی.

د ټولو سره سره زمونږ د ټولنی بد مرغی داده چه د مهاجرت په کلونو کی زمونږ میلونی پرګنی او وګړی د پردیو په لمسون د خپل وطن د کور ورانی د ملی شتمنیو د چور او چپاول او غنیمت ګری سبق یی په ګاونډی هیوادونو کی زده کړه. او ډیر اکثریت یی د بهرنی استخباراتی کړیو ښکار سوی دی. او دا لړی دوام لری. که چیری د وطن کلنی خالص عواید د نفوسو په شمیر وویشل شی چه (اقتصادی پراختیا کچه) ورته وایی یعنی د نفر په سر اقتصادی شرایط د ژوند د تیرولو د پاره نا ممکن دی او په ټوله کی وطن یو مصرفی ملک دی او د مارکیټ د پاره یی ګاونډیان سیالی او رقابتونه کوی. او همدا سبب دی چه فساد پکی چیغی وهی او په عالی درجه شتون لری. او مافیایی کړی او زور واکان پکی د ځنګل قانون چلوی. د بلی خوا کرهڼه هم پکی په عصری او میکانیزه شکل تولید نکوی کرهڼه، مالداری، او باغ داری په کی په عنعنوی شکل مخ ته خی. د اوبو اصلی منابع زمونږ وطنی میراث دی ولی د وخت حاکمان یی د ګاونډیانو د ډاره د استفادی اقدام نشی کولی. او بریښنا د پردیو ملکونو څخه رانیول او راوړل کیږی. او زمونږ د اوبو څخه نورو ګټه کوی. د (۳۳۴) ق م د سکندره بیا تر ننه پوری ډیره زمانه تیره شوی ده. د بازانو او عقابانو ځاله د هندوکش د زمریانو کور په جنګونو او بریو مصروف دی. دلته می د شاعر دا بیت په یاد راځی چه وایی.

دا به وی نصیب د افغانانو چه په وینو کی لمبیږی      یو دښمن وهی بیا بل وهی، اوس دا وهی

دا د امپراطوریو ګورستان به کله په ګلستان بدل شی نسلونه نسلونه نور هم فداکاری او قربانی ته ضرورت شته دی چه وطن خپل مادی او معنوی رشد ته ورسیږی. د تیرو نه زدکړه نیم علم دی. د روشنفکرانو یوه ډیوه ولګیده د امریکا او لویدیځ، او عربانو په مداخله د ناکامی سره مخامخ شوه. او داخلی عوامل یی هم درلودل. کله چه په (۱۳۵۷) د ثور تحول را منځ ته شوه د کارګری طبقی مخکښ ګوند او زمونږ رهبری ددی په ځای چه د کارګری طبقی بنسټ او تهداب تقویه کړی، د تولید کچه لوړه کړی، دومره په کیش شخصیت او مبالغه ډوب او چقر لاړل چه د برچی په څوکه یی د پرولتاریا دیکتاتوری د ورځی شعار وه نتیجه یی دا شوه چه هم یی ټولنه وخوړه او هم یی خپل او د ملګرو سرونه وخوړل. حقیقت دادی چه د ټولنی د عینی او ذهنی شرایطو سره بی ځایه مقابله وشوه. رشتیا هم د تشدد سیاست موقتی وی او زوال یی حتمی.

وروسته دا لړی ادامه پیدا کړه د کارګری او کمونیستی جنبش په سر کی مخکنی شوروی اتحاد زمونږ په وطن سری لښکری راسپری کړی. دا نسخه هم ناکامه شوه وطن د ساړه جهانی جنګ په مرکز تبدیل شوه. د ختیځ او لویدیځ د غوبلو او بز کشی په نتیجه کی وطن د نابودی کندی ته ولویده او حالات د کنترول څخه ووتل. دا لړی کلونه کلونه دوام وکړه تر څو چه د شوروی رهبرانو لکه د شاتو مچیو غوندی خپل سرونه وخوړل او سرکوزی خپل وطنی قرارګاه ته ستانه شوول. او ورپسی د ملی روغی جوړی سیاست د روسانو او داخلی توطیه ګرو په وسیله په ګوند کی کودتاه د ګوند په رهبر تر سره شوه. او ملی مصالحه (ملی پخلاینی) د ورځی تکتیکی او تحمیلی سیاست شوه. رشتیا هم چاه کن چاه درپیش شوه. نتیجه دا شوه د چا مغزه په دفتر کی باد باد شوه او د ملی مصالحی سمبول او د سبا ستوری په دار وځړول شوه او تاریخ تکرار شوه او د پاکستان نظامی واکدار او استخباراتو یی د "طالبانو" په نوم د افغانستان د نیولو د پاره یوه توره بلا په وطن نازل کړه. او ورپسی د امریکا او پاکستان او په اصطلاح ملل متحد د لوی توطیی او دسیسی په نتیجه کی اسلامی جمهوریت قایم شوه. او تښتیدلی غله او داړه ماران په کور شوه. د ټول مملکت مادی او معنوی هستی چور او چپاول شوه او ټول مملکت غنیمت شوه. دا هم ډیر مغلق بحث دی تفصیل یی دلته ګنجایش نلری. په ټوله کی دادی اوس وطن د لوی اوپرتیفی لوبی ښکار شوی انګلیس او امریکا د نوی استعمار د نوی شعار لاندی د افغانستان د اشغال ستنی کلکوی او په دا لس کلن غوبل چه زمونږ په خلکو یی وکړه دا د افغانستان د معاصر تاریخ نوی پړاو شروع کیږی. او ګمان نکوم چه نوی استعمار د آسیا په زړه خپلو ګټو او ستراتیژیک اهدافو ته په آسانی ورسیږی. ګرانو لوستونکو راخی چه روحی او روانی حالت خپل د محترم شګی وال په شعر سره تسل کړو. چه وایی:

                     که افغان یمه خو انسان یمه                     آخر ولی می وژنی زه حیران یمه

                     څوک په یو او بل نوم قتلیږی                       دسیسه هر افغان ته جوړیږی

                     لمسوی مونږ بل، جنګوی مونږ بل          هوښیار نشوم لا اوس هم نادان یمه

                     مرګ او غم دی هری خواه کی ویرونه            د قدرت په خاطر دی جنګونه

                     دا چه ژاړم زه امن غواړم زه                   زه افغان نور د جنګه ستومان یمه

                     لویه خدایه فریاد وکړم چاله                    هیڅوک نه اوری د ستا شګی واله

                     ستا قلم ژاړی، ټول عالم ژاړی            هم وطن ژاړی او وایی چه وران یمه

 

په آخر کی باید زیاته کړم چه مونږ روشنفکران د ټولنی د ویښیدو مسوولیت لرو زمونږ په تاریخی وطن کی دی کارګران، بزرګران، خواریکښان، پیشه وران او کسب ګرو لاس چه د انسان د رفاه، سوکالی او آسایش دپاره کار کوی ژوندی، قوی او میړنی وی او آخرنی بریالیتوب او کامیابی د هغوی ده، ژوندی اوسی. په احترام.

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org