۱۷ جولای ۲۰۱۲

 

زنده یاد عبدالرحیم کاروال

 

 

د ملګری کاروال یاد د شعر په ژبه:

 زبیر (شیرزاد)

 

کاروال وه یوه دنګه ونه یو ثمرداره ونه

کاروال آشنا وه نا آشنا نه وه

هغه باور وه د باورمندانو مینځ کی

کاروال وه دنګه ونه یو ثمرداره ونه

کاروال یو غوږ وه د اوریده دپاره

د خپلو ګرانو ولسو د اوریدو دپاره

هغه وه تیره ژبه د خبریدو دپاره

کاروال وه یوه ستره چیغه د ویدو د پاڅیدو دپاره

هغه وه دنګه ونه یو ثمرداره ونه

کاروال قامت وه با غرور پاتی شو

لکه یو نور پاتی شو

کاروال ټیټ نشو چاته

د ټیتیدو نه وه د غورزیدو نه وه

کاروال وه دنګه ونه خو څوګ پری پوه نشو

کاروال وه پټه خولګی چه یی آشنا خفه نشی

ګوری کاروال ګونګی نه وه

کاروال د آشنا د خپه کیدو نه وه

کاروال وه دنګه ونه یوه ثمرداره ونه

کاروال درد نه وه هغه وه ملهم او دوا

کاروال وه د ملهمو پټی

د زخمی زړو دپاره

د خپلو ګرانو پرګنو دپاره

کاروال آشنا وه

کاروال باور وه

کاروال وه مینه

یوه ریښتینه مینه

د هغه مینه د لیلا او د مجنونه لوړه مینه

د کاروال مینه د وطن مینه د خپلو خلکو مینه

د دردیدلو زوریدلو سره پاکه مینه

کاروال غرور وه

کاروال قامت وه

هغه باور وه

هغه خبر وه

ګوری ګونګی نه وه

کاروال وه دنګه ونه یو ثمرداره ونه

کاروال په لوی کاروان کی ستړی نشو

پښیمانه نه وه دمه هم نشو

هغه باور وه باور پری وکړی

هغه نادم نه وه او توبه ګاری نه وه

کاروال وه دنګه ونه یو ثمرداره ونه

۱۷ جولای ۲۰۱۲

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org