Wed, June 23, 2010 18:37:52

د خواشینۍ پیغام

 

 

 

په ډیر ژور خپګان او تأثر سره خبر شوم، چې زموږ د هیواد د موسیقې په ډګر کې نامتو، پیاوړې، تکړه، مجرب او ښه هنرمند ارواښاد رحیم مهریار چې د خوږ او په زړه پورې آواز خاوند و، د اوږدې ناروغی له امله له دی فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګی پټې کړی.

اناالله و انا الیله راجعون

 زه نه یوازی چې د ده روح ته دعا کوم بلکې په دغه غمیزه کې ځان شریک بولم، او د ارواښاد رحیم مهریار کورنۍ او د ده محترمی میرمنې پرستو او د ده د هنر مینه والو ته جمیل صبر غواړم.

خدای پاک ده دی وبخښي او د ده ښکلې سندرې او ترانې ده د تل لپاره زموږ د موسیقې په تاریخ کې ژوندې او ښیرازه لري.

په ډیر درنښت،

انجنیر عبدالقادر مسعود

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org