چهارشنبه، ۳۰ جنوری ۲۰۱۳

د مننی او تشکر پیغام

 

پدی وسیله د خپل ځان او د خپلی کورنی د غړو لخوا د هغو ټولو محترمو دوستانو، خپلوانو او ملګرو څخه چی لومړی یی زما د ورور ډاګتر فدا محمد نظریار د خښولو او فاتحی په مراسمو کی او بیا وروسته یی زما د خور بی بی حاجی دلجان د فاتحی او قران عظیم الشان د ختم به محفل کی له مونژ سره د خپلی همدردی او غمشریکی په خاطر په هالند او جرمنی کی برخه اخیستی وه او همدارنګه د هغو عزیزانو څخه چی د تیفلونو او انترنیت له لیاری د خپلو ښو هیلو او د خواخوږی پر څرګندونو سره پر مونږ منتونه ایښی دی، په خاص ډول د «اصالت» د سایت د مشر ګران ورور او ملګری محترم فضلی صاحب او د افغانستان د آریانا نړیوالی شبکی تلویزیون څخه چی د فاتحی د اعلانونو په خپرولو کی مرسته وکړه، د بامداد او مشعل د سایتنو د مسوولانو او د خلکو د ګوند د اروپایی شورا او د هغی شورا د رییس او پر همدی توګه په کابل کی د خپل غیرتمند او پتمن قوم «الوخیلو» او اقاربو څخه چی په ورته ډول مراسمو کی یی ګډون کړی وو د زړه له کومی مننه او تشکر کومه، هیله من یم چی لوی خدای دی تاسو ټول له غم او مصیبت څخه لیری وساتی او ستاسو زحمتونه دی ستاسو د اجر په حساب مجرا کری. په  ډیر درنښت.

 

نثار احمد بهین

 

 

  

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org