د مړي لاس نیوې!

لنډه کیسه


محترم امین باوری

ګاونډې مي ډیر بوډا وو، د ده له قوله ۹۵ کلن وو. له پښو ډیر ظهیر وو خو فکر او سوچ یی لا ډیر غښتلي پاته وه. (مارک) ټول وخت د لوی کور په وړه خونه کي چي کړکۍ یې د کوڅی خواته وه په خپله ریړۍ کي ناست او کوڅې ته کتل. نه پوهیږم چي دا ټوله ورځ به ده څنګه تیرول؟ لاروي به یی شمیرل؟ که به یی له ځان سره د خپل ژوند وروستۍ خوږی ورځي لنډولې؟

دلته لمریني ورځي په شمار دي. د سپوږمۍ هغه شرم چي د وریځو تر شا پټیږي، دلته لمر خپل کړۍ دۍ. د نړۍ خلک بلجیمیان له دې نه پیژني چي له سلام نه وروسته خبره یی د هوا د حالاتو په اړه وي. داسي کسان سته چي ډیرو تیارو یې پر ذهني او رواني حالاتو اثر کړې او ځان يی وژلی. داسي تنهایی لکه دلته چي د سپین ږیرو په نصیب رسیدلی ده، ډیره زورونکی ده. د مارک خبره مي کول.

سهار چي به مي د هټئ دروازه پرانستل نو سترګي به مي پر ښاغلي مارک ولګیدې. مارک به هم زما سترګي تر هغو څارلی تر څو زه ورته وګورم. د ادب او شخصیت احترام به یی پر ځای کړ. پوهیدم چي غواړي له خپلي چوکۍ پورته سي خو پښو یی یاري نه ورسره کول. په خاصه اشاره به یی خپلي پښې وښکنځلی او سلام به یی ادا کۍ.

مارک به له سهاره تر ماښامه زما د ذهن ملګرۍ وو. د ده د تیر ژوند د پرستیژ او وقار نه ډکه وظیفه، خدمت او صداقت، پوهه، او اوسنئ تنهایی؟ دا ټولو پوښتنو زما څخه وخت غوښت چي جواب ومومي.

د ورځي په لمړیو ساعتنو کښي به زما همکار راغئ او کار به مي ورته تسلیم کئ. ما باید د نورو کارونو لارښونه او سرپرستي هم کړې وای، خو تر ټولو لمړی مي د ښاغلي مارک احترام ته ځان رساوه. (مارک دلتاندر) د خپل وخت پوهه او ایمانداره وکیل وو. په خپله ریشته کي یی تر دوکتورا تحصیلي دیپلومونه درلودل.

وختونو او غمونو یی د مخ پوستوکئ ګونجي منجي کړۍ وو خو زړه يی له انساني کرامته ډک او انسانیت ته ژوندئ پاته وو.

ده به ولیدم، چي د ده خواته روان یم خو بیا به هم منتظر وو تر څو د دروازی زنګ ووهم. سمدستي به یی د لاس په ریمونټ کنترول دروازه خلاصه کړل. تر لنډي ستړی مسي وروسته زما لپاره پر ایښودل سوي چوکۍ باندي به کښیناستم او دوهمه پوښتنه به یی د بلجیمیان خلاف «د اب هوا» زما د وطن او هلته د حالاتو او احوال، په اړه وه.

ښاغلې مارک به پوهیده چي زما لپاره به يی پر انټرنیټ د افغانستان ټوله خبرونه را ټول کړي وه، بیا به یی یو یو له حقوقي تحلیلونو سره يو ځای زما سره شریکول.

یوه ورځ چي د ژوند اخیري ورځي يی وې ډیر خوشاله وو، ما ویل لکه چي د نوي ژوند زیرۍ پر سوۍ دۍ؟ او یا یی په کورنۍ کښي د لمسي واده دۍ؟ ما یی د خوښۍ سبب ځیني وپوښتۍ خو ښاغلي مارک ځان تیر کۍ.زما له تکرار او تاکید سره سره يی وویل، پریږده چي سورپرایز ووسي.

پرون سهار مي د معمول سره د هټۍ ور پرانیست خو ښاغلی مارک مي تر سترګو نه سو. تشویش مي سو او د کور خواته یی ورغلم. د دروازئ زنګ مي وواهه، دوی دقیقی وروسته دوو نابلدو خلکو دروازه راته خلاصه کړل. د ښاغلي مارک پوښتنه مي وکړل، هغوی یو او بل ته وکتل او بیا یی په ډیره خواشنۍ سره راته وویل چي مارک ابدي ژوند خپل کړ، له دی دنیا نه یی کوچ وکړ. ډیر خواشینۍ سوم، پر زړه مي سستي راغله، کښیناستم، بیا مي د هغو خلکو نه د مارک د جسد پوښتنه وکړه؟ هغوی د مارک د جنازی او جنازی د مراسمو وخت او ادرس راکړ.

نن سهار مي توره دریشي او توري عینکی د خپل دوست په غم کي د ګډون لپاره واغوستل او د روغتون پر لوري روان سوم.

هلته د مارک نور دوستان او خپلوان هم د مارک سره خدای په امانۍ ته راغلي وه. جنازه تر لیدلو وروسته باید خاورو ته سپارل سوی وای، خو تر مراسمو وروسته یی زوی چي له امریکا څخه راغلۍ وو د خپل پلار هغه عریضه ولوستل چي له دولت نه یی غوښتنه کړی وه «زما له مرګ نه ورسته زما د بدن سالم او جوړ غړي بل مریض ته هدیه کړۍ، او یا یی هم په لابراتوارنو کښي د ځوان نسل ازمویني ته کښیږدۍ»

موږ چي ټولو د خپل دوست پر جدایی ژړل، زوې يی ماته رانژدی سو او د خپل پلار د عریضی متن یی راوښود، پر هغه د حکومت او د محکمی حکم او لاسلیک یی د پلار د هغی ورځي د خوښۍ لامل وباله...

امین باوري

ات - بلجیم

۲۹ می ۲۰۰۹

  

توجه !

کاپی و نقل مطلب فوق صرف با ذکر نام و ادرس سایت «اصالت» مجاز است !

  

یکشنبه،  ۳۱  می  ۲۰۰۹

www.esalat.org