یکشنبه، ۴ می  ۲۰۱۴

                         

                                                   

د بدخشان او په هیواد د مصیبونو د وروستیو توفانونو په اړوند:

 

د مصيبت غوغا

 هره تیــږه ده سکروټه، ټولو شګو نه خوږ لــــن جـــــوړ

هــــــره ونــه  ده شناخته، ټــــولو پـــاڼو نه کفن جـــــوړ

د باران څاڅکي هم دلتـــه لکه تنــــدر راپـــــریـــــوځی

ټوله ځمکه خولا پریږده، دی آسمان ورته دښمن جوړ

د هر بوټی په رګو کی د شهید ویــــــنــــــه بهــــیـــــــږی

په هیڅ ځای به پیدا نه شی د ژوندی - مړی بدن جـــوړ

یوه لویشته خاوره نشته چی خالی بــه وی له خلــکو

پـــه هر ګام کې یو څوک ښخ دی، قبر هر چا ته ما‌ُمــن جوړ

د ټوپکو تورو خولو کې، د قیامت د شپـــیلی غــــږ دی

پری هرڅه زیر او زبر شول، کنډوالو کړ دا وطن جـــوړ

مصیبت دی چې غوغا کړی د افغان ولس په ځمــــکه

جنګ، سیلاب او زلزلو کړ له دې ملک ځنی مدفن جوړ

 د مرګونو  تور سیلاب دی ټول وطن په مخه کړی

بدخشانه درنه ځار شم  چی دی پاتی نه شو تن جوړ

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org