جمعه، ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۱
دکتور حنیف بکتاش
د نښت پر ټکي
نن شپه مې بیا د زړه میلمه یې میلمه
خپلې تنها شیبی ویشم درسره
له غاړه کۍ نه دې لویدلې مرۍ
راجیلومه په ورېښـــــــم درسره
کله چې لمر له کلی کـــــــډه وکړي
زړه می د هسک پر سینه تا لټوي
لکه ویشتلې مرغۍ، څړیکو سره
په تا کی هیله، تا کی سا لټوي
د هسک په زړه کی ډېـوې ډیرې بلی
خو سترګې ستا لوري ته لاره باسي
ستا په ښایست کې څه رازونه نغښتي؟
زړه له کوګله بی اختیاره باسي
چې له کوڅې نه غږ د پښو پورته شي
زه وایم خدایه زما مینه راغله
د مقدسو آیتو له نړۍ
زما د روح نړۍ ته سپینه راغله
د بڼ له لوری چی وږمه ولګی
وایم هغه ده، ګوره بیرته راځی
زه می له بخته سره څه وکړمه؟
نه هغه نه ده بابا چیرته راځــــي؟
زه د تیارې او د سپیدې تر منځه
د نښت پر ټکی لکه سات پاتې یم
پر شاو خوا مې دي د غم لښکرې
لکه بی وسه باچا مات پاتې یم
هره خوا ګورم دیوالونه ښکاري
لکه چې ګور کې کرایی ناست یمه
روح رانه تښتي، زړه یاري نه کوي
آسمان ته لاس په ګدایی ناست یمه
پسرلی، ۲۰۰۹ کال - لندن